د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې « اروپا ته خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ په کولتوري مرکز کې د بوسنیا هرزګوینا د بڼسټ ایښودونکي او لومړني ولسمشر علي عزت بیګویچ د مړینې د ۱۴ م تلین د مراسمو کوربه توب وکړ. پدې مراسمو کې د بوسنیا هرزګوینا د ولسمشرۍ د شورا غړي باقر عزتبیګویچ او میرمن يي سیمیحا عزت بیګویچ هم ګډون کړی وو.
ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې د وینا پر مهال په اروپا سختې نیوکې وکړې او خبرداری يي ورکړ. ولسمشر اردوغان د اتریش په پلازمینه ویانا په هوايي ډګر کې د سپو سره د ترکي مساپرو د لټولو او په هالنډ کې د ټولټاکنو پر مهال د رامنځته شوو پیښو نه یادونه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې نړۍ د اروپا اصلي څیره ولیده. په اروپا کې موجوده توکمپالي او اسلامي دښمني اروپا د هرې ورځې په تیریدو خپل فلاکت ته نږدې کوي.
ولسمشر اردوغان په اروپا کې د موجودو سیاستونو نه د قیامت د سناریو په توګه یادونه وکړه.
د ینې شفق ورځپاڼې « عبادي انقرې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي سبا چار شنبه د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي. د ترکیې د صدرات ماڼۍ د معلوماتو له مخې د عراق لومړی وزیر به په انقره کې لومړی د چانکایا په ماڼۍ کې د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم سره وګوري. پدې لیدنه کې به د سیمې د امنیت، سولې او استقرار په خاطر د ترکیې او عراق ترمنځه په همکاریو خبرې وشي.
همداشان په لیدنه کې به د سپټمبر په ۲۵ مه نیټه د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې لخوا د ترسره شوي نامشروع ټولپوښتنې او د ټولپوښتنې په منفي اغیزو خبرې وکړي. په لیدنه کې به پدې برخه کې د دواړو هیوادونو لخوا د پورته کیدونکو ګامونو په مسلې هم خبرې وشي.
د صباح ورځپاڼې « ملګروملتونو ترکیه وستایله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ملګروملتونو سازمان د کډوالو عالي کمشنرۍ د ملګروملتونو د بشري چارو د سازمان سره په ګډه د اراکان د مسلمانانو لپاره د مرستو راټولو په خاطر نړۍوال کنفرانس جوړ کړ. دا کنفرانس چې په سویس کې جوړ شوی وو د ترکیې په استازیتوب پکې د جینیوا به دفتر کې د ترکیې دایمي استازي ناجي کورو ګډون کړی وو. ترکیې استازي کنفرانس ته وویل چې ترکیې د روهینګیا د مسلمانانو سره ډیرې زیاتې مرستې کړي او د مرستو راټولو ته دوام ورکوي. د ترکیې مرستې د ۵۰ میلیونو ډالرو نه اوښتي دي.
همداشان په کنفرانس کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنر د ترکیې د مرستو او فدراکارۍ نه ډیره زیاته مننه او ستانیه وکړه.
هغه وویل چې ترکیه نن ورځ په نړۍ کې د هغه هیوادونو په سر کې قرار لري چې د نورو سره مرستې کوي .
د سټار ورځپاڼې « په ترکیه کې استخدام د ۲۴ اروپايي هیوادونو په مقایسه لوړ دی» د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په تیرو ۵ کلونو کې ۲ میلیونه ۳۸۴ زره تنو ته د کار زمینې د برابرولو سره په اروپايی ټولنه کې د استخدام په برخه کې تر ټولو د قوي هیواد لقب ترلاسه کړ. د ترکیې د احصایې او اروپا د احصایې د ادارو د شمیرو له مخې ترکیې په تیرو پنځو کلونو کې ۲ میلیونه ۳۸۴ زرو تنو ته اضافه کارونه پيدا کړي دي. په اروپا کې د ترکیې نه وروسته انګلستان دویم هیواد دی چې تر ټولو ډیر يي خپلو هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده . همداشان یونان، رومانیا، فنلند، سویلي قبرس هغه هیوادونه دي چې استخدام کچه پکې تر هر وخته ډیره زیاته راولیدلې ده .