د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/3793/859f/ea55/599bd34e23d4d.jpg?time=1719238306)
د وطن ورځپاڼې « اړیکو مو په ډیره ښه سویه کې قرار لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د ملګروملتونو په عمومي مجلس کې د ګډون په موخه امریکا ته تللی دی تیره ورځ په نیویارک کې د نوموړي هیواد د ولسمشر دونالد ټرامپ سره لیدنه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې لیدنې ۵۰ دقیقې دوام وکړ.
په لیدنه کې د سیمه ییزو مسلو د حل په خاطر د همکاریو د کچې په لوړولو او ټولو ترهګرو ډلو سره د مبارزې په مسلې خبرې وشوې.
همداشان دواړو مشرانو د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۲۵ مه د عراق په شمال کې د فدارالي ادارې لخوا د عراق نه د بیلتون په خاطر د ټولپوښتنې د ترسره کولو په مسلې هم خبرې وکړې. دواړو مشرانو دې مسلې سره سخت مخالفت وښود او وویل چې دا ډول ګامونه د سیمې امنیت د جدي ګواښ سره مخامخوي.
ولسمشر ټرامپ په امریکا کې د ولسمشر اردوغان نه میلمه پالنې او کوربه توب له امله خوښي څرګنده کړه او وویل چې « ستاسې سره د لیدنې او امریکا ته د راتګ له امله ډیر خوښ یم. »
ولسمشر اردوغان د ټرامپ سره د لیدنې نه وروسته دواړو په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان دلته خبریالانو ته وویل چې « د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د ګډون په موخه امریکا ته راغلي وو چې پدې چوکاټ کې مو د قدرمن دوست ښاغلي ټرامپ سره دوه په دوه او د هیتانو ترمنځه لیدنې وکړې.
ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې د امریکا لخوا د داعش پر وړانډې د مبارزې په بهانه د وای پي جي او پي وای ډي ترهګرو ډلو سره د مرستو له امله امله خپله ناراحتي اظهار کړه.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې ملي شورا فوق العاده غونډه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي شورا د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې لخوا د عراق نه د بیلتون او جلا کیدو په خاطر د سپټمبر په ۲۵ مه نیټه د ټولپوښتنې د ترسره کولو په مسلې د غور کولو او عراق ته د ترکي ځواکونو د احتمالي تګ د اجازې په مسلې د خبرو لپاره فوق العاده غونډه کوي.
د ترکیې د وزیرانو شورا غواړي چې د عراق په شمال کې د سپتمبر د ۲۵ مې نیټې نه مخکې عسکر واستوي. د همدې امله يي د اجازې د ترلاسه کولو په خاطر ملي شورا ته وړاندیز کړی دی . د ویلو ده چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د عراق په خاوره کې د عملیاتو د ترسره کولو په خاطر د اجازه نامې موده د اکتوبر په ۲ یمه نيټه پایته رسیږي. حکومت ددې اجازه نامه د مودې د غځولو هڅه کوي. د ترکیې ملي شورا سبا د خالي ورځ پدې مسلو د غور کولو په خاطر فوق العاده غونډه کوي.
د خبرترک ورځپاڼې « که چیرې په دریمه ربع کې اقتصادي وده ۶ سلنې نه واوړي نړۍوال ریکاټ به مات کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي د ترکیې د مستقلو صنایعګرانو او سوداګرو د ټولنې لخوا په نیویارک کې جوړه شوې د ترکیې او امریکا په ګډه اقتصادي غونډه کې وینا وکړه. هغه په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل « ترکیې تیر کال ۳ عشاریه ۲ سلنه اقتصادي وده کړې وه. سږ کال يي په لومړنیو دوو ربعو کې ۵ عشاریه ۲ سلنه اقتصادي وده کړې ده . که چیرې په وروستۍ ربع کې اقتصادي وده د ۶ سلنې واوړي دا به په نړۍ کې ریکات وي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د انرژۍ په برخه کې همکاري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې فعالیت کوونکی د روسیې اړوند د لوک ایل په نامه د نفتو شرکت د ترکېې د میلر په نامه د یو لوی شرکت سره د تړون د لاسلیکولو سره په ترکیه کې د ۶ نوو نماینده ګیو د پرانیستو پریکړه وکړه.
د یاد شوي شرکت مشر ویلي دي چې د ترکیې په چناق کلا ولایت کې د ۶ نوو نماینده ګیو د پرانیستو سره دې شرکت د ترکیې او روسیې ترمنځه د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ نوې پاڼه پرانیسته . هغه وویل چې ترکیه زمونږ لپاره یو ډیر مهم موقعیت او بازار دی. د همدې امله پدې هیواد کې به پانګه اچونې څو برابره لوړې کړو.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې تر ټولو لوی ښاري روغتون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ادانا په ولایت کې د هیواد په کچه تر ټولو لوی ښاري روغتون په فعالیت پیل وکړ.
دا روغتون به د ادانا ولایت سربیره شاوخوا ۹ نورو ولایتونو ته هم خدمت وکړي.
د ویلو ده چې دا روغتون د نړۍ په ستندردونو او ډیرې پرمختللې تکنالورۍ او طبعي ماشین الاتو سمبال دی.