د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/4e03/04dd/142a/583d734fa320b.jpg?time=1718971274)
د سټار ورځپاڼې « په ترکیه کې ۷۰ سلنه پانګه اچونه د اروپا نه کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې په نړۍ د پانګه اچونې په برخه کې د جیوپولتیک خطراتو او ناڅرګندۍ اغیزې لا ډیرې محسوس کیږي خو په ترکیه کې د روان کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې د نړۍ د پنځو لویو وچو نه پانګې راروانې دي. .
پدې پنځو میاشتو کې په ترکیه کې په مخامخ ډول د پانګه اچونو کچه د ۱۱ سلنې لوړیدو سره ۴ عشاریه ۷ میلیارده ډالرو ته رسیدلې ده .
د ترکیې د احصایې د ادارې د شمیرو له مخې په ترکیه کې د اروپا او امریکا لخوا په مخامخو سرمایه ګذارۍ کې د پام وړ لوړوالی راغلی دی. همداشان د خلیج او لرې ختیځ هیوادونو مخه ترکیې ته پر لورې راګرځیدلې ده .
د صباح ورځپاڼې « ترکیه د بادي انرژۍ په برخه کې په اروپا کې څلورم ځای لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د روان کال د جنوري او جون میاشتو ترمنځه د ۳۷۷ میګاواټه برښنا د تولید په ظرفیت د بادي انرژۍ د توربینونو د جوړولو سره په اروپا کې په څلورم مقام کې ځای نیولی دی.
د اروپا د بادي انرژۍ د ټولنې د څرګندونو له مخې د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د په ټوله اروپا کې د ۶۱۰۰ میګاواټه برښنا د تولید په ظرفیت بڼسټونه جوړ شوي دي.
پدې چوکاټ کې جرمني د ۲۲۰۰ میګاواټه ظرفیت سره په لومړني کتار کې ځای لري.
همداشان انګلستان د ۱۲۰۰ میګاواټه ظرفیت سره په دویم، فرانسه د ۴۹۲ میګاواټه سره په دریم او ترکیه بیا د ۳۷۷ میګاواټه سره په څلورم کتار کې ځای لري.
د خبرترک ورځپاڼې « چین ۲۰۱۸ کال کې د ترکیې د ګرځندوی د کال په توګه اعلان کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سیاحتي نماینده ګیو ټولنې غړي او چین سره د ګرځندوی په برخه کې فعالیت کوونکي شرکتونو په چین کې ۲۰۱۸ کال کې د ترکیې د ګرځندوی د کال په توګه د اعلانولو په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ.
د ترکیې د سیاحتي نماینده ګیو ټولنې ویلي دي چې چین ۲۰۱۸ کال د ترکیې د ګرځندوی د کال په توګه اعلان کړ.
د سټار ورځپاڼې « هانګ کانګ ته د ایوه لک زیتونو په صادراتو پيل وشو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بالکیسیر ولایت د ایوه لک ولسوالۍ د زیتونو یوې فابریکې هانګ کانګ ته د زیتونو، زیتون غوړو، صابون، زیتون مربا، زیتون شیدو، خوږو او کولینیا په صادراتو پیل کړی دی. یاد شوي شرکت د روان میلادي کال په لومړنیو ۶ میاشتو کې ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
یاد شوي شرکت مشر ویلي دي چې انشاالله د صادراتو کچه به لا پسې لوړه کړي.
د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي په لندن کې جوړه شوې د منډې وهلو په ۱۶ م نړۍوالو اتلولیو په سیالیو کې د ترکیې استازي رامیل ګلیوف د ۲۰۰ مترو منډو په سیالۍ کې نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړه. هغه به د خپل رقیب سره د پایلوبې په خاطر سیالي وکړي.