د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

870355
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان : د ترکیې سفارت به بیت المقدس ته انتقال کړو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سرمشریزې د پریکړې په رڼا کې به  ترکیه په فلسطین کې خپل سفارت  ختیځ بیت المقدس ته انتقال کړي.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د کارامان په ولایت کې  د عدالت او پراختیا ګوند د ولایتي شورا په کانګره کې وکړې. ولسمشر وویل دا چې  بیت المقدس  د اسراییلو تر اشغال لاندې  دی  ددې په خاطر هلته  سفارت  نشو پرانیستې خو هلته د ترکیې قونسلګري هم  د سفارت په توګه کار کوي. په اصل کې په فعلي ډول  مونږ  دا کار کړی دی خو  انشاالله چې په نږدې راتلوونکې کې به هلته خپل سفارت  جوړ کړو.

د خبرترک ورځپاڼې  په یو بل  خبر کې د بیت المقدس په اړه  د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم څرګندونو کې ته ځای ورکړی دی .

د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  په چانقره ولایت کې  په زرګونو تنو ته په وینا کې  د بیت المقدس  په اړه  د امریکا د ولسمشر ټرمپ په پریکړه  یو ځل بیا  سخته نیوکه وکړه او وویل « پدې سیمه کې د بیت المقدس په اړه  دا ډول  یو پلوې  ، غلطې او د اسراییلو پلوي  پریکړه کوونکي خامخا   پښیمانیږي.

د سټار ورځپاڼې « نړۍ ته د ښو خدماتو سره  د صادراتو کچه  لوړه کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي  د ترکیې ۵۰۰ لوی صادرونکي شرکتونه  معلوم شول. د ترکیې  د هوايي کرښو شرکت په ۲۰۱۶ کال کې  د ښو خدماتو له امله  په یواځې ځان تر ۷ میلیاردو ډالرو زیات  صادرات کړي دي. همداشان  په دویم کتار کې بیا  د ترکیې ساختماني شرکتونه  ځای لري.

د ینې شفق ورځپاڼې «  په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره تولید شو »  دسرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې  تر ټولو د کوچني تخم  د ځانګړتیاوو نه برښمند  د ټیف  چې په ځانګړې توګه  په ایتوپیا کې  شنه کیږي  د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې وکرل شول.

ټیف  دانه  چې ډیرې زیاتې ګټې لري  د لومړي ځل لپاره د ترکیې د ایسکي شهر په ولایت کې  وکرل شول.

د الهامي  دایار په نامه  یو تن  په یو نیم  جریب  مځکه  کې دا تخم وکرل چې  ۲۰۰ کیلو  ټیف يي ترینه ترلاسه کړل.

الهامي  دایار  وویل په پام کې لري چې په راتلوونکې کال کې په نږدې سل جریبو مځکه کې  د ټیف  تخم  وکري  او پدې ډول  په هیواد کې د ټیف  اړتیاوې پوره کړي.



اړوند خبرونه