د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

761118
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « چاووش اوغلو : مونږ دلته  د حل لارې د موندلو په خاطر راغلي یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په مشرۍ  یو هیت   په سویس کې  د قبرس د سولې په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې  ګډون وکړ. چاووش اوغلو  د نوموړي کنفرانس په لومړنۍ ناسته کې  د تاریخي نظره  د حل  هر اړخیزه  تګلارې  په اړه خپل نظر  بیان کړ. هغه  دلته وویل چې مونږ  دلته  د قبرس د ستونزې د حل په خاطر راغلي یو. د ۵۰ کلونو راهیسې روانې دې ستونزې ته باید  نور د حل  لار  وموندل شي. په خبر کې راغلي دي چې ترکیې  د قبرس په ټاپو وزمه کې  د عادل او تل پاتې حل لارې په خاطر  یو ځل بیا خپله سیاسي  اراده  وښوده.

د خبرترک ورځپاڼې  « تر ټولو  ډاډمند هیواد ترکیه  دی  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ولسمشر رجب طیب اردوغان  سر سلاکار بولنت ګیدیکلي  د ټولنیزې مډیا لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې په ترکیه کې  به   مخامخ  پانګه اچونې دوام  وکړي . په راتلوونکو ورځو کې به د مالي بازارونو نه  لا ښه زیري  واورو. هغه ویلي دي چې ترکیه  دم ګړۍ د پانګه والو لپاره تر ټولو  د ډاډمندو هیوادونو په سر کې قرار لري.

د حرییت ورځپاڼې  «  په قطر کې یواځې ترکان  کار کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د قطر  د واکمنې کورنۍ  یو تن غړي  او د نوموړي هیواد د نامتو ساختماني شرکتونو  مشر شیخ عبدالعزیز بن احمد الثاني  ویلي دي چې  « زمونږ لپاره  د خلیج د همکاریو شورا ختمه شوې ده . ددینه وروسته به خپلې ټولې پروژې د ترکیې سره په ګډه  پرمخ یوسو. »

هغه ویلي دي چې  د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج د هیوادونو لخوا پرې د لګیدولو بندیزونو له امله  ډیر ناهلی شوی دی. هغه ویلي دي چې قطر به ددینه وروسته په ځانګړې توګه  د ترکیې  او د منځني ختیځ د نورو هیوادونو او شمالي افریقا د هیوادونو  د توکو په مرکز بدل شي. هغه وویل چې ترکي شرکتونو ته به په ساختماني او طبعي  برخو کې ډیرې مهمې  پروژې  ورکړل شي.

د وطن ورځپاڼې  « ترکیه  د ۳ نیم میلیونو عرب ګرځندویانو  تمه لري  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي،  عربان پدې وروستیو کې  د رخصتیو لپاره تر ټولو ډیر ترکېې ته ترجیح ورکوي.

سږ کال تمه کیږي چې  درې نیم میلیونه تنه عرب ګرځندویان ترکیې ته راشي. په خب رکې راغلي دي پداسې حال کې چې  یوه عرب کورنۍ په ترکیه کې  په اوسط ډول  ۳ زره ډالره په مصرف رسوي  لویدیځوال بیا  یواځې ۷۰۰ ډالره په مصرف رسوي. د همدې امله  ترکیې ته د عرب ګرځندویانو  راتګ  تر ټولو ځانګړې اهمیت لري. د ترکیې د عرب سوداګرو د ټولنې ریس جمال الدین کریم ویلي دي چې په تیرو ۳ کلونو کې  تر ۷ میلیونو تنو ډیر عرب ګرځندویان ترکیې ته راغلي دي.



اړوند خبرونه