د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « یا به خپلې وسلې په مځکه ږدي او د مځکې لاندې کوي به يي با به پخپله د خاورو لاندې کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انقرې د قهرمان قزان په ولسوالۍ کې د بزګرو سره یو ځای روژه ماتی وکړ. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې ترهګرۍ پر وړانډې مبارزې ته په اشارې سره وویل « یو شمیر کسان چې هغه کوي چې د سیمې روان کړکیچونه او نارامي ترکیې ته راداخله کړي خپله دا ارمانونه به د ځان سره ګور ته یوسي. د هیواد دننه او بهر به ترهګرو ته د ساه اخیستو فرصت ورنکړو. انشاالله چې ددوې دا ناولې لوبه به خرابوو. د تاندورک، جودي، ګابار او بیسته لر دره لر په غرونو کې هم ورته د ساه اخیستو فرصت نه ورکوو. تر کومه چې وسلې په مځکه کینږدي زمونږ مبارزه به دوام وکړي. که چیرې وسلې په مځکه کینږدي او خاوره په وانړوي خپله به د خاورې لاندې ننوځي. د ترکیې نه نیولې د عراق د قندیل تر غرونو پورې به ورپسې لاړ شو. »
د وطن ورځپاڼې « امریکا په شا ګام اوچت کړ: د وای پي جي ترهګرې ډلې نه ټولې وسلې بیرته اخلي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر جیمز ماتیس د ترکیې د ملي دفاع وزیر فکري اشق ته د یو لیک په رالیږولو سره ویلي دي چې د امریکا لخوا وای پي جي ترهګرې ډلې ته د ورکړل شوو ټولو وسلو او مهماتو لست به ترکیې سره شریک کړي. د رقه د عملیاتو د پایته رسیدو سره سم به پاتې وسلې د یادې شوې ډلې نه بیرته راټولې کړی شي. د ویلو ده چې امریکا متحده ایالتونو ددینه مخکې ویلي وو چې د رقه د عملیاتو د پایته رسیدو نه وروسته به پاتې وسلې د وای پي جي نه وانخلي. امریکا پیښمانه شو او په شا يی ګام اوچت کړ.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې سرتیري قطر ته ورسیدل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې وسله والو ځواکونو د قطري ځواکونو د روزنې او ګډو عملیاتو په خاطر د همکارۍ په خاطر چارې ګړندۍ کړي دي. د قطري ځواکونو د روزنې په موخه ترکي ځواکونه قطر پر لورې روان شوي دي. ۲۵ تنه ترکي سرتیري او ۵ زغروال ګاډي تیره ورځ قطر ته ورسیدل. دا عسکر به په قطر کې د ترکیې په عسکري هډه کې ځای په ځای کړې شي. په خبر کې راغلي دی چې سرتیري په د قطري ځواکونو سره په ګډه په تطبیقاتو کې ګډون وکړي. د تطبیقاتو پر مهال به د خلیج هیڅ کوم هیواد هدف نه ټاکل کیږي. بلکې دا تطبیقات به د ټولې سیمې د امنیت په خاطر ترسره کیږي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترک جریان د پروژې مالي لګښت ۶ میلیارده ډالره اټکل شوی» د سرلیک لاندې لیکلي دي، روسیې د ګازپورم د شرکت لوړپوړي چارواکي اندري کروغلوف ویلي دي چې د ترک جریان د ګازو د نللیکې په پروژې به ۶ میلیارده ډالره لګښت راشي. هغه ویلي دي چې ددې پروژې په چوکاټ کې به دوه نللیکې ترکیې ته راوغځول شي او دوه به نورې د اروپا بازارونو ته وغځول شي. د ویلو ده چې د نوموړې پروژې په چوکاټ کې به د ګازو نللیکې د روسیې نه تورې بحیرې له لارې ترکیې ته راوغځول شي. تمه کیږي چې د پلان له مخې ددې پروژې دوه نللیکې د ۲۰۱۹ کال تر پایه په فعالیت پیل وکړي.
د حرییت ورځپاڼې « د استانبول د اسهامو په بازار کې وار د مخه اختر راغی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د اسهامو په بازار کې د قیمت بهاو سندونو بیه د تیرو شپږو میاشتو نه راپدیخوا هره ورځ لوړیږي. همداشان پرون دې بازار یو ځل بیا ریکاټ ټینګ کړ.
د استانبول د اسهامو په بازار کې قیمت بهاوو سندونو سږ کال ۲۸ سلنه ارزښت لوړ شوی دی . تیره ورځ یو ځل بیا د صفر عشاریه ۶۹ سلنې بیې لوړیدو سره یو ځل بیا ریکاټ مات کړ. ددې خپلې اصلي لامل پدې وروستیو کې ترکیې ته د بهرنیو پانګه والو راماتیدل دي.
د بله پلوه د ترکیې مرکزي بانک ویلي دي چې تیره اوونۍ بهرنیو پانګه والو په ترکیه کې د یو میلیاردو ډالرو په ارزښت حصې او قیمت بها سندونه پیرودلي دي.