د ترکیې ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې ورځپاڼو سرټکي

843229
د ترکیې ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « لومړی وزیر د امریکا د مرستیال ولسمشر سره  لیدنه کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړی وزیر بنعلي ییلدرم  د رسمي سفر په ترڅ کې  تیره ورځ  امریکا ته سفر وکړ.

لومړی وزیر ییلدرم  نن  د امریکا  مرستیال ولسمشر مایک  پنس سره لیدنه وکړي. لومړي وزیر ییلدرم  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  امریکا وايي  ترکیې د ویزې په مسله کې مونږ ته  ضمانت  راکړی دی  وویل « هغه  دولت چې د حقوقو پر بڼسټ جوړ شوی وي  چاته ضمانت نه ورکوي. ځکه چې ضمانت مسله  د دولت د اساساتو سره په ټکر کې خبره ده. »

لومړی وزیر ییلدرم  به  د امریکايي مقاماتو سره په لیدنه کې  د سوریې، عراق  او فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د مشر په اړه خبرې وکړي.

د صباح ورځپاڼې  « د ترکیې د عدلیې وزیر د خپل امریکايي سیال سره لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدلیې وزیر عبدالحمید ګل  د امریکا د عدلیې وزیر جیف سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. د ترکیې او امریکا د عدلیې وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې   د دواړو هیوادونو ترمنځه په عدلي او قضايي مسایلو کې د مرستې په اړه خبرې وکړې. ټیلیفوني خبرې  د امریکا د عدلیې د وزیر په غوښتنه شوي دي.

د سټار ورځپاڼې لیکلي دي چې  د سرې میاشتې او صور صلیب  نړۍوال فدراسیون  د ترکیې د سرې میاشتې ریس کریم قینیک  د اروپا د سیمې د مسئول  او د فدراسیون د مرستیال  په توګه وټاکه. د ویلو ده چې پدې اړه په رای اچونه کې  د ترکیې د سرې میاشتې ریس خپل الماني  سیال ته ماتې ورکړه او د ۱۱۶ رایو په ترلاسه کولو سره  د فدراسیون د مرستیال په توګه وټاکل شو. د جرمني د سرې میاشتې ریس بیا پدې رای اچونه کې ۶۱ رایې ترلاسه کړې.

د حرییت ورځپاڼې  « په اکتوبر کې  د مساپرو شمیره لوړه شوې ده »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې  هوايي ډګرونو په اکتوبر میاشت کې د تیرې میاشتې په پرتله  د لا زیاتو مساپرو کوربه توب کړی دی. د اتاترک هوايي ډګر  د مساپرو شمیره  د تیرې میاشتې په پرتله  د لس سلنې په ډیریدو سره  ۵ عشاریه ۷۸ میلیونو ته رسیدلې ده . همداشان  د جنوري میاشتې نه تر اکتوبر میاشتې پورې د ۸ سلنې پرمختګ سره  ۹۶ عشاریه ۸ میلیونو تنو ته  رسیدلې ده .

د خبرترک ورځپاڼې  « د ترکیې معیوب لامبو وهونکې په اروپا کې ریکاټ  مات کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د محمد توغرول شاهین په نامه  د ترکیې یو تن معیوب لامبووهونکي  د فرانسې په پلازمینه پاریس کې جوړه شوې د لامبو په سیالي کې  ۲۰۰ متره واټن په ۴ دقیقو او ۴۱ ثانیو کې د په وهلو سره  ریکاټ مات کړ او په اروپا کې لومړنی مقام  وګاټه.

نوموړي ددینه مخکې هم  په یو زیات شمیر نړۍوالو سیالیو کې  مډالونه ګټلي وو خو دا ځل يي  د اروپا قهرماني هم وګټله.



اړوند خبرونه