د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9537/d3a9/ae3a/59eee1423662e.jpg?time=1718854906)
د حرییت ورځپاڼې « د عفرین لار پرانیستل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو د ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا د سوریې د عفرین په سیمه کې د زیتون څانګې د نظامي عملیاتو په چوکاټ کې د پ وای جي ترهګرې ډلې اړوند یوه ډیره مهم نقطه ونیوله. د بورسیا غر سیمه پرون د ترهګرو نه په کامله توګه تصفیه او پدې ډول د عفرین لاره هم پرانیستل شوه.
د ترکیې وسله والو ځواکونو د بورسیا په غره باندې د ترکیې بیرغ ورپو. د ترکیې وسله والو ځواکونو ویلي دي چې د عفرین د عملیاتو په ۷ورځو کې ټولټال ۵۵۷ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې د امریکا په اړه د لومړي وزیر مرستیال او حکومت ویاند باقر بوزداغ غبرګون ته ځای ورکړی دی. په خبر کې راغلي دي چې د لومړي وزیر مرستیال بوزداغ د ترهګرو په اړه د امریکا د څرګندونو پر خلاف سخت غبرګون وښود او زیاته کړه « ددینه وروسته ترکیه د ژمنو سره سم عمل ته ګوري . له بده مرغه چې امریکا تر ننه پورې د ترکیې سره په کړو ژمنو عمل ندی کړی. د امریکا د ژمنو او عمل ترمنځه جدي توپير شتون لري. ددینه وروسته پدې سیمه کې مخکې ددینه چې پلانونه د امریکا لخوا ډړې وړې شي مونږ به يي غم وخورو او ډړې وړې به يي کړو.
د خبرترک ورځپاڼې د اقتصادي خطراتو د مخنیوي او پدې اړه د حکومت د پلان په اړه په اقتصادي برخو کې د لومړي وزیر د مرستیال محمد شمشک څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
هغه وویل چې حکومت د وړو او متوسطو شرکتونو نه وروسته د لویو شرکتونو په اړه د اقتصادي خطراتو د مخنیوي په پلان کار پیل کړی دی. هغه وویل چې پدې اړه چارې دویم پړاو ته تیرې شوي دي. هغه زیاته کړه چې په ترکیه کې د ۲۱۱۸ شرکتونو په اړه چې په بهرنیو اسعارو د پور اندازه د ۱۵ میلیونو نه اوښتي وي ځیني اصلاحات په نظر کې نیول شوي دي. د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې به پدې اړه پيل شوې چارې پایته ورسیږي.
د سټار ورځپاڼې « د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي په خاطر مهم ګام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د چاپیریال د ککړتیا پر وړاندې د مبارزې او خلک بایسکلونو کارولو ته د تشویقولو په خاطر یو ډیر مهم ګام اوچت شو. ترکیې په پام کې لري چې په رشناکه سیمو کې د برښنايي بایسکلونو سره د ۸ میاشتو لپاره هیوادوالو ته په وړتیا توګه د ټکسي خدمت وړاندې کړي.
د سټار ورځپاڼې « د لمر رڼا » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې مخابراتي شرکت ترک تیلي کام د پرته د موانعو ژوند په نامه د ټولنې سره په ګډه کړې د لمر رڼا تر نامه لاندې د پروژې په چوکاټ کې ۷۰۰ تنو معیوبو ماشومانو ته د زړه کړې فرصت ورکړی دی. همداشان ددې پروژې په چوکاټ کې به په ۲۰۱۸ کال کې ۲۰۰ تنو نورو زده کوونکو ته د زده کړو فرصت برابره کړی شي.
یاد شوي شرکت ویلي دي چې د نوموړې پروژې په چوکاټ کې به د هغه ماشومانو سره د سترګو د لید د ستونزې سره مخامخ دي مرستې ته دوام ورکړي.