د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/3793/859f/ea55/599bd34e23d4d.jpg?time=1718756355)
د سټار ورځپاڼې « د سیمې د سولې په خاطر مطابقت » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سبا د اکتوبر څلورمه د ایران پلازمینې تهران ته د سفر نه مخکې د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار د رسمي لیدونو کتنو په موخه تهران ته سفر کړی دی. لوی درستیز اکار په تهران کې د خپل ایراني سیال محمد باقري سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. هغه خبري غونډې ته وویل چې د ایران سره په هره مسله کې مطابقت ته ورسیدو. د ویلو ده چې ایران او ترکیه د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې لخوا د ترسره شوې غیرې قانوني ټولپوښتنې له امله په فدرالي ادارې د لګولو بندیزونو، د موجودو ګواښونو پر خلاف په عسکري برخو کې د ګډې همکارۍ، ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې او پولو د امنیت په مسله کې په مطابقت ورسیدل.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي پداسې حال کې چې په نړۍ کې د هوايي کرښو شرکتونه پرله پسې افلاس کوي د ترکیې د هوايي کرښو شرکت ودې او پراختیا ته دوام ورکوي.
په ۲۰۰۸ کال کې د رامنځته شوي نړۍوال اقتصادي بحران نه وروسته د بیو د لوړیدو او مساپرو د کمیدو له امله د تیرو ۹ کلونو په دننه کې یو زیات شمیر هوايي شرکتونو افلاس وکړ. د انګلستان د مونارچ ایرلایین هوايي شرکت پرون خپل افلاس اعلان کړ. دا د ۲۰۱۷ کال په دننه کې څلورم هوايي شرکت دی چې افلاس کوي. پداسې حال کې چې په نړۍ کې د یو زیات شمیر هیوادونو هوايي شرکتونه د سختو مالي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي د ترکیې هوايي کرښو شرکت د نوو الوتکو د رانیولو سپارښتنه وکړه. د ترکیې د هوايي کرښو شرکت په ۲۰۱۷ کال کې د مساپرو د انتقال په برخه کې هم ریکاټ مات کړ. په ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې د هوايي کرښو شرکت اړوند الوتکې په اوسط ډول سره ۸۴ عشاریه ۳ سلنه ډکې ډکې الوتنې کړي دي. د ترکیې هوايي کرښو شرکت تیره میاشت د ۴۰ نوو ، لویو او پرمختللو الوتکو د رانیولو په خاطر سپارښتنه ورکړه.
د وطن ورځپاڼې « ترکیه د اروپا او اسیا د لویو وچو ترمنځه د پل دنده ترسره کوي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم وویل چې ترکیه هم د جغرافیوي او هم د مدنیت او کولتور له پلوه د اروپا او اسیا د لویو وچو ترمنځه د پل دنده اجرا کوي.
لومړي وزیر ییلدرم دا څرګندونې په استانبول کې جوړه شوې د کار د نړۍوال سازمان د اروپا د سیمې په لسمه غونډه کې وکړې. هغه وویل لکه څرنګه چې ترکیې د مدنیتونو ترمنځه د جګړو مخه نیولې همداشان د مدنیتونو د یووالي په خاطر هم ډیر کار کوي. ترکیه د ختیځ او لویدیځ ترمنځه د پله حثیت لري. هغه وویل چې د کار نړۍوال سازمان سږ کال پداسې یو هیواد کې خپله غونډه جوړه کړې ده چې نړۍ کې تر ټولو لوی هوايي ډګر جوړوي چې د ۳ ساعته الوتنې سره کولی شي د نړۍ ۵۶ هیوادونو ته ورسیږۍ.
د صباح ورځپاڼې « ترکیه د خپل دفاعي تولیداتو ته خپلواکه کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملي دفاع وزیر نورالدین جانکلي وویل « د ترهګرۍ سره د مبارزې پدې حساسو شپو ورځو کې د ناټو یو زیات شمیر غړي هیوادونه په ترکیې په نقدو پيسو د وسلو د پلورولو نه ډډه کوي. د همدې امله ترکیې دفاعي صنایعو تولیداتو ته ډیره زیاته پاملرنه پیل کړې ده. » هغه دا څرګندونې د حربي پوهنتون د فراغت په مراسمو کې وکړې. هغه وویل چې ، نن ورځ هغه هیوادونه چې په ترکیې د وسلو پلورولو نه ډډه کوي ترهګریزو سازمانونو ته په وړیا توګه وسلې ورکوي. د همدې امله ترکیه مجبوره ده چې پخپله ځان ته دفاعي سیستم جوړ کړي. هغه وویل ترکیې پدې وروستیو کلونو کې د دفاعي صنایعو په برخه کې ډیر مهم ګامونه اوچت کړي دي چې تر ډیره حده يي هیواد د وسلو او مهماتو په برخه کې خپلواکه کړې دی.
د خبرترک ورځپاڼې « مودیز او فیچ درجه بندیزو سازمانونو د ترکیې په اړه خوشبیني ښودلې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د موزیز او فیج د اقتصادي درجه بندیو نړۍوالو شرکتونو د ترکیې د کلنۍ اقتصادي ودې لپاره د ټاکل شوي رقم نه په اړه خوشبیني ښودلې ده. د مودیز شرکت د ترکیې د روان کال اقتصادي وده ۵عشاریه ۵ سلنه اټکل کړې ده. همداشان د فیچ سازمان بیا ویلي دي اټکل کوي د روان کال په دریمه ربع کې د ترکیې اقتصاد ۷ سلنه وده وکړي.