د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1719259035)
د وطن ورځپاڼې « په ۲۰۱۸ کال کې به د ترهګرۍ په اړه کم بحث وشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم تیره ورځ په اسپارتا ولایت کې د نوي کال لومړنۍ څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې ترکیې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ډیر زیات پرمختګ کړی دی.
هغه وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې به د ترهګرۍ په اړه کم بحثونه وشي. هغه وویل چې د بریالیتوب لومړنی اساس په ځان باور کول دي. د همدې امله زمونږ امنیتي ځواکونه پدې پوره باور او اعتماد لري او د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې زمونږ اراده د هرې ورځې په تیریدو لا قوي کیږي. هغه وویل چې ددې مبارزې لپاره همغږي ډیره مهمه ده.
په ترکیه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې تاریخي همکاري او همغږي شتون لري. پولیسو، پوځ، ژندارم او اربکي ځواکونو ټولو پدې برخه کې لاس یو کړی دی.
د وطن ورځپاڼې د ترکیې او بهرنیو هیوادونو ترمنځه د اړیکو په اړه په اقتصادي برخه کې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې په اقتصادي برخو کې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک په پلازمینه انقره کې په څرګندونو کې وویل « د لویدیځ سره د ترکیې اړیکې ډیرې ښې دي.
د اروپايي ټولنې سره به د ترکیې اړیکې هیڅوخت ونه شلیږي. د ترکیې او امریکا ترمنځه د ویزې د کړکیچ نه دا ټولو ته ښکاره شوه چې ددې هیوادونو ترمنځه اړیکې به هیڅکله هم خرابې نشي.
همداشان د ترکیې لخوا د نړۍ سره د اړیکو د نورمالولو او ښه کولو سره به هیواد د بهرنیو سرچینو د موندنې په برخه کې د ستونزو سره مخامخ نشي.دا مسله پدې برخه کې مهم رول لوبوي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ سره ددې چې تر ننه پورې ترکیه د ځینو لنډ مهالو ستونزو سره مخامخ شوې ده خو په منځمهالو او اوږدمهالو مودو کې روښانه راتلوونکی د ترکیې انتظار باسي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د اصلسن شرکت ۶ عشاریه ۵ میلیاردو ترکي لیرو په ارزښت قرارداد ترلاسه کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عسکري الکترونیک دفاعي شرکت اصلسن سږ کال د هیواد په ددننه او بهر کې یو زیات شمیر مهمو پروژو مسئولیت په غاړه واخیست.
اصلسن شرکت په ۲۰۱۷ کال کې د هیواد د دننه او بهر نه ۲۹ تړونونه لاسلیک کړل. اصلسن شرکت د ۲۰۲۳ کاله پورې ډیر زیات فرمایشونه ترلاسه کړي دي. دا فرمایشونه په درې ډوله پيسو ترلاسه شوي دي. اصلسن شرکت جمعآ د ۶ عشاریه ۵ میلیاردو ترکي لیرو په ارزښت فرمایشونه ترلاسه کړي دي.
د سټار ورځپاڼې « ترکیه به د ګازو په مرکز بدل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه به د راتلوونکي کال نه په اعتبار سره د ګازو په برخه کې په لا مهم هیواد بدل شي.
د ویلو ده چې د تاناپ د ګازو نللکې پروژه چې اروپا ته ګاز انتقالوي په ۲۰۱۸ کال کې او د ترک جریان د ګازو نللیکې پروژه به تر ۲۰۲۰ کاله پورې معلومې شي. د ویلو ده چې اوسمهال د ترکیې له لارې د نړۍ بازارونو ته د اتو نللیکو له لارې انرژي صادریږي او په نږدې راتلوونکې کې به د تاناپ پروژه هم په فعالیت پیل وکړي.
دا به ترکیه په سیمه کې د ګازو په برخه کې په یو مهم هیواد بدل کړي.