د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d34d/c01a/8e09/595a0592c5303.jpg?time=1719128349)
د صباح ورځپاڼې « ترکیه د اروپايي ټولنې د ۷ شرطونو د پرځای کولو په خاطر په حرکت پيل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، انقرې د اروپايي ټولنې سره د ویزې د معافیت په خاطر د یاد شوي بحیر د ګړندي کولو پریکړه وکړه.
ترکیې د اروپايي ټولنې سره د ویزې د معافیت په خاطر د ټاکل شوو ۷ شرطونو د پر ځای کولو په خاطر لومړنی ګام اوچت کړ. د ویلو ده چې د ترکیې د بهرنیو ، اروپايي ټولنې، عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو پدې اړه غونډه وکړه. پدې غونډه کې د ټاکل شوو شرطونو د پوره کولو په خاطر ځینې مهمې پریکړې وشوې. یادو شوو وزیرانو د شرطونو د پوره کولو په خاطر د شرط پاڼې د لاسلیکولو په مسلې تفاهم وکړ. ویل کیږي د یاد شوو وزیرانو لخوا د نوموړې شرط پاڼې د لاسلیکیدو نه وروسته به شرط پاڼې د نهايي لاسلیک په خاطر ولسمشر رجب طیب اردوغان ته وړاندې شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ایران ترکي پانګه والو ته بلنه ورکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ایران د نفتو وزیر سلاکار امیر طلباني د انرژۍ په برخه کې د سلو میلیاردو ډالرو په ارزښت د ۶ نوو پروژو د سرته رسولو په خاطر ترکي شرکتونو ته بلنه ورکړه. هغه وویل چې د امریکا او ملګروملتونو سازمان د بندیزونو له امله ترکیه دې پروژو ته تر ټولو مناسب هیواد دی. طلباني وویل چې د ترکیې سره په ګډه د سلو میلیاردو ډالرو په ارزښت دا پانګه اچونه به په سیمه او نړۍ د دواړو هیوادونو اغیزې لا پسې قوي کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « په مهمې پروژې به په ۲۰۱۸ کال کې کار پیل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې حکومت د مصنوعي سپوږمه کیو د توغولو د مرکز د جوړولو په خاطر په حرکت پیل وکړ. ترکیه غواړي چې فضا ته د مصنوعي سپوږمه کیو د توغولو په برخه کې هیواد په خپولو خپو ودروي . د همدې امله ترکیه غواړي چې پدې پروژې په ۲۰۱۸ کال کې کار پيل کړي.
د سټار ورځپاڼې « د اسلامي نړۍ نوبل جایزه ترکي پروفیسور ترلاسه کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسلامي نړۍ د نوبل جایزه په توګه مشهور د مصطفی جایزه چې هر کال په ایران کې ورکول کیږي سږ کال د لندن د امپریال کالج یو تن ښوونکي ترک پروفیسور سامي ایرول ګیلینبي وګټله.
د ویلو ده چې ترک پروفیسور ته ددې جایزې سربیره ۵۰۰ زره ډالره نقدي جایزه هم ورکول کیږي. هغه په کمپیوټري شبکو او سیستمونو کې د ریاضیاتو په برخه کې د ترسره کړو چارو له امله ددې جایزې لایق ګڼل شوی دی.
د وطن ورځپاڼې « ترک ریفري د اروپا د فوټبال د نامتو لوبډلو د سیالیو ریفریتوب کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني د بایرین مونیخ او فرانسې د پاریس ساینت ګرمین د لوبډلو ترمنځه د دسمبر په ۵ مه نيټه سیالي کیږي. ددې سیالۍ اداره به ترک ریفري جونیت چاکر وکړي. همداشان پدې سیالۍ کې به د چاکر د مرستیالانو په توګه بهاوالدین دوران او طارق اونګون وکړي.