د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

821491
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  « ددې مینې نه لاس واخلئ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ایران نه د راستنیدو پر مهال  یو ځل بیا د عراق په شمال کې د کوردانو په فدرالي ادارې  غږ وکړ چې  د سپټمبر په ۲۵ مه نیټه  د بیلتون په موخه  ترسره کړې  ټولپوښتنه  لغوه کړي. ولسمشر اردوغان  وویل  هر هغه چا  چې  د نوموړې غیرمشروع  ټولپوښتنې  لپاره  زمینه برابره کړي وي  او  د عراق د بیلتون په خاطر يي نسټوني بډ وهلي وي  خامخا به ددې خبرې حساب ورکوي. هغوې په اصل کې په خپل کړي کار نه پوهیږي چې څه کوي. برزاني باید ددې مینې نه لاس واخلي.

د وطن ورځپاڼې  « نوی تاکتیک  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې امنیتي ځواکونو  د هیواد د موغلا په ولایت کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  د ۷ تنو ترهګرو د نیولو نه وروسته  دا ځل پدې ولایت کې  ۵ تنه ترهګر  ووژل . د هیواد د کورنیو چارو وزارت  د مسلې په اړه  په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  « د پې کاکا   ترهګرې ډلې غړي چې    د سوریې د لازقیه  ښار نه  د سمندر له لارې د ترکیې د ایژې او مدیترانې  ولایتونو ته  راغلي وو او غوښتل يي چې ورانکارانه فعالیتونه وکړي له منځه یوړل شول. »

همداشان د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي دي  چې ترهګرو ترکیې ته د راننوتلو  تاکتیک  بدل کړی دی. مخکې به دوې  د عراق د شمال نه ، د ایران او افرین نه  ترکیې ته د راننوتلو هڅه کوله  چې اوس يي خپل تاکتیک  بدل کړی دی. د ترکیې امنیتي ځواکونه به دوې ته  د ساه اخیستو فرصت هم  ورنکړي.

د سټار ورځپاڼې  «  اراکان وژل کیږي، نړۍ چیرته ده  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو وزیرې  فاطمه بیتول سایان کایا  د روهینګیا د مسلمانانو د عام وژنو په خاطر  د ښځینه  ملکي سازمانونو او مدني ټولنو د استازو سره لیدنه وکړه.

د وزیرې پدې غونډه کې  په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې په روهینګیا کې بې ګناه ښځې او ماشومان  د ټولنې نړۍ د سترګو پر وړاندې په بې رحمانه  توګه په قتل رسول کیږي او نړۍ ننداره کوي. پداسې یوه نړۍ کې  هیڅوک  د مدنیت  او بشري حقونو  ادعا او د دعوا  حق  نلري. هغه وویل که چې  ټوله نړۍ پدې ظلمونو ړنده، ګڼه  او ګونګه  شي  ترکیه  به  د مظلوم  ترڅنګ  د ظالمانو پرخلاف  غږ اوچتولو ته  دوام  ورکړي. ترکیه به مظلومانو ته  لاس اوږدولو ته دوام  ورکړي.

د حرییت ورځپاڼې  « تولې ورته ژوند بدل کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په یتیم خانه کې  لویه شوې  ماروه باش اوغلو د خپل  ښوونکي  د تاثیر لاندې  د راتلو له امله  د تولې په غږولو  پیل وکړ. تولې  د ماروې  باش اوغلو ژوند  بدل کړ. ماروه باش اوغلو  لومړی  د ترکیې  د بیلکنت په پوهنتون کې  د ښکلو هنرونو  د تولې  څانګې نه د فراغت  نه وروسته  د نړۍ تر ټولو  د ښو پوهنتونونو د فرانسې  د نیس پوهنتون د ښکلو هنرونو لخوا  قبوله شوه. د ماروې باش اوغلو د پوهنتون  مصارف  د ولسمشر اردوغان میرمن امنې اردوغان  او د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو وزیرې  فاطمه بیتول سایان کایا په غاړه اخیستې  دي.

د حرییت ورځپاڼې  « د بري نه پرته بله لار  نشته  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې د فوټبال  ملي لوبډله  د ۲۰۱۸ کال  د نړۍوال جام  د غواړي سیالیو په ترڅ کې نن شپه  په ۹ بجو او ۴۵ دقیقو د ایسلنډ هیواد د ملي لوبډلې سره سیالي کوي. د ترکیې ملي لوبډله  پدې سیالي کې د بري نه پرته بله لار نلري.



اړوند خبرونه