د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d34d/c01a/8e09/595a0592c5303.jpg?time=1718866451)
د ینې شفق ورځپاڼې « په رقه کې امریکا رسوا شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي،د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د عدالت او پراختیا واکمن ګوند مشر رجب طیب اردوغان وویل چې د سوریې په رقه ښار کې د پ ک ک ترهګرې ډلې نه د امریکا مرستې او ملاتړ یو ځل بیا ټولې نړۍ ته په ډاګه شو. امریکا په رقه کې د جرم سره یو ځای لاس په لاس ونیول شوه. ولسمشر اردوغان وویل چې امریکا غواړي چې په خپلو هغه درواغو چې وايي د هر ترهګر لپاره يي یوه ټیلر وسلې لیږدلي دي مونږ ته فریب راکړي. خو د هغوې اصلي څیره په رقه کې په ډاګه شوه. د ترهګرو مشر ته د درناوي سره يي اصلي څیره ټولو ته معلومه شوه. کله چې د جرم سره لاس په لاس ونیول بیا وايي چې د ترهګرو مشر ته درناوی ښه کار ندی.
د سټار ورځپاڼې « د اسلامیت بیرغ اردوغان رپوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د بوسنیا هرزګوینا د ولسمشرۍ د شورا مشر باقر عزت بیګویچ د ولسمشر اردوغان لخوا جوړ شوي د بوسنیا د بڼسټ ایښودونکي علي عزت بیګویچ د مړینې د ۱۴ تلین په مراسمو کې د ګډون نه وروسته د ترکیې د شانلي اورفا ولایت نه لیدنه وکړه. هغه دلته خبریالانو ته وویل « نن ورځ په نړۍ کې د اسلاميت بیرغ یواځې ترکیه او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان رپوي. »
د صباح ورځپاڼې « ترکي ځواکونه په سوریه کې په ډیره مهمه نقطه کې ځای په ځای شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیه د سوریې د ادلیب په ښار کې د امن سیمې د جوړولو په خاطر سیمه د ترهګر نه پاکولو په خاطر پیل کړو عملیاتو ته دوام ورکوي. د ترکیې وسله واله ځواکونه په سیمه کې په ټولو حاکمو نقطو کې ځای په ځای شوي دي. ترکیې د ادلیب او عفرین د ښارونو په پوله کې او د دواړو ښارونو تر ټولو په مهمو د جبل البرکت په سیمه کې ځواکونه ځای په ځای کړي دي. ترکیې په ادلیب کې د ابو ظهور او تفتاناس عسکري هوايي ډګرونه هم نیولي او په سیمه کې د عسکري الوتکو د باامنه الوتنو لپاره زمینه برابره کړې ده .
د خبرترک ورځپاڼې « په ترکیې افتخار کوم » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د خلیج په جګړه کې په سوریه کې د کډوالو په یو کمپ کې زیږیدلي ویوین نوري چې اوسمهال د هالیون د فلمونو لپاره سندرې جوړوي وویل « ترکیه د خپلو دردونو او غمونو سره سره په میلیونونو تنو سوري کډوالو ته غیږې پرانیزې پرانیستې ده چې زه پرې افتخار کوم. د ترکیې نه ډیره زیاته مننه کوم.
د وطن ورځپاڼې « د بوشرا اون غبرګ بري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د معیوبینو د ټینس لوبغاړې بوشرا اون په ریکسهام ښار کې جوړه شوې د فوتورس په سیالیو کې غبرګې اتلولي ترلاسه کړې.
د ترکیې د ټینس د فدراسیون د معلوماتو له مخې بوشرا اون پدې سیالیو کې هم په یواځې او هم په جوړه سیالیو کې اتلولي ترلاسه کړه.
۲۳ کلنه بوشرا اون لومړنۍ ترکیه ده چې د معیوبینو د بایسکل سره د ټینس په سیالیو کې ګډون کوي.