د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

877257
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې  «  اردوغان : بشار اسد ترهګر دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  افریقا ته د خپل سفر په چوکاټ کې د وروستي تم ځای  تونس نه لیدنه وکړه. د ترکیې ولسمشر اردوغان د تونس د ولسمشر الباجی قائد السبسي  سره  د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان دلته  د سوریې په اړه  د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل « په سوریه کې د اسد مشري او د هغه سره  په یوې لارې مزل ناممکنه خبره ده. په ښکاره  توګه  او په ډاګه وایم  چې  اسد دولتي  ترور  کړی دی.  اسد  تروریست  دی. »

د حریت ورځپاڼې « دښمنان  کم  او دوستان باید  ډیر کړو » د سرلیک لانډې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان افریقا ته د خپل سفر پر مهال  د چاد نه وروسته  تونس ته  لاړ. ولسمشر اردوغان تونس ته د سفر پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه  ددې پوښتنو په ځواب کې چې هالنډ او جرمني ته د سفر پلان لرۍ  ؟ ایا  اروپايي ټولنې سره د غړیتوب  ټکنی  بهیر به  له سره  ګړندی  شي ؟ داسې وویل« هالنډ او جرمني ته د سفر نه کولو په خاطر  کوم سبب شتون نلري. زه  تل  پدې خبرې ټینګار کوم چې  دښمنان  باید  کم  او دوستان باید ډیر کړو. دا مجبوریت  دی. مونږ نه د هالند نه د جرمني او نه هم  د  بلجیم سره  کوم  مشکل لرو. په هغه هیوادونو کې  واکمنان  زما  پخواني  دوستان  دي. د هالنډ لومړی وزیر روتی  سره  ډیرې اړیکې  لرو  او تل مو په صمیمي فضا کې لیدنې کړي دي. بلجیم هم همداشان . جرمني په اړه څه ویلو ته  اړتیا نشته. د جرمني د ولسمشر شټاینمایر  او لومړۍ وزیرې مرکل سره  مو تل ډیرې ښې اړیکې درلودلي دي  او لرو يي. هو  ځینې  ستونزې رامنځته شوې وې  خو وروستۍ لیدنې کتنې ډیرې ښې تیرې شوې.»

د صباح ورځپاڼې « لومړي وزیر د سعودي د پاچا سره ولیدل »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې لومړی وزیر بنعلي  ییلدرم  چې د رسمي سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته تللی  دی  د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره  يي ولیدل.

په لیدنه کې  د دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسلو سربیره  د فلسطین او بیت المقدس په مسلې خبرې وشوې.

لومړي وزیر ییلدرم  یو ځل بیا  د بیت المقدس  په برخلیک  ټینګار وکړ او وویل چې د فلسطین د خلکو د حقونو نه د دفاع په خاطر  ټوله اسلامي نړۍ باید یو موټی  شي.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د بیت المقدس په اړه د ملګروملتونو د عمومي اجلاس قوي  پریکړه او د اسلامي هیوادونو  یووالي  ټولې نړۍ ته  ډیر مهم  پیغام  ورکړ.

لومړي وزیر ییلدرم  د ترکیې او سعودي عربستان تاریخي  ، ژورو او دوستانه  اړیکو ته په اشارې سره وویل چې  « ترکیه  د په منځني ختيځ او خلیج سیمه کې  د سعودي عربستان سره د دیني ، بشري ، کولتوري، فرهنګي ، مذهبي او تاریخي  پلوه  ډیرې قوي  او زورې اړیکې  لري. ددې هیواد سره اړیکې د ترکیې لپاره ځانګړې اهمیت لري. »

د سعودي عربستان  پاچا ملک سلمان  هم  د لومړي وزیر  د سفر په اړه  خوښي څرګنده کړه  او د دواړو هیوادونو ترمنځه  د سلامشورو او همکارۍ  د تداوم  په اهمیت  ټینګار وکړ.

د خبرترک ورځپاڼې «  ترکیې  د سوډان د سواکین په ټاپو کې عملي کیدونکې لومړنۍ پروژه اعلان کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سوډان د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم غندور  وویل چې  ترکیه به  د سواکین په ټاپو کې د نظامي او ملکي کښتیو د بیا رغونې  په خاطر  د یو ډیر لوی  بندر جوړ کړي. هغه وویل چې  د نوموړي بندر د جوړولو په خاطر  د ۶۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو. هغه وویل چې د ترکیې او سوډان ترمنځه  یو زیات شمیر تړونونه لاسلیک شول. همداشان  کیدای شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه  نظامي همکاریو تړون هم  لاسلیک شي.

د سټار ورځپاڼې « ترکیې قطر ته نور سرتیري هم واستول  » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې  قطر ته د ګډو ځواکونو د قومندانۍ  په چوکاټ کې  تازه سرتیري  واستول. د قطر د دفاع وزارت ویلي دي چې  ترکي سرتیري  د ترکیې او قطر ترمنځه د لاسلیک شوي نظامي همکاریو د تړون په چوکاټ کې قطر ته راغلي دي. دا ځواکونه به  د طارق بن زیا  د غنډ د ځواکونو سره  یو ځای شي.

د قطر د دفاع وزارت ویلي دي چې  قطر د ترکیې سره  د ترهګرۍ، شدت  او افراطیت پر خلاف د مبارزې او د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت  په خاطر د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړی دی .

تازه راغلي ترکي سرتیري به  د قطر د وسله والو ځواکونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ظرفیت د لوړولو په خاطر  په ګډو تطبیقاتو کې ګډون وکړي.



اړوند خبرونه