د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

752248
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  «  ترکیه چې  په اقتصادي وده کې په نړۍ کې په دریم کتار کې ځای لري  لومړی کیږي  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې په ترکیه کې  پانګه اچونو کچه  د پام وړ لوړه شوې ده .

هغه وویل چې  اوس  په خوب ویده  ترکیه  بلکې  ویښه او قوي ترکیه  شتون لري. هغه وویل چې  ترکیې د روان میلادي کال په لومړنۍ ربع کې  ۵ سلنه  اقتصادي وده کړې ده . هغه وویل چې دا وده  د ټولې اروپايي ټولنې د اقتصادي ودې دوه برابره ده. هغه وویل چې په جې شل سازمان کې ترکیه په اقتصادي وده کې د چین او هندوستان نه وروسته په دریم کتار کې ځای لري. د چین او هندوستان سره  ډیر توپیر نلرو، انشاالله چې  د هغوې سویې ته به ځان لوړ کړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې په اقتصادي وده کې  یو ځل بیا  د اقتصادي درجه بندیو نړۍوالو سازمانونو او د پيسو نړۍوال صندوق اټکلونه غلط ثابت کړل. هغه وویل  اوس به وګورو چې  دا سازمانونه  او د صندوقونه چې  د ترکیې  اقتصادي لمبرې  راټیټې کړي دي  څه ډول غبرګون ښايي.

د صباح ورځپاڼې  «  اردوغان : پي وای ډي او وای پي جي د پې کاکا ترهګرې ډلې سقط جنین دي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په هغه  هیوادونو  چې د پې کاکا ترهګرې ډلې  د څانګو پي وای ډي او وای پي جي نه  ملاتړ کوي د نیوکې سره وویل « د پې کاکا ترهګرې ډلې  بچو پي وای ډي او وای پي جي  نه  ملاتړ په اصل کې  جبران ناپذیر دی. »

هغه وویل چې  د پې کاکا  نه  د وای پي جي او پي وای ډي  جلا نیول  ناممکنه خبره ده ځکه چې  پي وای ډي او وای پي جي  د پې کاکا ترهګرې ډلې نه زیږیدلي دي.

ولسمشر اردوغان په لویديځۍ نړۍ د نیوکې سره وویل «  یو  پلو نه  یو هیواد (قطر) د ترهګرو ډلو نه  په مالي او مادي  ملاتړ  تورنوۍ او د بل پلوه  بیا  پخپله  ترهګرو ډلو ته  وسلې او مهمات  ورکوۍ. ایا تاسې  دې خبرې ته  څه ډول ځواب ورکوۍ؟ ایا  ټول په سترګو ړانده  دي  او ستاسې پدې کار  څوک نه پوهیږي؟ هر سړی ډیر ښه پوهیږي. هر څه په ډاګه دي. دا خبره  حقیقت  دی چې وايي  دوست  ترخه  خبره کوي خو  حقیقت  خبره کوي. »

د ینې شفق ورځپاڼې  « د استانبول د اسهامو بازار د لومړي ځل لپاره ریکاټ مات کړ »  د سرلیک  لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې لویدیځه نړۍ  او منځني ختیځ هیوادونه  د ناڅرګندۍ سره لاس او ګریوان  دي  ترکیې  د هرې ورځې په تیریدو سره په نړۍ کې  په ډاډمن  اقتصادي بندري هیواد بدلیږي.

د نړۍوالو اقتصادي درجه بندیو سازمانونو د ټولو  یو پلوه  او منفي  پروپاګندونو سره سره  د استانبول  د اسهامو په بازار کې  د قیمت بها سندونو بیه  تر وخت  لوړه شوه. په خبر کې راغلي دي چې د استانبول د اسهامو په بازار کې قیمت بها سندونو  د روان کال د پیل راهیسې  ۲۸ سلنه ارزښت پیدا کړی دی. په ترکیه کې د اپریل په ۱۶ مه د ټولپوښتنې نه وروسته  د سیاسي استقرار د ټینګیدو، مرکزي بانک او اقتصادي ارګانونو لخوا  د مهمو اقتصادي ګامونو اوچتولو او ملاتړونو د هیواد  په اقتصادي وده کې  مهم او رغنده  رول  لوبولی دی.

اقتصاد پوهانو ویلي دي چې  په ترکیه کې د کال په لومړنۍ ربع کې  پدې کچه د اقتصادي ودې سره به  د کال په پاتې برخه کې  به په ترکیه کې مخامخ پانګه اچونې  او د پیسو  جریان  رامات شي.

د سټار ورځپاڼې  « اروپايي ټولنه د ترکیې په اړه په امتحان کې ناکامه شوه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم وویل چې  اروپايي ټولنې د اپریل په ۱۶ مه په ترکیه کې  د ټولپوښتنې  د ترسره کیدو پر مهال  د ترکیې سره د اړیکو په برخه کې په امتحان کې ناکامه شول. هغه وویل چې  حتا  د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا په ترکیه کې  د کودتا د ترسره کولو پر مهال هم  یو زیات شمیر اروپايي هیوادونه په ازموینه کې پاتې راغلل.

لومړي وزیر ییلدرم  د بلغاریا  د لومړي وزیر بویکو بوریسوف  سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې  ترکیې او اورپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې نوې دوره پيل شوې ده. اروپايي ټولنه پدې نوې دوره کې باید  د راتلوونکي په اړه باید په خپل لید لوري او چلندونو بیا کتنه وکړي . مونږ  د ترکیې په توګه  د اورپا سره  د پوره غړیتوب په خاطر مذاکراتو د دوام  او د ګمرکي ټولنې په تړون  د بیا کتنې  غوښتنه کوو. مونږ پدې اړه قوي اراده لرو.

 



اړوند خبرونه