د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

904343
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د بیت المقدس په اړه تفاهم  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې نه  واتیکان ته  ۵۹ کاله وروسته د ولسمشر په کچه  سفر ترسره شو. ولسمشر اردوغان په واتیکان کې د کاتولیکو مسیحیانو د مشر  پاپ  سره  په لیدنه کې  د ملګروملتونو او نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې  د بیت المقدس د برخلیک د معلومولو په اړه تفاهم وکړ.

د ینې شفق ورځپاڼې  « په ترکیه کې د واټس اپ  په مقابل کې رقیب جوړیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند  باقر بوزداغ  د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته  خبري غونډې ته وویل چې  د وزیرانو په شورا کې  د پ ت ت مسنجر په نامه  د ملي مسنجر په مسلې غور وشو . هغه وویل چې  پ ت ت مسنجر واټس اپ ته  ورته  ملي مسنجر  دی. سل په سلو کې  ملي او ځايي  پروګرام  دی. ددینه وروسته به  په ترکیه کې  دولتي ادارات ددې مسنجر نه  استفاده وکړي. هغه وویل چې  دا مسنجر به لومړی په دولتي اداراتو کې او وروسته بیا د عام وګړو لپاره  په فعالیت پيل وکړي.

هغه زیاته کړه چې  دا مسنجر ډیر زیات  ډاډمند  دی . ځکه چې معلوماتو ته به يي لاس رسی  ناممکنه خبره وي. د واټس اپ نه  لا زیات ډاډمند یو سیستم  دی. هغه وویل چې  دا سیستم  د لومړي ځل لپاره د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  لخوا  وکارول شو. لومړني امتحاني  خبرې پرې لومړي وزیر  د زیتون څانګې د عملیاتو  د سوق او ادارې د مرکز د قومندان  سره  وکړي.

د وطن ورځپاڼې « د یو خانه يي  انفلاسیون په خاطر به لا زیاتې هلې ځلې وکړو »  د سرلیک  لاندې لیکلي دي، د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک  وویل چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ترکي لیرو استقرار به  د انفلاسیون  د کچې د راټیټولو سره  ډیره زیاته مرسته وکړي. حکومت به  انفلاسیون یو خانې ته  د راټیټولو په خاطر  په ډیر نږدې کې  لاس په کار شي.

د صباح ورځپاڼې « په انتالیا کې د هندي ودونو سیزن  پيل شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا  په ولایت کې د هندي ودونو  سیزن د یو ډیر شانداره واده  د مراسمو سره  پیل شو. په خبر کې راغلي دي چې  سږ کال د انتالیا په ولایت کې د لومړنی  هندي واده  په یو هوټل کې  ترسره شو. دا واده  چې  درې ورځې او درې شپې دوام وکړ  یو میلیونه ډالره  لګښت پرې راغلی دی.

ددې واده  د تنظیم د چارو مسئول  وویل چې دا یو متوسط  واده وو. د اپریل په میاشت کې  د یو هندي واده لپاره يي  په تیاریو  پیل کړی دی چې  ۱۵ میلیونه ډالره به پرې لګښت راشي. دا واده به د نړۍ په کچه واده وي.

د حریت ورځپاڼې « ۵۶ هیوادونو ته  د ټوکرانو صادرات  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د موګل  په نامه  د نساجۍ فابریکه کې  یو کاله مخکې په تولیداتو پیل کړی دی  د نړۍ په کچه  د مشهورو ټوکرانو د تولید  سره يي  د نړۍ ۵۶ هیوادونو ته په صادراتو پیل کړی دی. د یاد شوي  شرکت مشر ویلي دي چې  د ټوکرانو په تولید کې د ډیرې پرمختللې تکنالوژۍ نه کار اخلي . په ۲۰۱۷ کال کې  ۱۲۱ میلیونو ډالرو په ارزښت تولیدات  کړي دي.



اړوند خبرونه