د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

815140
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « اردوغان برزاني ته سفر خبرداری ورکړ: د زبرځواکونو سره هم مبارزې ته تیار یو »  د سرلیک لاندې  دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  ویلي دي چې د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې مشر مسعود برزاني  د ترکیې سره  د مشورې  نه پرته  د بیلتون په خاطر  د ټولپوښتنې د ترسره کولو پریکړه وکړه. دا په ښکاره توګه  د ترکیې سره خیانت  دی. ولسمشر اردوغان زیاته کړې  « که چیرې  د رایو د صندوقونو د خلاصولو نه مخکې  او رایو د شمیرولو نه مخکې  د پې کاکا ترهګرې ډلې پلویان  خوښي کوي او جشنونه نیسي  دا پخپله ددې ښکارندويي کوي چې  دا ټولپوښتنه  معصومیت او مشروعیت نلري. په هوش راشۍ. ددې خوب نه راویښ شۍ. ددې تورتم  ماجرا نه لاس واخلئ. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  د عراق په شمال کې د فدرال ادارې لخوا د ټولپوښتنې د ترسره کولو نه وروسته د هغوې پر خلاف  د بندیزونو لګولو په خاطر  د اقتصادي برخو نه نیولې تر عسکري تر سیاسي ټول انتخابونه  د غور لاندې دي. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه  د دا ډول  تهدیدونو پر وړاندې د مبارزې طاقت او توان لري. خو مونږ  غواړو چې  دا مسله  یواځې د سولې  او مذاکراتو له لارې حل شي. که چیرې  د سولې او مذاکراتو  لار وتړل شي  بیا ترکیه په خپل لاس کې  د هر ډول امکاناتو د کارولو نه ډډه نه کوي.

ولسمشر اردوغان وویل  ځیني برخې به  فکر کوي چې ترکیه  د سوریې په مسله کې  مصروفه  ده  او عراق ته يي  پام  ندی  او یا نشي کولی چې  دلته مبارزه وکړي  غلط فکر کوي او ځانونو ته  فریب ورکوي. ترکیه  د اړتیا په صورت کې  د ۷ جهانونو سره هم  مبارزې ته  تیاره ده. دا طاقت او توان هم په  ځای کې ګوري.

د وطن ورځپاڼې  « خبرداری  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې  وسله والو ځواکونو  د عراقي ځواکونو سره په ګډه  د ترکیې د شرناق ولایت د سیلیوپي په ولسوالۍ کې  د عراق د شمال د حابور د پولې ترڅنګ  په عسکري تطبیقاتو پیل کړی دی. په خبر کې راغلي دي چې پدې تطبیقاتو کې چې ټانکونو او زغروالو موټرو هم ګډون کړی دی د عراق په شمال کې  فدرالي ادارې ته غوڅ پیغام واستول شو. پدې تطبیقاتو کې حقیقي  مرمۍ  کارول کیږي.

د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي  د ترکیې  د اروپايي ټولنې د چارو وزیر او سر مرکچي  عمر چیلیک وویل « که چیرې  اروپا د ترکیې سره  د غړیتوب  مذاکراتو وځنډوي  دا به  د هغوې سره د مذاکراتو  د پرې کولو په معنا وي. ددې سره به ترکیه د ټولنې د غړیتوب په خاطر  مذاکرات پایته ورسوي. دا مسله د ماشومانو لوبې ندي. مونږ څوک  غولولې  نشي. که چیرې ټولنه ووايي چې مونږ مذاکرات  ځنډو  او پرې کوو يي نه  خو زمونږ لپاره داسې  بهانه  نه چلیږي.

د سټار ورځپاڼې  « ترکیه به د انرژۍ د تکنالوژۍ په برخه کې د تولید په مرکز بدله شي»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړنۍ د نوې کیدونکې انرژۍ لیسه  په انقره کې پرانیستل شوه. د انرژۍ وزیر  پدې مراسمو کې  وویل چې  « نن ورځ په ترکیه کې د نوې کیدونکې انرژۍ  د ښوونځي پرانیستل  ددې ښکارندويي کوي چې ترکیې پدې تیرو ۱۵ کلونو کې  په هره برخه کې  په کومه اندازه  بدلونونه راغلي دي. هغه وویل چې  په ترکیه کې د انرژۍ په برخه کې پورته کیدونکي ګامونه یواځې  مونږ  خپلواکه  کوي نه بلکې  ددې سره سم  د تجارت مخه پرانیزي. انشاالله چې ترکیه به ددې سره  د انرژۍ د تکنالوژۍ د تولید په برخه کې  په مهم مرکز بدل شي.

د ینې شفق ورځپاڼې  ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د فوټبال د لوبډلو نه  بیشکتاش  د اروپا د اتلانو د لیګ د سیالیو په ترڅ کې  خپله لومړنۍ  سیالۍ  د پورتو  لوبډلې سره وکړه . بیشکتاش  پدې سیالۍ کې د پورتو لوبډلې ته  ستره ماتې ورکړه  . بیشکتاش  دویمه  لوبه  د جرمني د رید بول لیبزیګ  د لوبډلې نه هم  وګټله. د اروپه د اتلانو د لیګ په سیالیو کې د ترکي لوبډلو نه بیشکتاش لومړنۍ  لوبډله ده چې  دوه لوبې پرله پسې ګټي.



اړوند خبرونه