د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د دریو هیوادونو ګډ بری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین او اروپا نخلوونکې د وریښمو د لارې د ریل ګاډي پټلۍ تیره ورځ د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه. پدې مراسمو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او اذربایجان د ولسمشر سربیره د ګرجستان، ترکمنستان او ازبکستان لومړي وزیرانو هم ګډون کړی وو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوموړي ریل ګاډي د پټلۍ د پرانیستو په مراسمو کې ددې کرښې په اهمیت ټینګار وکړ او وویل « دا زمونږ د ټولو ګډ بری دی. دا یواځې د نن نه بلکې زمونږ د راتلوونکي او راتلوونکو نسلونو لپاره هم ځانګړی اهیمت لري.
دا پروژه چې اسیا، اروپا او افریقا د یو بل سره د نخلولو په خاطر پيل شوې ده د نوې وریښم لارې د زنځیر لومړنۍ حلقه ده. ددې پروژې لومړنۍ برخه نن پرانیزو.
پدې ډول د لندن نه تر چین د ریل پټلۍ سره د نښولو په خاطر لومړنی ګام اوچت شو. دا پروژه زمونږ د ټولو ګډ بری دی. »
ولسمشر اردوغان وویل « د اذربایجان خلک یو متل لري چې وايي د زیار او زحمت سره ترلاسه شوی تریخ پياز د احسان او محنت د شاتو نه خواږه دي. دا پروژه زمونږ د ټولو د ګډو زحماتو او زیار او کوښښ ثمره ده .»
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې زمونږ سیمه د نړۍ د قلب په توګه یادیږي. زمونږ سیمه د ټرانسپورت نه نیولې تر تجارته ، تر ګرځندوی او انرژۍ پورې د ځانګړي پوتانشیل خاونده سیمه ده. ترکیه د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې پدې برخو کې د سرمایه ګذاریو سره ددې جوهر د ښکاره کولو په خاطر مبارزه کوي. ولسمشر اردوغان وویل چې ددې په هیله چې دا پروژه زمونږ د ملتونو سربیره د ټولې نړۍ خلکو ته د خیر او برکت وسیله وګرځي.
د حرییت ورځپاڼې « لویه پروژه په وروستیو مرحلو کې قرار لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترانس انادولو د ګازو د نللیکې پروژې عمومي ریس سالتوک دوزیول وویل چې د ترکیې او ګرجستان د پولو نه پيل او د ترکیې د اسکي شهر تر ولایتونه غځیدونکې نللیکې چارې ۹۳ سلنه سرته رسیدلي دي.
هغه وویل چې انشاالله د راتلوونکي کال په لومړنیو میاشتو کې به د یادې شوې نللیکې ټولې چارې سرته ورسیږي او امتحاني مرحلې به يي پیل شي. هغه زیاته کړه چې په بریالیتوب سره د امتحانونو د سرته رسیدو سره به د نللیکې له لارې د ګازو جریان پیل شي. هغه وویل چې دا نللیکه د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي جوړه شوې ده . د امتحانونو پر مهال به د نللیکې متر متر وکتل شي او د امتحان نه به تیره شي.
همداشان د ۲۰۱۸ کال د جون تر میاشتې به ترکیه ددې نللیکې له لارې د نړۍ بازارونو ته د ګازو په انتقال پيل وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې « د زیګانا د نوي تونل به د اوږدوالي له پلوه د اروپا تر تولو اوږد لومړی او د نړۍ تر ټولو اوږد دویم تونل لقب ترلاسه کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ختیځې تورې بحیرې او قفقاسونو ، منځني ختیځ او ایران نخللونکی د ترابزون او ګومشخانې د ولایتونو او وریښمو د لارې د پاسه پروت د زیګانا نوي تونل د کیندې چارې په چټکۍ سره دوام لري. ددې تونل د جوړیدو سره به د اروپا تر ټولو اوږد او د نړۍ دویم اوږد تونل شي.
ددې تونل د کیندولو چارې چې یو نیم کال مخکې پیل شوي دي تر اوسه پورې د تګ او راتګ جمعآ ۸ زره ۸۰۷ متره مکعبه کیندل شوی دی .
د وطن ورځپاڼې « اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې په ۲۰۱۸ کال کې ترکیې ته سپارل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د رادار لخوا نه تثبیتیدونکي اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکې چې د ارواح په نامه هم مشهورې دي په ۲۰۱۸ کال کې ترکیې ته سپارل کیږي. د ویلو ده چې د نوموړو الوتکو رسمي تولیدات په ۲۰۱۹ کال کې پیلیږي. ترکیه چې ددې الوتکو په جوړولو کې شریکه ده د فرمایش ورکړو الوتکو نه ۲ دانې به په ۲۰۱۸ کال کې ترلاسه کړي.