د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1719067893)
د صباح ورځپاڼې « د عدالت اصلي مرکز ترکیه دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په امریکا متحده ایالتونو د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښت د مشر فتح الله ګولن ترکیې نه د نه اعاده کولو له امله ډیرې سختې نیوکې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې امریکا د سیاسي پریکړو سره غواړي چې ترکیې ته میدان وډبوي. د همدې امله زه د هغوې هیڅ پریکړې ته درناوی نه لرم. پدې پوره باور لرم چې د هغوې پریکړې سیاسي او د خپلو ګټو لپاره دي. ځکه چې په هغوې کې عدالت په نامه څه شتون نلري. د عدالت مرکز ترکیه دی.
د سټار ورځپاڼې « لومړی وزیر ییلدرم : د استیناف محکمو شمیره به ۱۵ ته لوړه کړو» د سرلیک لانډې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم وویل چې په ترکیه کې به د استیناف محکمو شمیره چې دم ګړۍ ۹ ده ۱۵ ته لوړه کړي. لومړي وزیر دا څرګندونې د عدالت شورا ته په وینا کې وکړې. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د قضايي ارګانونو د لا پياوړتیا او پر دوې د خلکو د باور د کچې د لا لوړولو او د محاکمو د بهیر د ګړندي کولو په خاطر به ځینې نوي ګامونه اوچت شي او پدې اړه به قانون مسوده هر څه ژر ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « چاوش اوغلو: په کومو غونډو کې چې ترهګر وي هلته ترکیه ګډون نکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې ایران او روسیه باید په سوریه کې د ضمانت کوونکو هیوادونو په توګه خپل مسئولیت ادا کړي. هغه وویل چې د سوچي غونډې ته باید ترهګرو ته د ګډون بلنه ورنکړل شي. ټول باید پدې ښه پوه شي په کومه غونډه کې چې د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې شتون ولري هلته ترکیه ګډون نکوي. که چیرې د سوچي په غونډه کې ترهګرو ګډون وکړي هر څه به له منځه یوسي.
د خبرترک ورځپاڼې « په لارو او سړکانو کې حیواناتو ځورونکو ته ۴ نیم کاله بند » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدلیې وزارت په هیواد کې پدې وروستیو کې د کوڅه ډبو او اهلي حیواناتو د ځورونې د پیښې د ډیریدو له امله ددې خبرې د مخنیوي په خاطر د قانون په یوې طرحې کار کوي. د نوموړې طرحې له مخې ددینه وروسته په هیواد کې خاونداره او بې خاونده یعنې کوڅه ډبو حیواناتو ځورونکو ته به ۴ نیم کاله او هغه حیوانات چې نسل يي د ورکیدو د ګواښ سره مخامخ وي وژونکو ته ۷ کاله د بند سزا ورکړل شي.
د حریت ورځپاڼې « په ترکیه کې په پوهنتون کې د یونسکو سازمان کورس جوړیږي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د بیلګه پوهنتون د کولتورسیاست د ملګروملتونو سازمان د پوهنې علم او کولتور د څانګې یونسکو کورس جوړوي.
د یونسکو سازمان د لوړو زده کړو ادارې د ارزونو او پریکړې نه وروسته په بیلګه پوهنتون کې د یونسکو سازمان د کورس د جوړیدو پریکړه وشوه.
دا پوهنتون به د یونسکو سازمان سره په مرسته نوو همکاریو او ګډو کولتوري پروژو جوړولو ته زمینه برابره شي.
همداشان دا کورس به د ترکي اکادمیسینانو او زده کوونکو لپاره هم د څیړونو هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي. سربیره پر دې د کولتوري ډیپلوماسۍ په برخه کې به ځیني مهم ګامونه اوچت شي.