د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1719031499)
د وطن ورځپاڼې « اردوغان افتخاري مشر په توګه وټاکل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان « بیت المقدس په ۲۰۱۸ کال کې د اسلامي نړۍ او ځوانانو پلازمینه » د پروګرام د بڼسټ ایښودونکي هیت د افتخاري مشر په توګه وټاکل شو.
د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو اړوند د اسلامي کنفرانس د ډیالوګ او همکاریو د ځوانانو د فورم او فلسطین د ځوانانو او سپورت د وزارت په همکارۍ جوړ شوي
« بیت المقدس په ۲۰۱۸ کې د اسلامي نړۍ او ځوانانو پلازمینه » پروګرام په فلسطین کې جوړ شو. دا پروګرام د فلسطین ولسمشر محمود عباس په پرانیست وینا پیل شو.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ولسمشر ویاند : د زیتون څانګې عملیات د پلان په مطابق په ډير بریالیتوب سره پر مخ روان دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن خبري غونډې ته وویل چې د سوریې د عفرین په سیمه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د زیتون څانګې په نامه عسکري عملیات د پلانونو سره سم په ډیر بریالیتوب سره پر مخ روان دي. هغه وویل چې د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې تر زرو تنو ډیر ترهګر له منځه وړل شوي دي او یو زیات شمیر مهمې سیمې نیول شوي دي.
د سټار ورځپاڼې « د عدن په خلیج کې د ترکي ځواکونو د دندې موده یو کال لپاره نوره هم وغځول شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د عدن په خلیج کې د ترکیې د سمندري ځواکونو د دندې موده د یو کال لپاره وغځول شوه. د ترکیې د وزیرانو شورا پدې اړه ملي شورا ته وړاندیز وکړ چې ملي شورا د تیرې ورځې په عمومي غونډه کې د رایو په اکثریت سره دا اجازه نامه تصویب کړه.
د ترکیې سمندري ځواکونه د عدن په خلیج کې د سمندري ډاړه مارانو پر خلاف د مبارزې په خاطر دنده ترسره کوي.
د خبرترک ورځپاڼې « چاوش اوغلو ایران ته سفر وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي،د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د رسمي سفر په ترڅ کې ایران ته سفر وکړ. مولود چاوش اوغلو په ایران کې د خپلو لیدونو کتنو په ترڅ کې د نوموړي هیواد د ولسمشر حسن روحاني سره هم لیدنه وکړه.
په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې او نړۍ په مهمو پرمختګونو خبرې وکړې.
د حریت ورځپاڼې « د اروپايي ټولنې د چارو د وزیر چیلیک لخوا د ویزې په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اورپايي ټولنې د چارو وزیر عمر چیلیک د ترکیې په ملي شورا کې د اروپا سره د تطابق د کمسیون د ریس او غړیو سره لیدنه وکړه. وزیر چیلیک د اروپايي ټولنې سره د ویزې د معافیت په اړه د روانو مذاکراتو په اړه کمیسیون ته معلومات ورکړ.
هغه وویل چې ترکیې د اروپايي ټولنې سره د وزیرې د معافیت په برخه کې خپل ټول مسئولیتونه سرته رسولي دي. زمونږ په اند د ټولنې لخوا ټاکل شوي ۷۲ شرطونه ټول پر ځای شوي دي. اوس وار د ټولنې دی.