د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

875767
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې  « روښانه راتلوونکی د افریقا انتظار باسي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د د سوډان د خرطوم د پوهنتون لخوا  افتخاري ډوکټورا  ورکړل شوه. ولسمشر اردوغان  د دوکټورا د ترلاسه کولو په مراسمو کې  په خپله وینا کې وویل «  روښانه راتلوونکی  د افریقا انتظار باسي. لکه څرنګه چې د بیت المقدس په مسله کې  مو د ځان نه ښه شهامت  او میړانتیا  وښوده باید  په همدې شان اتحاد او اتفاق وکړو  او هیچاته سر ښکته نکړو. »

د سټار ورځپاڼې « ترکیې د کابل ترهګری  برید وغنده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې  د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ ځانمرګی برید چې په ترڅ کې  څو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی  په کلکه توګه وغنده. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې «  په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ  د افغانستان په  پلازمینه کابل  کې د ملي امنیت د ریاست پر ودانۍ  ځانمرګی ترهګریز برید چې په پایله کې  ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده  خبر ترلاسه کړ. ترکیه  ددې خونړي برید  قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته عاجله شفاء  او کورنیو او افغان ملت ته  د تسلیت مراتب وړاندې کوي. ترکیه دا برید په کلکو ټکو غندي  او د ورور هیواد  افغانستان حکومت او ملت سره  ځان پدې غم کې شریک بولي . »

د حریت ورځپاڼې « د هیواد نه بهر ۳۲ مه مغازه  پرانیزې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  یو زیات شمیر مشهور شرکتونه  د هیواد نه بهر پانګه والۍ ته دوام  ورکوي. د ترکیې د بوروټایم  په نامه  مشهور  شرکت  د هیواد نه بهر  خپل نوې مغازه  په ګرجستان کې پرانیسته. یاد شوي شرکت  ویلي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې به په اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې  ۲۵ نوې مغازې پرانیزي.

د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د مانیسا ولایت  د اعلی شهر  په ولسوالۍ کې  یو تن  باغوان  د خپل باغې مڼې  چې پیریدونکی ورته  نه وو پیدا شوی  د وچولو نه وروسته  یو اندازه په انګلستان کې خپل  یو دوست  ته په ډالۍ کې واستولې.

باغوان ددې ډالۍ له برکته  انګلستان ته  د وچو مڼو  په صادراتو پیل وکړ. د هغه نه پرله پسې  غوښتنو  هغه  په مسلکي توګه  دې کار  کول ته  اړ کړ. همداشان  نوموړی باغوان  په سیمه کې  د یو زیات شمیر نورو باغوانانو لپاره هم  د کار زمینه برابره کړه.

د خبرترک ورځپاڼې « د ماموریت نه تر پارلمان وکیلۍ پورې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي په خټه  ترک  د بلجیم  د هیواد وګړی  امیر کر  چې په ۱۹۹۰کال کې  د بلجیم د ساینت جوس په ښاروالۍ کې د مامور په توګه  په دندې پیل کړی وو  د نوموړي هیواد  په پارلمان کې  د وکیل په توګه وټاکل شو. په خبر کې راغلي دي چې امیر کر  لومړی د ښاروالۍ  د مرستیال په توګه وټاکل شو چې په لنډه موده کې د بروکسل ولایتي پارلمان ته لار پیدا کړه. همداشان هغه وروسته  د بروکسل د سیمې د وزیر  او بیا  د ښاروال په توګه  وټاکل شو.

امیر کر  دا ځل  د بروکسل  په فدرال پارلمان کې  د وکیل په توګه  وټاکل شو . ویل کیږي نوموړي په ۲۰۰۰ کال کې  د بلجیم  د سوسیالست  په ګوند کې په سیاست  پیل وکړ. هغه د قوي کاري ظرفیت  او استعداد سره په نوموړي هیواد کې  د ترکانو سربیره  د بلیجیمیانو په زړونو کې هم تخت جوړ کړی دی. هغه نن ورځ په عینې حال کې هم  د ښاروال  او هم د فدرال  پارلمان د وکیل په توګه دنده  ترسره کوي.



اړوند خبرونه