د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

768936
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « ډیر خواشیني یو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سربرینیتسا د ستر قتل عام  د ۲۲ کلیزې له امله  پیغام خپور کړ. ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د نوموړي قتل عام  عاملین باید  د محاکمه شي. ولسمشر اردوغان  ویلي دي چې  د سربرینیتسا  د ستر قتل عام  هیرولو، خفیفولو، انکار  او پدې قتل عام  خاورو اچولو  ته  باید هیڅوخت اجازه ورنکړی شي.

د سټار ورځپاڼې  « ولسمشر د شهیدانو په هدیرو کې  د قرانکریم تلاوت وکړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په استانبول کې  د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا د شهیدانو د هدیرې زیارت ورکړ. ولسمشر اردوغان  دلته د شهیدانو په هدیره کې د قرانکریم  تلاوت  او د هغوې په خاطر يي دعا وکړه.

د صباح ورځپاڼې  « د جولای د ۱۵ مې کودتا  په اړه د نړۍ سترو ته معلومات ورکول کیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جولای ۱۵ مه د ناکامې کودتا د لومړنۍ کلیزې په خاطر د ترکیې او نړۍ د مهمو او پيژندل شوو شرکتونو د مشرانو سره  لیدنه وکړي. پدې لیدنه کې به تر ۳۵۰ نړۍوال شرکتونه ګډون وکړي. ولسمشر اردوغان به نوموړو شرکتونو ته  ترکیه ډاډمند  بندر  دی  او راشۍ په ترکیه کې پانګه اچونه وکړۍ  پیغامونه هم  ورسوي.  

د ینې شفق ورځپاڼط  «  دا بې معنا غوښتنه  ده  »  د سرلیک لانډې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په سویس کې  د قبرس د مذاکراتو په اړه وویل چې  ترک لوري ډیر ساختاري  رول  ولوبو. سره ددې چې مونږ  ډیر مهم رول  ولوبو  خو  سویلي قبرس  لوري  بې معنا  او د نه منلو وړ  غوښتنې وکړې.

د خبرترک ورځپاڼې  «  د سوپر لیګ  قرعه کشي  وشوه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې  د فوټبال د سوپر لیګ  اتلولۍ په خاطر  د ترکیې د فوټبال د فدراسیون  د ریوا  په اداري مرکز کې  قرعه کشي وشوه.

د قرعه کشۍ  له مخې  د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو  د سوپر لیګ  اتلولي سیالۍ کې  د پلان له مخې  د اګست په ۱۱ ، ۱۲ ، ۱۳  او یا ۱۴ نیټو  پیل شي. د سوپر لیګ  لومړنۍ نیمايي لوبې به  د ۲۰۱۷ کال  د دسمبر په ۲۴مه نیټه پایته ورسیږي. همداشان دویم  نیمايي لوبې به يي د ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۱۹ مه نيټه  پیل شي. دا لوبې به  د ۲۰۱۸ کال د مې تر ۲۰ مې نیټې دوام وکړي.

 



اړوند خبرونه