د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9dae/fe70/d8c2/595dda76ae79b.jpg?time=1718928665)
د صباح ورځپاڼې « اردوغان د قطر ستونزې د حل په خاطر خلیج ته سفر کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر او خلیج هیوادونو ترمنځه د روانې کشالې د حل په خاطر د جولای په ۲۳ مه نیټه خلیج ته سفر کوي. ولسمشر اردوغان به د خپل دې سفر په ترڅ کې سعودي عربستان، کویټ او قطر نه لیدنه وکړي. ولسمشر اردوغان به لومړی سعودي عربستان ته سفر وکړي. د سعودي د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره به وګوري.
ولسمشر اردوغان به د سعودي د پاچا ملک سلمان نه د نوموړي ستونزې د حل په خاطر د لا رغنده او فعاله رول د لوبولو غوښتنه وکړي.
ولسمشر اردوغان به وروسته د نوموړي حل په خاطر د منځګړي رول لوبوونکي کويټ ته سفر وکړي. ولسمشر اردوغان به د کويټ د امیر شیخ صباح سره د لیدنې نه وروسته قطر ته سفر وکړي. ولسمشر اردوغان به د قطر د امیر شیخ تمیم سره وګوري.
د سټار ورځپاڼې « د استونیا نه مننه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې لومړي وزیر بنعلی ییلدرم د استونیا د بهرنیو چارو وزیر سیفن مکثر نه په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د پوره غړیتوب نه د استونیا د هیواد د پوره ملاتړ له امله مننه وکړه.
لومړي وزیر د مکثر سره د لیدنې پر مهال د استونیا هیواد ته د اروپايي ټولنې د موقتي مشرۍ د په غاړه اخیستو له امله د لا زیاتو بریالیتبونو غوښتنه وکړه.
لومړي وزیر وویل چې په اروپايي ټولنه کې د اړیکو د پرمختګ په برخه کې د استونیا هلې خلې د سیمې د امنیت پلوه ځانګړې اهمیت لري.
د استونیا د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ هیت یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې په ټولنه کې د ترکیې د پوره غړیتوب د بهیر نه پوره ملاتړ کوي او د اړیکو د پراختیا په برخه کې به ثابت ګامونه اوچت کړي.
د خبرترک ورځپاڼې «د قبرس په اړه نوی بحیر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د استونیا د بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.هغه دلته د قبرس د ستونزې اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې « د قبرس په اړه ددینه وروسته نوی بحیر پیلیږی.قبرس مسله د ټول عمر لپاره په اوسني حالت پاتې کیدای نشي. »
هغه زیاته کړه چې د سویس بهیر ناکامه شو او هیڅډول پایلې ترینه ترلاسه نشوې. هغه د قبرس په اړه جوړ شوي کنفرانس ته په اشارې سره وویل چې د قبرس ستونزه تل زمونږ وړاندې یو لوی خنډ دی. خو د سویس کنفرانس ټول ته دا په ډاګه کړه چې څوک د قبرس د ستونزې د حل پلوي کوي او څوک ورسره مخالفت کوي. د ملګروملتوو سرمشي په اروپا کې دا هر څه په خپلو سترګو ولیدل.
د بهرنیو چارو وزیر په ختیځه مدیترانه کې د سویلي قبرس لخوا د یو پلو هیدروکاربن د فعالیتونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، یو پلوي ګامونه اوچتول سمه خبره نده ځکه چې د قبرس په ټولو زیرمو کې او مځکې لاندې په شتمنیو کې شمالي قبرس هم مساوي حق لري.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي چې په ترکیه کې د چاپیر ساتنې او د ملي پارکونو عمومي ریاست د حیواني او نباتي تنوع د ژغورنې او راتلوونکو نسلونو ته د انتقال په خاطر مهمې پروژې د لاسه لاندې نیولي دي.
د ویلو ده چې د نوموړو پروژو او چارو په ترڅ کې د هیواد په دینیزلي ولایت کې یو نوی ډول بوټی کشف شو.
د ترکیې د ځنګلونو او اوبو د چارو وزیر وایسل ایراوغلو وویل چې د هیواد د نباتي او حیواني بډاینې ساتنه زمونږ دنده ده.