د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې « ترکیه قطر ته جنګي الوتکې استوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د ملي شورا لخوا د قطر سره د پوځي همکارۍ د تړون د تصویبولو نه وروسته ترکیه لومړی د قطر پلازمینې دوحې ته د جاندارما ځواکونه استوي او ورپسې بیا جنګي الوتکې او جنګي کښتۍ. د ویلو ده چې ترکیه قطر ته د استول کیدونکو جنګي الوتکو او کښتیو د شمیرې په اړه په قطر کې په پوځي هډه کې د لومړنیو څیړونو او غور نه وروسته پریکړه کوي. ترکیه په پام کې لري چې لومړی د دوو میاشتو په دننه کې نوموړي هیواد ته د ۲۰۰ نه تر ۲۵۰ تنو پورې سرتیري واستوي. د ویلو ده چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ د نوموړې مسلې په اړه وویل « ترکي سرتیري د ټولې سیمې د امنیت د خوندي کولو په خاطر قطر ته راځي.»
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق د قبرس په سواحلو کې د انرژۍ د پلټنو په خاطر په تحقیقاتو بوخته د خیرالدین پاشا د کښتۍ نه لیدنه وکړه.
هغه دلته خبریالانو ته وویل چې سږ کال به انشاالله د خپلو کښتیو سره په مدیترانه او توره بحیره کې د ګازو او تیلو په پلټنو پیل وکړو. هغه زیاته کړه چې د روان کال په دننه کې به په مدیترانه کې د لومړني کوهي په کیندولو پیل وکړو. هغه وویل چې مونږ د ماجیرا په لټه کې نه یو بلکې علمي څیړنې کوو.
د ینې شفق ورځپاڼې ورځپاڼې لیکلي دي ملګروملتونو د نړۍوالې پانګه والۍ راپور خپور کړ. د نوموړي راپور له مخې تیر کال په ترکیه کې د ټولو ستونزو او ناخوالو سره سره ۱۲ عشاریه ۳ میلیارده ډالره مخامخ پانګه هیواد ته راننوتې ده. په خبر کې راغلي دي چې تیر کال په ترکیه کې پانګه اچونې ۵۵ سلنه وده کړې ده . دې پانګه اچونو د هیواد اقتصادي ودې، استخدام او تولیداتو سره هم مرسته کړې ده .
په راپور کې راغلي دي چې ترکیه د متقابلو پانګه اچونو د تشویق او دفاع په خاطر ۷ نړۍوال تړونونه لاسلیک کړي دي.
د صباح ورځپاڼې « په لندن کې اتل ترک » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د بیرسن صبري په نامه یو تن ترک چې په لندن کې د خونړيز برید پر مهال یو زیات شمیر خلکو ته په خپل رستورانت کې ځای ورکړی وو او پخپله پدې برید کې ټپي شوی وو قهرمان اعلان شو. همداشان نوموړی د پولیسو لخوا د سیمې نه د امنیتي پټۍ د چاپیرولو له امله ۳ ورځې په رستورانت کې بند پاتې وو. هغه ویلي دي دا چې انګلیسي ژبه يي ډیره قوي نده د همدې امله ونشو کړی چې د پولیسو سره وغږیږي . د همدې امله ۳ ورځې تر څو چې سیمه کې د پولیسو ټولې څیړنې سرته ورسیدې په رستورانت کې بند پاتې وو.
د خبرترک ورځپاڼې لیکي دي د نړۍ د بیلابیلو پوهنتونونو محصلینو د امریکا د مارس په دښته کې د سرې سیارې د دندې په خاطر تر ټولو د مناسب روبوت د جوړولو په خاطر سیالي وکړه. پدې سیالۍ کې د ۱۳ هیوادونو نه ۸۲ تنو محصلینو ګډون کړی وو. پدې سیالۍ کې د ترکیې د استانبول د تخنیک پوهنتون محصلینو روبوت څلورم مقام خپل کړ.