د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د ځايي او ملي موټرو جوړونکي شرکتونه معلوم شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ځايي او ملي موټرو د جوړولو په برخه کې لومړنی ګام اوچت شو. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ځايي موټرو جوړونکي شرکتونه اعلان کړل.
ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې د ترکیې د موټرو د سکتور متشبصینو د ډلې په غونډه کې د وینا په ترڅ کې د ترکېې د ځايي موټرو جوړونکي شرکتونه اعلان کړ. دا شرکتونه په لاندې ډول دي.
د انادولو ګروپ، ب ام سي، کراچا هولډینګ، ترکسل او زورلو هولډینګ.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۲۲ پروژې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایعو د اجراییوي کمیټې ریس او لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په مشرۍ په انقره کې غونډه وشوه.
د هیواد د دفاعي صنایعو د مستشاریت د معلوماتو له مخې پدې غونډه کې د ۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ۲۲ پروژو په اړه خبرې وشوې. دې کمیټې د اوږد واټنه ملي دفاعي توغندیو سیستم، د مختلفو ځانګړتیاوو خاوند توغندیو او زیرکو مهماتو، د فریکانسونو د غلطولو برښنايي سیستم ، مختلو بم ګوزاروونکو وسلو، ټوپکو او تبانچو د جوړولو په پروژو خبرې وشې. پدې غونډه کې د ذکر شوو وسلو او سیستمونو د جوړولو پریکړه وشوه.
د سټار ورځپاڼې « د ترکسات A6 د سپوږمه کۍ د توغولو نیټه معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د لومړنۍ ځايي او ملي مصنوعي سپوږمه کۍ ترکسات A6 د تولید چارې په ۲۰۲۰ کال کې پایته رسیږي.
د ترکیې علمي او تکنالوژیکو څیړونو ادارې د عامه تحقیقاتو د څانګې مشر مصطفی ای خبریالانو ته وویل « د لومړنۍ ملي او ځايي مصنوعي سپوږمه کۍ د جوړولو چارې به په ۲۰۲۰ کال کې پایته ورسیږي او پدې همدې کال کې به يي فضا ته وتوغو»
د حرییت ورځپاڼې « سبانجي د نړۍ تر ټولو د پياوړو سلو ښځو په لست کې ځای ونیو» د سرلیک لاندې لیکلی دي ، د نړۍ د مشهورو او پیاوړو سوداګرو ښځو لست خپور شو. د فوربس مجلې د نړۍ تر ټولو د پياوړو سلو تنو ښځو لست خپور کړ.
پدې لست کې د ترکېې د سبانجي هولډینګ د اجراییوي شورا ریسې ګولر سبانجي نوم پکې ځای نیولی دی. ګولر سبانجي سږ کال پدې لست کې ۱۲ کتاره پرمختګ کړی او په ۵۸ م کتار کې ځای نیولی دی. ورځپاڼې لیکلي دي چې ګولر سبانجي په ترکیه کې د سبانجي پوهنتون بڼسټ ایښودونکي مشره او د یو زیات شمیر خصوصي وقفونو مشرۍ په غاړه لري.
د صباح ورځپاڼې « د نړۍ نامتو سوداګر او متشبص ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ تر ټولو جسور سوداګر چې د فضايي تکنالوژي نه تر موټرو سکتور تر ساختماني چارو پورې یو زیات شمیر پانګه اچونې لري په استانبول کې جوړونکي د ګلوبل سات شو په نندارتون کې د ګډون په خاطر استانبول ته راځي.
د ویلو ده چې دا پروګرام د ولسمشرۍ ماڼۍ او ترکسات لخوا په ګډه جوړ شوی دی.
دا پروګرام د نوامبر په ۹مه نیټه د دوو ورځو لپاره دوام کوي. پدې پروګرام کې به د سپوږمه کیو او سپوږمه کیو له لارې د مخابراتو په سیستمونو خبرې وشي .
نامتو سوداګر ایلون موسک به پدې مراسمو کې وینا وکړي.