د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « په سیاسي حل لارې توافق وشو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې د روسیې سوچي ښار ته سفر وکړ. ولسمشر اردوغان په سوچي ښار کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې د سوریې په مسله خبرې وکړې. دواړو مشرانو د سوریې د روان کړکیچ د حل په خاطر مهم پيغامونه ورکړل. ولسمشر اردوغان د پوتین سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل « د روسیې د ولسمشر سره مو د سوریې په وروستیو پرمختګونو د خبرو کولو فرصت ترلاسه کړ.
د سوریې روان کړکیچ ته د سیاسي لارو څخه د حل لارې په موندو مو توافق وکړ. د روسیې ولسمشر پوتین هم وویل چې په سوریه کې د روان کړکیچ د حل په مسله کې د سیاسي حل لارې په برخه کې ښاغلي اردوغان سره همفکره یو.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې لومړي وزیر د ایران د مرستیال ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ایران د ولسمشر د لومړۍ مرستیال اسحق جهانګیري سره د عراق او ایران په پوله کې د رامنځته شوې زلزلې په اړه د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. لومړي وزیر په ایران کې په رامنځته شوې زلزله کې د ځاني زیانونو له امله جهانګیري ته تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د صدرات ماڼۍ د معلوماتو له مخې لومړي وزیر د ایران مرستیال ولسمشر ته وویل چې « د ترکیې په توګه پدې سختو شپو ورځو کې د خپل دوست او ورور هیواد ایران ته هر ډول مرستو ته تیار یو.
د اړتیا په صورت کې ترکیه هر ډول مرستو ته اماده ده. هغه د لومړي وزیر نه په مننې سره وویل « د اړتیا په صورت کې به ترکیې ته خبر ورکړو »
د حرییت ورځپاڼې « په ۲۰۵۰ کال کې د نړۍ تر ټولو پرمختللي هیوادونه معلوم شول» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د مالیاتو د کنټرول او مشورتي خدماتو شرکت پرایس واټرهاوس په ۲۰۵۰ کال کې د نړۍ تر ټولو قوي اقتصادونو او پرمختللو هیوادونو په اړه اټکلونه اعلان کړل.
د یاد شوي شرکت په آټکلونو کې راغلي دي چې ترکیه به تر ۲۰۵۰ کلونو پورې د نړۍ تر ټولو د پرمختللو لسو هیوادونو په کتار کې ځای ونیسي. ترکیه به پدې ډول د یو زیات شمیر اروپايی هیوادونو نه مخکې شي. پدې اټکلونو کې راغلي دي چې لویدیځه نړۍ چې نن ورځ په ټوله نړۍ حکمداري کوي تر ۲۰۵۰ کاله به يي اقتصادي ځواک د پام وړ کم شي.
د صباح ورځپاڼې « د بارسلایس اقتصادي شرکت د ترکیې د اقتصادي ودې په اړه خپل اټکل لوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بارسلایس اقتصادي شرکت چې د تیرو ۳۰۰ کلونو راهیسې په اروپا، اسیا، افریقا او انګلستان کې د نږدې ۶۰ هیوادونو بانکي او اقتصادي سیستمونه د نږدې نه څاري په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د ترکیې د اقتصادي ودې لپاره خپل اټکل لوړ کړ. یاد شوي شرکت ویلي دي چې د ترکیې حکومت د مالي تشویقونو او لوړ صادراتو لپاره د زمینې د برابرولو سره اقتصادي وده د پام وړ لوړه کړې ده . یاد شوي شرکت ویلي دي چې ترکیه به په ۲۰۱۷ کال کې ۵ عشاریه ۹ سلنه اقتصادي پرمختګ وکړي.
همداشان په ۲۰۱۸ کال کې به بیا ۴ عشاریه یو سلنه اقتصادي پرمختګ وکړي.