د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9537/d3a9/ae3a/59eee1423662e.jpg?time=1718770163)
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « په اسلامۍ نړۍ کې جشن او د ولسمشر اردوغان نه مننې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هلو ځلو په پایله کې د ملګروملتونو عمومي مجلس ته د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پریکړې د ردولو په خاطر وړاندې شوې مسوده د رایو په غوڅ اکثریت سره ومنل شوه. د ویلو ده چې د امریکا د ټولو ګواښونو سره سره مسوده د ۹ رایو په مقابل کې د ۱۲۸ رایو سره ومنل شوه. پدې رای اچونه کې ۳۵ هیوادونو بې طرفي وښوده. د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر لخوا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو د پریکړې په اړه تر ټولو سخت غبرګون وښود. همداشان ولسمشر د اسراییلو دولت په نړۍ کې د ترهګر دولت په توګه اعلان کړ. ولسمشر اردوغان په مسودې د رای اجونې نه مخکې وویل چې نړۍ باید د امریکا ګواښونو ته سر ټیټ نکړي.
د ولسمشر اردوغان د ډیرو زیاتو هلو ځلو او ترکیې د حکومت د قوي ډیپلوماسۍ په پایله کې د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پریکړه د ملګروملتونو لخوا د ۱۲۸ رایو سره رد شوه.
د ملګروملتونو په سازمان کې دې پریکړې په اسلامي نړۍ کې د جنش هوا حاکمه کړه. په ټولنیزه مډیا کې د اردوغان نه مننه تر هاشتک لاندې په لسګونو زره پیغامونه خپاره شول.
د سټار ورځپاڼې « زمونږ هدف په نوې کیدونکې انرژۍ کې د تکنالوژۍ صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکېې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د پلازمینې انقره په صنعي پارک کې د برښنا د انرژۍ د فابریکې د بڼسټ ایښودو په مراسمو کې ګډون وکړ. هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې « زمونږ هدف نوې کیدونکې انرژۍ په برخه کې نړۍ ته د نوې کیدونکې انرژۍ د تکنالوژۍ صادرات دي. »
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر نعمان کورتولموش وویل چې ترکیه د ګرځندوی د سکتور د ودې په خاطر ځیني تشویقي پروژې د لاس لاندې نیولي دي. د ګرځندوی د سکتور نه ملاتړ د کال ۱۲ میاشتو ته غځیږي. همداشان ددې سربیره به په ترکیه کې نوي بندرونه هم جوړ شي. هغه وویل چې ترکیې کولتور او ګرځندوی وزارت به د اوړي په میاشتو کې د نفر په سر ۲۵ ، په ژمې کې ۴۵ او په نورمال وخت کې ۳۵ ډالره تشویق ورکړي . د نوې پروژې سره په ترکیه کې د ګرځندوی سکتور لا زیاته وده وکړي.
د وطن ورځپاڼې « محمد غواړي چې ترکيې تابعیت واخلي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر نعمان کورتولموش د اسراییلي سرتیرو لخوا نیول شوی سندروم داون ناروغ فلسطیني ځوان چې د ترکیې د هلو ځلو په پایله کې ترکیې ته راوړل شو محمد الطویل او کورنۍ سره يي لیدنه وکړه . په خبر کې راغلي دي چې محمد الطویل به په ترکیه کې د تداوۍ له امله ډیر خوښ دی. هغه ویلي دي چې غواړي د ترکیې تابعیت ترلاسه کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « په بادي برښنا کې د ترکیې د ازمیر ښار په لومړني کتار کې ځای لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د بادي انرژۍ ټولنې د شمیرو له مخې په ترکیه کې د ټولې انرژۍ ۸ سلنه د بادي انرژۍ نه ترلاسه کیږي. په ترکیه کې د بادي برښنا د تولید په برخه کې ۱۵۸ شرکتونه فعالیت کوي. په ترکیه کې د بادي انرژۍ نه ۸۰۸ کیلوواټه برښنا ترلاسه کوي. پدې برخه کې د ازمیر ولایت په لومړني کتار کې ځای لري. .