د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

872056
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې  « ۲۰۱۸ کال به د ۲۰۱۷ په پرتله  لا ښه او روښانه کال وي » د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د ګمرک او تجارت وزیر بولنت  توفنګچي  وویل چې  د  ترکیې  د اقتصادي ودې  د دوام په خاطر  هر ډول  لازم  تدابیر نیول شوي او دوام لري.

هغه وویل چې انشاالله ۲۰۱۸ کال به  د ۲۰۱۷ کال په پرتله  ډیر روښانه  کال وي. هغه  دا څرګندونې  د ترکیې د سوداګریزو خونو او اسهامو د بازارونو په ټولنه کې وکړې. هغه وویل چې  د ترکیې اقتصاد  په ډیره  ښه سویه کې قرار لري چې دې مسلې بهرنیو پانګه والو ته  ډاډ ورکړی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې  « ترکیه د روهینګیا مسلمانانو سره مرستې ته دوام ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د روهینګیا مسلمانانو لپاره چې  د میانمار د پوځ او افراطي  ډلو د سخت ظلم  لاندې  راغلي دي  او بنګلادیش ته پناه راوړې  ده  یوه ډیر  ستر د صحرا  روغتون جوړوي.

په خبر کې راغلي دي چې د ولسمشر اردوغان او لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  په هدایت  په بنګلادیش کې  د کوکس بازار ښار  ترڅنګ  د کوتوپالانګ  په سیمه کې  د روهینګیايي مسلمانانو لپاره د ستر صحرايي روغتون  ساختماري  چارې پیل شوې.

ویل کیږي دا روغتون به  د روهینګیايي  مسلمانانو لپاره په پناه ګاه  بدل شي.

د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه د ترک نړۍ او ددې جغرافیې تر ټولو مهم هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره ې د قزاقستان لوی سفیر افضل صفربی قلي  د ګریسون په پوهنتون کې  د قزاقستان د خپلواکۍ د ۲۶ مې کلیزې  په مناسبت  په جوړه شوې غونډه کې  وینا وکړه. هغه وویل چې  ترکیه  لومړنی هیواد  وو چې  قزاقستان يي  د خپلواکه هیواد په توګه په رسمیت وپیژنده.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ترکیه د ترکي نړۍ او سیمې تر ټولو  قوي هیواد دی. هغه زیاته کړه  تر کومه  ورځ  چې  ترکیه  قوي وي ترکي نړۍ هم  قوي ده. ترکیه او قزاقستان یواځې  دوست هیوادونه  نه بلکې  تر ټولو  مهم  دوه ورورنه دي.

د وطن ورځپاڼې  « د دفاعي پروژو شمیره  ۶۰۰ ته  لوړه شوه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع مستشار  اسماعیل دیمیر وویل چې  دم ګړۍ  د هیواد د دفاعي صنایع  د ادارې په چوکاټ کې  تر لاسه لاندې  د دفاعي پروژو شمیره  ۶۰۰ ته رسیدلي دي.

هغه وویل چې یواځې په ۲۰۱۷ کال کې  ۵۰ پروژې  د لاس لاندې نیول شوي دي خو  ۴۰ پروژې  د امضا  کچې ته رسیدلي دي.

هغه وویل چې  د مځکې نه مځکې ته  د اوږد واټنه  توغندیو  تسلیمات ، د بورا او قسرګه په نامه د توغندیو  تولیدات  دوام لري. همداشان  د بې پيلوټه  او زغروالو موټرو په برخه کې هم  چارې دوام لري.

د صباح ورځپاڼې  « د انرژۍ په برخه کې ستر ګام  ، ترکیه د انرژۍ په برخه کې د اروپا تر ټولو په قوي هیواد بدلیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه به په راتلوونکو څو کلونو کې  د سوند د ګازو د نوو  ترمینلونو  د فعالولو سره  په اروپا کې د ګازو په برخه کې تر ټولو په قوي هیواد بدل شي.



اړوند خبرونه