د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9537/d3a9/ae3a/59eee1423662e.jpg?time=1718783708)
د خبرترک ورځپاڼې « ستا نیکونه چیرته وو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولس مشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې د ګذر د وکیلانو ۴۲ مې غونډې ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان د ټویټر له لارې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر لخوا د عثماني امپراتورۍ په نامتو جنرال فخرالدین د تورونو لګولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د ټویټر له لارې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي وو چې د عثماني امپراتورۍ نامتو جنرال فخرالدین د مدینې د ښار د ژغورولو نه وروسته ټول سپڅلي امانتونه استانبول ته وړي دي تور لګولی دی. ولسمشر اردوغان پدې اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل « ای په مونږ په ناحقه تور لګوونکی ګوډاګیه ، په هغه وخت کې چې جنرال فخرالدین ۲ کاله او ۷ میاشتې د مدینې په خاطر جګړه وکړه ستا نیکونه چیرته وو. په مدینه کې د جنرال فخرالدین مقامت او کارونه د ستایلو وړ دي. ای ګوډاګیانو ، تاسې نه شرمیږۍ چې نن ورځ د اردوغان په نیکونو د مقدسو امانتونو د غلا کولو او استانبول ته د راوړلو تور لګوۍ. فخرالدین ددې مقدسو امانتونو په خاطر د خپل سر په بدل مبارزه وکړه. هغه دا مقدس امانتونه د ۲ زرو تنو سرتیرو سره یو ځای د حفاظت په خاطر استانبول ته راولیږل. هغوې دا امانتونه د یرغلګرانو نه وژغورل . نن ورځ چې هغه بې شرمه ګواګیان چې زمونږ مخورو شخصیتونو ته ژبه اوږدوي مونږ پډې ډیر ښه پوهیږو چې دا کار د چا په اشاره کوي او د چا سره لاس یو کړی دی. »
د صباح ورځپاڼې « چاوش اوغلو : نړۍ پخوانۍ نړۍ نده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو نن پنجشنبه د دسمبر ۲۱ مه د د بیت المقدس په اړه د ټرمپ په پریکړه د رای اچونې په خاطر د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د ګډون په خاطر امریکا ته سفر وکړ.
وزیر چاوش اوغلو امریکا ته د سفر نه مخکې د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر سره یو ځای په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه خبریالانو ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د ټرمپ د پریکړې په اړه رای اچونه کیږي. په عمومي اجلاس کې د ډیر قوي ملاتړ انتظار لرو. ځکه چې د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پریکړې نه یواځې مسلمانان نه بلکې مسیحیان هم ډیر ناراحته دي. سربیره پر دې پخپله د یهودانو لویه برخه د ټرمپ ددې پریکړې سره سخت مخالف دي. هغه وویل هر هغه څوک چې د وجدان خاوند وي هغه به د ټرمپ ددې پریکړې پر خلاف چې د ټولو نړۍوالو حقوقو سره په ټکر کې ده رای وکاروي.
هغه وویل لکه څرنګه چې ګورۍ امریکا پدې ښه پوهیږي چې پدې مسله کې یواځې پاتې ده ، د همدې امله يي اوس په ګواښونو لاس پورې کړی دی.
د صباح ورځپاڼې « ترکیه د شمالي کوریا په اړه سرمشریزې ته وبلل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د کاناډا د وانکور ښار د ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۱۶ مه نيټه د شمالي کوریا په اړه د سرمشریزې کوربه توب کوي. پدې سرمشریزه کې ترکیې ته هم د ګډون بلنه ورکړ شوې ده .
په کاناډا کې د ترکیې سفیر سلجوق اونال وویل چې ترکیې ته د شمالي کوریا په اړه په جوړیدونکې سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړ شوې ده . ترکیه به هم پدې سرمشریزه کې ګډون وکړي. هغه ویلي دي چې د سرمشریزې بلنلیک د کاناډا لخوا انقرې ته استول شوی دی.
هغه وویل چې دا سرمشریزه به د کاناډا او امریکا په کوربه توب جوړه شي. پدې سرمشریزه کې به د ۱۹۵۰ او ۵۳ کلونو ترمنځه د کوریا په جګړه کې ګډون کوونکي هیوادونه ګډون وکړي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکي چای نه ۲۳ عشاریه ۷ میلیونه ډالره عواید » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د جنوري او نوامبر د میاشتو راهیسې پدې موده کې ۴۹۵۸ ټنه چای بهر ته صادر شوی دی. د صادر شوي چای نه ۲۳ میلیونه ۶۵۵ زره ډالره ترلاسه شوي دي. په خبر کې راغلي دي چې د روان کال په لومړنیو لسو میاشتو کې د ترکیې د ختیځې تورې بحیرې د سیمې نه ۲۱ هیوادونو ته ۲ زره ۹۳۹ ټنه چای صادر شوی دی . ددې په مقابل کې ۱۰ میلیونه ۹۴۹ زره او ۶۷۰ ډالره عواید ترلاسه شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې ترکیې تر ټولو ډیر د چای صادرات بلجیم ، جرمني او شمالي قبرس ترک جمهوریت ته کړي دي.