د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

763209
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې  « د خوبر په ماڼۍ کې  مهمه  لیدنه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لخوا د سوریې په عفرین سیمه باندې  د عسکري مداخلې  د پیلولو نه وړاندې  ډیپلوماسي دوام لري. د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په برخه کې د امریکا  متحده ایالتونو ځانګړی استازی بریت مک ګورک ترکیې نه د لیدنې نه وروسته  د روسیې د ددفاع وزیر هم  ترکیې ته راغی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په استانبول کې د خوبر په ماڼۍ کې  د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو  حضور ته ومانه. په خبر کې راغلي دي چې  د نوموړې لیدنې  د جزیاتو په اړه  څه ندي ویل شوي خو  لیدنه  د ترکیې لخوا د سوریې په عفرین سیمه  د عسکري مداخلې د تیاریو پر مهال  ډیره  مهمه  وه. د ویلو ده چې  د عفرین د سیمې د هوايي حریم  کنټرول روسیه په لاس کې لري.

د خبرترک ورځپاڼې  « د ترهګرو نه سرپټی  ملاتړ  په علني  ملاتړ  بدل شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سر سلاکار  یالچین توپچو  د ملکي سازمانونو او ټولنو د استازو سره  لیدنه وکړه. هغه  پدې لیدنه کې  د ترکیې سره  د امریکا او جرمني  په ګډون  د هغه هیوادونو کې په ظاهر کې د ترکیې سره  ځانونه متفق اعلانوي او په باطن کې بیا بل څه کوي  ارزونې وکړې.

هغه  وویل چې  امریکا  او نورو لویدیځوالو هیوادونو  چې ځان  د ترکیې متفق اعلانوي  لومړی په عراق او اوس په سوریه کې  او حتا  په ترکیه کې  د فتح الله ګولن ، پې کاکا او د پې کاکا  سیاسي څانګه د خلکو ډیموکراتیک ګوند  او د نامشروع  اولاد  داعش ترهګرې ډلې نه په هر فرصت کې  ملاتړ کړی دی . دې هیوادونو چې به پخوا  دا ملاتړ په پټه کولو  خو اوس يي په علني ډول کوي. ټوله نړۍ پدې ښه پوهیږي چې  ددې ترهګرو تمویلوونکي څوک  دي.

د ینې شفق ورځپاڼې  « د ترکیې عسکري هډه به وي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د خلیج د هیوادونو لخوا  چې په قطر يي  بندیزونه لګوي  قطر ته  د خپلو شرطونو په خاطر ورکړی  مهلت  پایته ورسید. د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان  ال ثاني  وویل چې  د خلیج د هیوادونو دا شرطونه به هیڅوخت ونه مني. د ترکیې عسکري هډه به  ونه تړي. هغه وویل چې هیڅوک یو خپلواکه  او مستقل هیواد ته  د ضرب الاجل ورکولو  حق  نلري. هغه وویل هغه تړونونه  چې  مونږ  لاسلیک کړي دي د هغو په اړه به په شا ګام  اوچت نکړو. قطر د ترکیې سره  اړیکو ته  ډیر زیات  اهمیت  ورکوي.

د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي ترکیې د موټرو په تولیداتو کې په نړۍ کې  تر ټولو ډیر وده کوونکو هیوادونو ترمنځه  په دریم کتار کې ځای ونیول. په خبر کې راغلي دي چې ترکیه نن ورځ په نړۍ کې د موټرو د تولید په برخه کې  ۱۴م او په اروپا کې  پنځم  لوی هیواد دی.

د ۲۰۱۶ کال د شمیرو له مخې  ترکیې  د ایران او چین نه وروسته  د موټرو د تولید په برخه کې په نړۍ کې  تر ټولو په چټکه  وده کوونکی دریم  هیواد دی. ترکیې ۲۰۱۷ کال په ریکاټونو  پیل کړی دی تمه کیږي چې  لا لوړې سويې ته ورسیږي.

د صباح ورځپاڼې  « ترکي حقوقپوهانو د هارورد سره  سیالي وکړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سوداګریز نړۍوال سازمان لخوا د ۲۰۰۲ کال راهیسې په جوړیدونکي  د نړۍوالې سوداګرۍ په اړه په حقوقي  سیالي کې  سږ کال  د لومړۍ ځل لپاره د ترکیې نه  د حقوقو محصلینو ګډون وکړ.

ترکي محصلینو پدې سیالۍ کې ډیر زیات بریالیتوب  ترلاسه کړ. پدې سیالۍ کې د ترکیې  محصلینو  پایلوبې ته  لار پیدا کړه  او په پایلوبه کې د هارورد د پوهنتون سره  سیالي وکړه. د ترکیې  محصلینو  د پرمختګ په حال کې د هیوادونو  ترمنځه  تر ټولو  د ښې ډلې  جایزه  ترلاسه کړه.

 



اړوند خبرونه