د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « د جرمني دوه مخي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، جرمني چې د ترکیې پر خلاف د چا خبره ټولو ترهګرو ډلو ته غیږ پرانیستې ده داځل يي یوه بله لویه رسوايي وکړه.
جرمني چې د پې کاکا او فتح الله ګولن ترهګرو ډلو اورپکو ته غیږ پرانیستې او ترکیې ته يي اعاده خو پر ځای پریږده چې تنخواګانو په ورکولو يي ورته پیل کړی دی. جرمني د مې په میاشت کې واشنګټن ته د ولسمشر اردوغان د سفر پر مهال په واشنګټڼ کې د ولسمشر اردوغان د ساتوونکو لخوا د پې کاکا ترهګرې ډلې په پلویانو د مداخلې نه ناراحته شوی دی . جرمني ویلي دي هیله لري چې د جولای په ۷ مه نیټه په برلین کې جوړیدونکې د جي شل په سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان سره د هغه ساتوونکې رانشي. جرمني په غیرې مستقیم ډول ویلي دي که چیرې د ولسمشر اردوغان ساتوونکې جرمني ته راشي په هوايي ډګر کې به د الماني امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شي او د محاکمې په خاطر به امریکا ته اعاده کړې شي.
د سټار ورځپاڼې « ترکیه کې هر لورې ته ګړندي ریل پټلۍ غځیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ګړندي ریل په برخه کې پانګه اچونې دوام لري. ترکیې چې تر ننه پورې ۱۲۳۱ کیلومتره د ګړندي ریل پټلۍ غځولې ده غواړي چې تر ۲۰۱۸ کاله پورې ۳ زره کیلومترو ته ورسوي.
د ترکیې د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو وزیر احمد ارسلان وویل چې په ترکیه کې د ریل ګاډو په بڼسټونو پانګه اچونې د لویو لارو په بڼسټونو د پانګه اچونو نه تیرې شوي دي. هغه وویل چې زمونږ موخه د هیواد څلور ګوټونه د ګرنډي ریل په واسطه د یو بل سره نخول دي. هغه زیاته کړه چې دم ګړۍ د هیواد څلورو ګوټونو ته د ګرندي ریل ګاډي د پټلۍ د غځولو چارې په چټکۍ سره داوم لري.
د صباح ورځپاڼې « ملي درملو په خاطر د شیبو په شمیرولو پيل وشو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ایزمیر ولایت د بیوتکنالوژۍ او ګینوم مرکز د ملي درملو د تولید په خاطر نسټوني بډوهلي دي.
د ایزمیز ولایت د بیوتکنالوژۍ او ګینوم مرکز چې د فرانسې د پلازمینې پاریس نه نیولې تر هندوستانه پورې په سیمه کې د نړۍ تر ټولو د مهمو مرکزونو نه یادیږي غواړي چې په ترکیه کې د ټولو هیوادوالو د جینونو نقشه جوړه او د جینیتیک ناروغانو لپاره پخپله ملي درمل تولید کړي. پدې مرکز کې ۵۰۰ تنه متخصصین کار کوي. دا مرکز به د ترکیې نه سربیره د بهر لپاره هم درملو په صادراتو پیل وکړي. ترکیه د اسیا – اروپا او افریقا ترمنځه د مختلفو جینونو نه اغیزمن په یوې جغرافیه کې موقعیت لري. د همدې امله غواړي چې ځانته مخصوص درمل جوړ کړي. د ترکیې درمل به په منځني ختیځ، قفقاسونو، منځنۍ اسیا ، شمالي افریقا او بالکان هیوادونو کې هم بازارونو ته وړاندې شي.
د خبرترک ورځپاڼې « ۲۰ زره ګرځندویان په بهر کې میشتو ترکانو سره ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد د ګرځندوی سکتور د ژوندي کولو په خاطر د هیواد نه بهر په میشتو ترکانو غږ کړی وو چې خپل ګاونډیان هم د ځان سره ترکیې ته راولۍ. پدې برخه کې په کمپاینونو پیل شوی وو. نوموړو کمپاینونو په ثمرې ورکولو پیل کړی دی .
د هالنډ، جرمني ، فرانسې، اتریش او سویس نه سیلانیان ترکیې ته د راوړونکو سیاحتي شرکتونو د ټولنې ریس قدیر اوغور ویلي دي چې ، د سیلانیانو په شمیره کې ۳۸ سلنه لوړوالی راغلی دی. هغه ویلي دي چې ددې ۳۸ سلنه ۱۵ سلنه هغه سیلانیان دي چې د خپلو ګاونډیانو په واسطه ترکیې کې د رخصتي د تیرولو په خاطر تشویق شوي دي.
هغه ویلي دي چې ددې کمپاین په ترڅ کې تر ۲۰ زرو تنو ډیر سیلانیان ترکیې ته راځي.
د حرییت ورځپاڼې « د نړۍ اتل » د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد نامتو تکواندو کارې نور تاتار عسکري په سویلي کوریا کې جوړه شوې د تکواندو په نړۍواله سیالۍ کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. د هیواد نامتو تکواندو کارې خپلې فنلدې رقیبې ته د ماتې په ورکولو سره اتلولي ترلاسه کړه. همداشان نوموړې د توکیو اولمپیاتو کې د ګډون لپاره ستر بری ترلاسه کړ.