د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1718874125)
د صباح ورځپاڼې « لومړی وزیر ییلدرم: د پ ک ک ترهګرې ډلې سوریې ته مخه کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د بي بي سي ترکي څانګې سره ځانګړې مرکه کړې ده. هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې امریکا متحده ایالتونه په سوریه کې د ترهګرو ډلو نه حمایت کوي. هغه وویل چې د ترکیې لخوا د ترهګرۍ پر وړانډې قوي مبارزې په عراق کې د پ ک ک ترهګرې ډلې لپاره د فعالیت او موجودیت ساحه ډیره محدوده کړې ده چې د همدې امله یاده شوې ترهګره ډله په سوریه کې د ریښو د ځغلولو هڅې کوي.
پ ک ک د چا خبره د عراق نه سوریې ته کډه شوې ده . هغوې دا کار د امریکا د حمایت په خاطر کړی دی . پخپله امریکایان هم پدې خبره ښه پوهیږي او اعتراف کوي.
د ینې شفق ورځپاڼې «بوزداغ د امریکا او پ ک ک پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند بکر بوزداغ وویل چې امریکا باید د پ ک ک، پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو په مسله کې ترکیې ته د فریب ورکولو نه لاس واخلي.
هغه وویل چې امریکا پدې ښه باید پوه شي چې د نوم او یا لوحې د بدلولو سره ترهګرې ډلې او سازمانونه پټولی نشي. پدې ډول حقیقت پټولی نشي. هیچا ته فریب هم ورکولی نشي.
امریکا هر څه ژر باید ددې ترهګرو ډلو او سازمانونو سره د وسلو، مهماتو، روزنې، زغرولو موټرو او ټانکونو مرستو ته د پای ټکی کیږدي.
د خبرترک ورځپاڼې « شیمشک : ترکیه د پانګه والۍ د څپې په پيل کې قرار لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال محمد شیمشک په غازي انتپ ولایت کې غونډې ته د وینا په ترڅ کې وویل په ټوله نړۍ کې د پانګه والۍ راټیټه شوې ده . په پرمختللو هیوادونو کې ملي عواید راټیټ شوي دي خو ترکیه بیا د پانګه والۍ په برخه کې د نوې څپې په پيل کې قرار لري.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې عراق ته د ۵ میلیونو ډالرو پور ورکولو وړاندیز وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې ترکیې د عراق د بیارغونې او اعمار په خاطر نوموړي هیواد ته د ۵ میلیاردو ډالرو پور ورکولو وړاندیز وکړ. هغه دا څرګندونې د عراق د بیارغونې په خاطر په کویټ کې جوړ شوي په کنفرانس کې د ګډون نه وروسته وکړې. چاوش اوغلو وویل چې نن ورځ په عراق کې ترکي شرکتونه د ۲۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت پروژې د لاس لاندې لري. ډیری پروژې سرته رسول شوي دي او د ځینو چارې دوام لري. ترکیې پدې کنفرانس کې عراق ته د پنځو میلیاردو ډالرو پور ورکولو ژمنه وکړه.
همداشان په عراق کې بشري او پراختیايي پروژو خاطر په جلا توګه د ۵۰ میلیاردو ډالرو پور ورکولو ژمنه وکړه.
د سټار ورځپاڼې « د اروپايي ګرځندویانو لپاره تر ټولو مناسب هیواد ترکیه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د سیاحتي اژانسونو ټولنې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په میاشت کې په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې اروپايي ګرځندویان د ترکیې نه لاس نه اخلي. یو ځل بیا د ټولو توجه ترکیې ته راوښتې ده . ټولنې ویلي دي چې سږکال ترکیې ته د سفر کوونکو اروپايي ګرځندویانو شمیره د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۶۹ سلنه لوړه شوې ده .