د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د سوډان نه د بیت المقدس پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان افریقا ته د خپل سفر په چوکاټ کې لومړی د سوډان نه لیدنه وکړه.
هغه په سوډان کې په خپله وینا کې د بیت المقدس د مسلې په اړه وویل « د بیت المقدس مسله د ټولې نړۍ ګډه مسله ده. زه غواړم چې ددی ځایه ووایم چې ترکیې سفارت په بیت المقدس کې دی. د بیت المقدس په اړه اوچت شوو ګامونو د ملګروملتونو په سازمان کې د امریکا په مقابل کې د ۱۲۸ هیوادونو دریدل دا کومه ساده خبره نده. دا خبره ددې ښکارندويي کوي اصلي طاقت او قوت فزیکي طاقت او قوت ندی، اصلي طاقت او قوت د حق طاقت دی. د بیت المقدس په اړه د ملګروملتونو په عمومي مجلس کې رای اچونې دا خبره په اثبات ورسوله.
د ینې شفق ورځپاڼې « لومړي وزیر اردوغان ادي یمان ولایت ته د ګړندي ریل ګاډي زیری ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په ادي یمان ولایت کې د عدالت او پراختیا ګوند په ولایتي کانګره کې د وینا په ترڅ کې وویل چې د ګولباشي- ادي یمان او کاختا ترمنځه به ګړندی ریل ګاډی جوړ کړي. هغه وویل چې د ګړندي ریل ګاډي پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شوې ده او پدې پروژې کار رسمآ پیل شوی دی.
د صباح ورځپاڼې « د سټند ایند پورز سازمان ترک ټیلیکام یو ځل بیا تایید کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اقتصادي درجه بندیو نړۍوال سازمان ستند ایند پورز د ترک ټیلیکام اقتصادي لمبرې 3+b یا د پانګه والۍ لپاره مناسبې کچې ته لوړې کړې. یاد شوي سازمان ویلي دي چې ترک ټیلیکام د قوي بڼسټ، قوي ادارې ، پراخه شبکې سره یو قوي شرکت دی.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکي انجینیرانو ستر بری » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکي انجینیرانو د سامسون په ولایت کې د ریل ګاډو د سرعت د کنټرول اله جوړه کړه. ترکیې چې به دا اله د جرمني په لوړه بیه ترلاسه کوله ترکي انجینیرانو په ډیره ارزانه بیه جوړه کړه.