د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

764836
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د حرییت ورځپاڼې  « ترکیې  جرمني ته اعتراضي یادداشت  ورکړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  په جرمني کې  د فیلیپ روچ په نامه د یو هنرمند لخوا د نوموړي هیواد د صدارات ماڼۍ په مخکې  د ولسمشر اردوغان په ګډون د نړۍ د بعضو مشرانو د انځورنو  په ځوړولو سره  مظاهره  په کلکو ټکو وغندله. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  د نوموړي هنرمند لخوا په ځوړول شوو شعارونو کې  لیکنې او د انځورونو ترڅنګ  مشران  په ښکاره توګه په مرګ ګواښل او شدت ته د خلکو  راهڅول  د منلو وړ خبره نده.

په څرګندونو کې راغلي دي چې تر ټولو  د خواشینۍ خبره خو داده چې  دا ټول د جرمني د پولیسو د سترګو پر وړانډې کیږي  او پولیسو  يي په اړه هیڅډول  اقدام  ونکړ. دا مسله  په جرمني کې  د توکم پالنۍ او بهرنیو سره دښمني کومې کچې ته د رسیدو  ښکارندويي کوي. ترکیې  پدې اړه خپل اعتراض  په انقره کې  د جرمني سفیر ته  د یو اعتراضي  یادداشت  په ورکولو  وښود.

د خبرترک ورځپاڼې  «  د جولای د پنځلمې د کودتا لومړنۍ کلیزه  »  د سرلیک لانډې لیکلي دي ، د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند مرستیال او ویاند  ماهر اونال وویل چې د جولای د ۱۵ مې کودتا  د کلیزې په مراسمو کې به  د ګوند  په توګه په ډیره لوړه کچه  ګډون وکړو. د جولای د ۱۵ او ۱۶ مو نیټو  ترمنځه په شپه کې به د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون  ټوله شپه  د ډیموکراسۍ په نوبت  تیره کړو. پدې شپه به په ټولو هغه سیمو کې چې  د مقامت  په سمبولونو بدلې شوي دي  تر سهاره پورې  د ډیموکراسۍ  نوبت  ونیول شي  .

د وطن ورځپاڼې   لیکلي دي په ترکیه کې  د روغتیا ګرځندوی  سکتور  د هرې ورځې په تیریدو سره  وده کوي. په ترکیه کې  د پلاستیکي جراحي نه نیولې تر غاښونو، ویښتو کینولو، سترګو  تداوۍ پورې  په یو زیات شمیر برخو کې بهرنیان  ترکیې ته ترجیح ورکوي. په خبر کې راغلي دي چې په تیرو پنځو کلونو کې  د روغتیا ګرځندوی سکتور  په کال کې ۶ میلیاردو ډالرو ته  رسیدلی دی.

په خبر کې راغلي دي چې  سږ کال  تمه کیږي چې  ۶۰۰ زره تنه  بهرني ناروغان په ترکیه کې تداوي شي  او ددې سکتور نه ۶ میلیارده ډالره  ترلاسه شي. همداشان ترکیې تر ۲۰۲۳ کاله د روغتیا د ګرځندوی په سکتور کې هدف  ۲۰ میلیارده ډالره ټاکلی دی. په خبر کې راغلي دي چې  تر ټولو ډیر د جرمني، هالنډ، عراق، لیبیا او اذربایجان خلک  د روغتیا په برخه کې ترکیې ترجیح ورکوي.

د ینې شفق ورځپاڼې  لیکلي دي د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  په استانبول کې  د ولسمشرۍ اړوند  د تارابیا  په مانۍ کې  اخیستي عکسونه  د ټولنیزې مډیا له لارې شریک کړل.

د صباح ورځپاڼې  لیکلي دي د ترکیې د انتالیا  ولایت د کاش  ولسوالۍ چې په نړۍ کې  د لامبو سپورت  او غوټو وهلو  د مینه والو د جاذبې مهم  مرکز  دی  د موجود پوتانشیل  د لوړولو په خاطر يي  مهم  ګام اوچت کړ.

ددینه وروسته د انتالیا ولایت د کاش په ولسوالۍ کې  د لامبو او غوټې وهلو  موسم هیڅ پایته نه رسیږي. کال دولس میاشتې  ګرځندویان  او مینه وال کولی شي چې دلته  غوټې ووهي.

د کاش د ولسوالۍ ولسوال بلګي خان  بایر په مشرۍ  د کاش د څلورو موسمونو په نامه  دد پروژې د بڼسټ ډبره کیښودل شوه. ددې پروژې سره به د کاش ولسوالۍ په مدیترانه کې د اوبو لاندې  په مرکز بدل شي.

ددې سربیره  د کاش ولسوالۍ د اکتوبر په دویمه نیټه د یوې اوونۍ لپاره  د اروپا د ازاده غوټې وهلو د اتلولیو  کوربه توب کوي.



اړوند خبرونه