د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « اردوغان او پوتین د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغاند روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.
دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې د سوچي په ښار کې جوړه شوې د سوریې په اړه د نړۍوالې غونډې، د سوریې د عفرین په سیمه کې پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف په روانو عسکري عملیاتو او وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ولسمشر ویاند : په ترهګرو کړۍ تنګیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو عسکري عملیاتو په اړه وویل « زمونږ لومړنی هدف د سوریې په خاوره کې د ترهګرو د ځالو وچول دي. د زیتون څانګې عسکري عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې څه باندې ۷۵۰ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي. د ترکیې اتل سرتیري د ترهګرو پر خلاف قوي مبارزه کوي. د ترهګرو لپاره کړۍ د هر ساعت په تیریدو سره مخ په تنګیدو ده. »
د سټار ورځپاڼې « د لومړي وزیر لخوا د فرانسې ولسمشر ته سخت ځواب » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په انقره کې لبنان د لومړي وزیر سعد حریرې سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونده کې ګډون وکړ.
لومړي وزیر ییلدرم دلته د فرانسې د ولسمشر هغه څرګندونو په ځواب کې چې ویلي وو د زیتون څانګې عملیات باید د سوریې د خاورې د اشغال په عملیاتو بدل نشي وویل، دا ټولې نړۍ ته په ډاګه ده چې ترکیې په سوریه کې د اشغال په نیت عملیات پیل کړي ندي. که چیرې د فرات ډال عملیاتو ته لنډه کتنه وکړو هر څه په ډاګه کوي.
فرانسې نیت خراب دی.
د وطن ورځپاڼې « په تونجعلي کې د منځنیو پیړیو اړوند تاریخي اثر وموندل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د هیواد د تونجعلي په ولایت کې د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې د عملیاتو په چوکاټ کې د منځنیو پیړیو اړوند یوه تاریخي چاټۍ ونیوله. ویل کیږي ددې چاټۍ عمر تر ۱۵۰۰ کلونو ډیر دی. چاټۍ د تونجعلي ولایت دولتي موزیم ته وسپارل شوه.
د خبرک ورځپاڼې « د ۲۰۱۷ کال ارقامو د ګرځندوی سکتور هیلې راژوندۍ کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د احصایې د ادارې د شمیرو له مخې په ترکیه کې په ۲۰۱۷ کال کې د ګرځندوی نه ترلاسه شوي عواید او د راغلو ګرځندویانو شمیره د تیرو کلونو په پرته ډیره زیاته وه. دې ارقامو د ګرځندوی سکتور هیلې راژوندۍ کړي دي. د احصایې ادارې لخوا د خپرو شوو ارقامو له مخې په ترکيه په ۲۰۱۷ کال کې د ګرځندوی د سکتور نه ترلاسه شوي عواید د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۸ عشاریه ۹ سلنه لوړ شوي او ۲۶ میلیارده۲۸۳ میلیونه او ۶۵۶ زرو ډالرو ته رسیدلي دي.
تمه کیږي چې سږ کال هم د ګرځندوی سکتور د تیر کال په پرتله لا زیاته وده وکړي.