د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1719104416)
د سټار ورځپاڼې ليکلي دي چې د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم تیره ورځ د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلي د مقدونیا د لومړي وزیر سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
لومړي وزیر ییلدرم خبري غونډې ته په سوریه کې د ترکیې د وسله وال پوځ لخوا روان د زیتون څانګې عملیاتو ته په اشارې سره وویل « که چیرې ترکیې دا عملیات پیل کړي نوی ، یواځې ترکیه نه بلکې ټوله اروپا به هم د کډوالو د سترې چپې او هم د ترهګرۍ د سترې ستونزې سره مخامخ شوي وی.
دې ستونزو ټوله اروپا د ګواښ سره مخامخ کړې وه. خو له بده مرغه چې نن ورځ اروپايي ټولنه پدې حقیقت سترګې پټوي او په کافي توګه دا حقیقت نه درکوي.»
د خبرترک ورځپاڼې « د لومړي وزیر مرستیال : د امریکا چلند اړیکې د شلولو نقطې ته رارسولي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال حاکان چوش اوغلو د ترکیې ملي راډیو تلویزیون پوښتنې ځواب کړې.
د لومړي وزیر مرستیال د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون لخوا د ۲۰۱۹ کال په بودیجه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په مشرۍ د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په نقاب کې ترهګرو د روزنې لپاره د ۳۰۰ او د پولو د امنیت تر نامه لاندې د منظم پوځ د جوړولو لپاره د ۲۵۰ میلیونو ډالرو جلا کول په اصل کې د ترکیې او امریکا اړیکو ته ستر ګوزار ورکول دي.
هغه وویل چې د امریکا ددې دریځ دوام به د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې د شلیدو نقطې ته راولي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې ته د ټیلرسن د سفر نه مخکې د چاوش اوغلو پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ترکیې ته د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن د سفر نه مخکې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې.
چاوش اوغلو ددې خبرې په ټینګار وویل چې امریکا هیڅوخت هم په خپلو ژمنو عمل ندی کړی. هغه زیاته کړه چې د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکې به یا جوړیږي او که نه وي نو تر هر وخته به ډیرې خرابې شي.
د وطن ورځپاڼې « یو بل هیواد هم غواړي چې د ترکیې نه چورلکې وپیري » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د فیلیپین د دفاع وزیر ویلي دي غواړي چې د ترکیې، چین، روسیې او سویلي کوریا سره د چورلکو د پیریدو په اړه تړون لاسلیک کړي.
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د اسان امونیم د شرکت عمومي ریس ګوکسال ګونګور د المونیم د نړۍوالو شرکتونو د ټولنې د ریس په توګه وټاکل شو.
به خبر کې راغلي دي چې د المونیم د نړۍوالو شرکتونو د ټولنې مشري به د روانې میاشتې په ترڅ کې ګونګور ته وسپارل شي.