د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

838267
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : ګرانه وروره  یواځې نه يي »  د سرلیک لاندې لیکلي دی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اذربایجان  د ولسمشر الهام علیوف سره  د لیدنې نه وروسته ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان  خبري غونډې ته وویل « د مونږ  اوس لویې وچې  یواځې په ځینو برخو کې د یو بل سره  نه نخلو. په هره برخه کې  د یو بل سره  نخلول کیږي. په ځانګړې توګه  د انرژۍ د نللیکو سره  د نړۍ لویې وچې د یو بل سره  نخلول د ترکیې او اذربایجان اړیکي لا پسي قوي کوي. نن ورځ مو  د باکو – تفلیس  او کارس  د ریل ګاډي پټلۍ سره  د نړۍ درې لارې د یو بل سره  ونخلولې. انشاالله چې یوه ورځ به  د  چین پلازمینه بیجینګ د انګلستان د پلازمینې لندن سره  د همدې ریل ګاډي پټلۍ سره ونخلو. انشاالله پدې برخه کې به نور ګامونه هم  اوچت کړو. تاسې ترکیه تل ستاسې ترڅنګ  ده. »

د حرییت ورځپاڼې  « د اقتصاد وزیر د بانکي سودونو د کچې د راټیټولو فورمول  بیان کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي  د بانکی سودونو د کچې د راټیټولو په خاطر وویل چې  « ځینې  مصارف  چې سرپټي دي د مالیې ، مصارفاتو او داسې  نور  که چیرې  یو اندازه  راټیټ کړی شي دا به د بانکي سودونو  د راټیټولو  سره  ډیره زیاته مرسته وکړي.

حکومت  کولی شي  چې  پدې برخه کې  بار  سپک کړي. »

هغه په بانکونو غږ وکړ چې  د خپلو ګټو  کچه راټیټه کړۍ  او د هیواد د ودې په خاطر  فداکاري وکړۍ.

د خبرترک ورځپاڼې  لیکلي دي  د استانبول  د بیشکتاش په ولسوالۍ کې  د قابا تاش  په سیمه کې  د مارتي  یا قارغه  په پروژې مشهور  د قاباتاش  د میدان او ټرانسفر د مرکز د جوړولو  چارې وروستۍ مرحلې ته رانږدې شوي دي. ددې پروژې په چوکاټ کې  په سیمه کې  ۶۵۰ متره په اوږدوالي  او ۲۰ متره په بر سره  سمندر  ډکیږي  او پلې  لاره ترینه  جوړوي. همداشان په سیمه کې  د کښتیو  لپاره  ځانګړی  بندر هم  جوړیږي. ددې پروژې په چوکاټ کې  ۹۰ زره متر معکبه سیمه  له سره  جوړیږي  او ۳۸ زره متر مکعبه  میدان  جوړیږي. همداشان ددې پروژې په چوکاټ کې  د ګرځندویانو لپاره  د زرو موټرو په لویوالي سره  د موټرو پاکینګ  جوړیږي.

ددې پروژې سره  د مترو پټلۍ هم  نخلول کیږي  او د سیمې د ټرانسپورتي  ستونزه هم  حلیږي.

د سټار ورځپاڼې « ترکش ایرلاین  او ترکیې سره میاشت د ۱۹۰ هیوادونو رضاکاران په انتالیا ولایت کې سره  راټولوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سرې میاشتې په کوربه توب د ۱۹۰ هیوادونو د سرې میاشتې  د ټولنو  ریسان  او استازي  په انتالیا ولایت کې سره راټولوي. د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین پدې برخه کې  د سرې میاشتې سره مرسته کوي. همداشان د ترکش ایرلایین د سومالي او اراکان لپاره د مرستو رسولو په برخه کې هم  د سرې میاشتې سره  مرسته کوي.

د صباح ورځپاڼې «  ترک رسمان د لندن په نندارتون کې ګډون کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترک رسمان  د لندن د مودالیټي په دریم  نندارتون کې  چې د نوامبر په ۹ مه نیټه جوړیږي  ګډون کوي. د ترکیې نامتو رسمان  یوجل دونمز، کورای اق ای  او برکان بوی جان به  پدې نندارتون کې  خپل  رسمونه او تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړي.



اړوند خبرونه