د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

790811
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  « اردوغان د مکرون سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د فرانسې د ولسمشر مانویل مکرون سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې  پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو  د سوریې په روانو پرمختګونو او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې خبرې وکړې.

همداشان دواړو مشرانو په راتلوونکي اوونۍ کې یو ځل بیا د خبرو کولو  پریکړه وکړه.

د حرییت ورځپاڼې  لیکلي دي چې د هیواد د مالیې وزارت  د روان میلادي کال د جولای د میاشتې بودیجه او  مصارافات  اعلان کړ. د مالیې وزارت د شمیرو له مخې  په جولای میاشت کې  ۵۲ عشاریه ۵ میلیارده ترکي لیرې  عواید شوي دي چې ددې په مقابل کې  ۵۱ عشاریه ۵ میلیارده ترکي لیرې په مصرف رسیدلي دي. په خبر کې راغلي دي چې  پداسې حال کې چې د تیر کال  د جولای په میاشت کې  د مالیې نه  ۴۲ عشاریه ۵ سلنه عواید ترلاسه شوي وو سږ کال بیا  د عوایدو کچه ۲۳ عشاریه ۳ سلنې په لوړیدو سره  ۵۲ عشاریه ۵ سلنې ته  رسیدلي دي.

د صباح ورځپاڼې « په استخدام کې ریکاټ مات شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د فبروري په ۷ مه نیټه د استخدام په برخه کې د سفربرۍ د اعلانولو نه وروسته  د مې په میاشت کې استخدام  په برخه کې ریکاټ مات شو. د ترکیې د احصایې ادارې د شمیرو له  مخې  د روان میلادي کال د مې په میاشت کې  په هیواد کې د بې کارۍ کچه لس عشاریه ۲ سلنې ته راټیټه شوه. پدې میاشت کې د استخدام  شمیره  ۲۸ میلیونه او ۴۸۸ زره تنو ته  ورسیده.

د هیواد د ولسمشر اردوغان لخوا د استخدام  په اړه د سفر برۍ د اعلانیدو نه وروسته  د فبروري، مارچ ، اپریل او مې په میاشتو کې جمعآ  یو میلیون او ۸۱۶ زره تنه  بې کاره  کسانو ته  کار ورکړ شوی دی او استخدام شوي دي.

پدې څلورو میاشتو کې په اوسط ډول سره   هره ورځ  ۱۵ زره ۱۳۳ تنه استخدام شوي دي.

د ینې شفق  ورځپاڼې « ۲۷۰۰ کلن سینګار توکي  موزیم ته  سپارل کیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اورارتو د پاچاهۍ  د دورې  تر ټولو د شاندارو ساختارونو نه  د ایانیس په کلیسا کې  تاریخي  کیندنۍ او تاریخي اثارو د تثبیت چارې پیل شوي دي. تاریخ پوهانو  او متخصصینو  د یادې شوې کلیسا  د سینګار په موخه د کار شوو ځینو توکو  د بعضو کمبودو پارچو او ټوټو  د پوره کولو  په خاطر  چارې پیل کړي دي.

د ویلو ده چې دا کلیسا  د ترکیې د وان جهیل  ترڅنګ  د یوې دنګې  تپې  د پاسه  ۲۷۰۰ کاله مخکې  د اورارتو د پاچا دویم  روسا  لخوا  جوړه شوې ده . په خبر کې راغلي دي چې پدې کلیسا کې  د تیرو دوو کلونو راهیسې تاریخي چارې دوام لري. کارپوهان  به  د کلیسا د ځینو برخو  نړیدلي  ټوټې او پارچې په ډیر ځانګړي مهارت سره  بیرته مرمت  او کلیسا به د نندارچیانو پر وړاندې  پرانیزي.



اړوند خبرونه