د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1718971697)
د ینې شفق ورځپاڼې « یوه شپه به پرې په ناڅاپي توګه برید وکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه برخو ته چې غواړي ترکیه محاصره کړي سخت خبرداری ورکړ. ولسمشر اردوغان زیاته کړه « ستراتیژیکو شریکانو او دوستانو ته تر هغه درناوی لرو چې زمونږ حقوقو ته درناوی وکړي. خو که چیرې دوی زمونږ حقوقو ته درناوی نکړي مونږ يي ورته هیڅ نه کوو. »
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په استانبول کې د عدالت او پراختیا ګوند د ځوانانو د شورا په عمومي غونډه کې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې بعضې متفق هیوادونه په سوریه او عراق کې د ترهګرو د دولت د جوړولو هڅه کوي. ولسمشر زیاته کړه کله چې د هیواد د ملي امنیت تر ګواښ لاندې وي ترکیه ددې ګواښونو د لمنځه وړو په خاطر هر ډول ګام پورته کولو ته تیار دی. ترکیه پدې برخه کې د چا نه اجازه هم نه غواړي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې اټاک جنګي چورلکې د نړۍ تر ټولو ښې چورلکې دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د پاکستان لومړي وزیر شاهد حاقان عباسي په استانبول کې د ترکیې د ملي او ځايي جنګي چورلکه اټاک ازمایښتې الوتنه ترسره کړه. عباسي د اټاک په نامه د ترکیې جنګي چورلکه ډیره زیاته وستایله او وویل « ډیره اغیزمنده چورلکه ده. زه د چورلکې د یو پیلوټ په توګه ویلی شم چې دا چورلکه د نړۍ تر ټولو د ښه تعرضي چورلکه ده. څلور کله کیږي چې د پاکستان وسله وال ځواکونه د هوا په هر ډول شرایطو کې دا چورلکه امتحانوي . په واقعیت سره چې دا چورلکه په نړۍ کې لومړۍ لمبر ده. د نوموړو چورلکو په اړه د ترکیې مقاماتو سره زمونږ مذاکرات دوام لري انشاالله چې هر څه ژر په توافق ورسیږو او دا چورلکې د پاکستان د وسله والو ځواکونو په کتار کې په دنده پیل وکړي . »
د صباح ورځپاڼې « ترکیې سمندري ځواک به څو برابره لوړ شي » دسرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د ۶ نوو ماډلونو تحت البحري کښتیو په جوړولو پیل کوي. د هایدورجن نفتو د تکنالوژۍ سره چلیدونکي تحت البحري به د ترکیې د ګولچوک د کښتۍ په فابریکه کې جوړه شي.
د ترکیې د ملي دفاع وزیر نورالدین جانکلي د امریکا لخوا د پې کاکا ترهګرې ډلې د څانګو پې وای ډي او وای پي جي سره د ډیرو زیاتو وسلو مرستې کولو نه په یادونې سره وویل « داسو اټکل کوو چې دا ترهګره ډله به یوه ورځ نه یوه ورځ ددې وسلو سره چې د امریکا لخوا ورته ورکړل شوي دي د ترکیې پر خلاف کار واخلي. د همدې امله مونږ وار د مخه تدابیرو لپاره پوره تیاری نیسو. د الله په مرسته ترکیه د ځايي او ملي وسلو سره خود کفاء کیږي. ددینه وروسته خپلې ډیری وسلې او مهمات پخپله تولیدوي.
د خبرترک ورځپاڼې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو څرګندونو ته ځای ورکړی دی . د بهرنیو چارو وزیر په ترکیه کې د ګرځندوی د سکتور په اړه ویلي دي چې « په راتلوونکو کلونو کې به د ترکیې د هر ګوډ نه ګرځندویان ترکیې ته مخه وکړي. د اوس نه په ترکیه کې په هوټلونو او تفریح ځایونو کې د ځایونو په جلا کیدو پیل شوی دی . د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په انتالیا ولایت کې د ګرځندوی د سکتور د استازو سره په لیدنه کې وکړې. هغه وویل هغه ګرځندویان چې د ځینو لاملونو له امله نورو هیوادونو ته تللي وو هلته د خدماتو او مصارفو له امله خوښ او راضي ندي. ګرځندویان غواړي چې بیرته ترکیې ته مخه وکړي. د نورو سره زمونږ توپیر پدې کې دی چې ترک ملت میله پاله ملت دی. میلمنو ته ډیر ښه خدمت کوي. نه غواړي چې میلمه ترینه خفه لاړ شي. د همدې امله ګرځندویان هم ترکیې ته ترجیح ورکوي. ترکیه هم ډیر د لوړ کیفیت هوټلونه او هم پرمختللې هوايي شرکتونه لري. »