د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي

750593
د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  « رحب طیب اردوغان: ترکیه په هره جغرافیه کې د مظلومانو غږ  دی  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې  د سرې میاشتې لخوا په جوړو شوو  مراسمو کې وینا وکړه. ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې وویل چې «  د سرې میاشتې  مرستندویه  ټولنه چې لومړی  په جګړه کې  د ټپي شوو سرتیرو سره  د مرستې په لپاره  جوړه شوې ټولنه وه خو د وخت په تیریدو سره  د ټولو مظلومانو په امید بدله شوه. د ترکیې سره میاشت نن ورځ  د نړۍ په څلورو ګوټونو کې  د ټولو اړینو  کسانو سره مرستې کوي او فعالیت کوي. مونږ د نړۍ په څلورو ګوټونو کې  ددې ټولنې فعالیتونه  د تقدیر سره  د نږدې نه تعقیبوو. د ترکیې سره میاشت یواځې په ترکیه کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې  فعالیت کوي. نن ورځ چې  ترکیه  د هیچا د مرستې پرته  په نړۍ کې  تر ټولو  د ډیرو کډوالو کوربه توب کوي  پدې کې  د سرې میاشتې رول  ډیر مهم  دی. پدې برخه کې  د سرې میاشتې په رول سترګې پټولی نشو. »

د خبرترک ورځپاڼې  « د قطر سره په پنځو ورځو کې  د زرو ټنو خوراکي توکو مرسته» د سرلیک لاندې لیکلي دي د خلیج هیوادونو کې  په قطر د تحریمونو د لګولو نه وروسته  ترکیې  د قطر سره  د خوراکي توکو په مرستو پیل وکړ. ترکیه  هره ورځ ۳ الوتکې  مرستې  قطر ته استوي. قطر ته  خوراکي  مرستې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هدایت  او د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي  په کوردیناسیون  دوام لري. په خبر کې راغلي دي چې  د سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر لخوا په قطر د هوايي ، سمندري  حریمونو  او مځکنیو لارو د تړولو نه وروسته  نوموړی هیواد  د خوراکي توکو د ستونزه سره مخامخ شو . ترکیې  قطر ته پدې سختو شپو او ورځو کې د مرستې لاس اوږد کړ. ترکیې  د تیرو پنځو ورځو په دننه کې د ازمیر د ادنان مندرس د هوايي ډګر نه  قطر ته  ۱۵ الوتکې  مرستې استولي دي. ترکیه د قطر سره  د خوراکي توکو او اوبو مرستې ته دوام  ورکوي.

د وطن ورځپاڼې  « فیفا : په قطر کې د فوټبال نړۍوال جام د خطر سره مخامخ  ندی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فوټبال نړۍوال فدراسیون  فیفا  ریس  ګیاني انفنتیونو  وویل چې  د خلیج هیوادونو او قطر ترمنځه  د روان بحران سره سره  مونږ پوره باور لرو چې  قطر د ۲۰۲۲ کال  د فوټبال نړۍوال جام ته  پوره تیاری  نیولی شي. هغه وویل چې  په قطر کې روان پرمختګونه د نږدې نه څارو او په هغه هیواد کې د خپلې ادارې سره د تماس په حال کې یو. هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د فوټبال نړۍوال جام  په هرو پنځو کلونو کې یو ځل  جوړیږي. مونږ  پوره باور لرو  چې  فوټبال به  د موجودې ستونزې د حل سره  هم  مرسته وکړي. هغه وویل چې مونږ  ددې ستونزې د حل په خاطر د هیڅډول مرستې نه  ډډه نه کوو.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  د هر انسان لپاره به یو نیالګی کینوو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نړۍ په ۱۶۸ هیوادونو کې  د هرې ورځې په تیریدو سره  مځکې  په دښتو بدلیږي. د همدې امله  دې مسلې  په نړۍ کې  د یو نیم میلیارد انسانانو په ژوند  په مستقیمه توګه اغیزې کړي دي. په خبر کې راغلي دي چې په نړۍ کې  هر کال  ۱۲ میلیونه  ۶۰ میلیونه مځکه  په دښتو بدلیږي. کرنیز حالات  په هرو لسو کلونو کې  ۲ سلنه  کمیږي. هر کال  ۱۶ جریبه  ځنګل  په دښتو بدلیږي او له منځه ځي. ترکیې  ددې مسلې  د مخنیوي په خاطر  په تدابیرو نیولو پیل کړی  او پدې اړه يي  یو کاري پلان  جوړ کړی دی . ترکیه په پام کې لري چې  تر ۲۰۲۳ کاله پورې  په هیواد کې  په نړۍ کې د هر انسان  لپاره  یو نیالګی  کینوي. ترکیه به تر ۲۰۲۳ کاله پورې جمعآ ۷ میلیارده نیالګي  کینوي.



اړوند خبرونه