د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

741904
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  «  په تحت البحري کښتیو کې د جرمني سره  شراکت  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه او جرمني  د دفاعي صنایع په برخه کې  یو ډیر ستر تړون او همکارۍ ته  تیاری نیسي. د ترکیې دفاعي تکنالوژیو انجینرۍ او سوداګرۍ شرکت  د اندونیزیا د هیواد لخوا د تحت البحري کښتیو  په داوطلبۍ کې د جرمني  د کښتۍ جوړولو  د نامتو شرکت سره  په ګډه  ګډون کړی دی. په خبر کې راغلي دي که چیرې  دا قرارداد  د ترکي شرکت لخوا وګټل شي دا به د ترکیې د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو  ستر صادارتي  قرارداد وي. د ویلو ده چې  اندونیزیا غواړي چې د خپلو سمندري ځواکونو لپاره ۶ تحت البحري کښتۍ  جوړې کړي.

د ترکیې او جرمني  د کښتۍ جوړولو  شرکتونو  په ګډه  د نوموړو ۶ تحت البحري د جوړولو  په خاطر  وړاندیز  وړانډې کړی دی. ویل کیږي دا پروژه  ۳ میلیارده ایرو ارزښت لري. د تړون  له مخې  یوه یا دوه  تحت البحري به  په ترکیه کې او پاتې به  بیا  پخپله په اندونیزیا کې  جوړې کړی شي. که چیرې دا قرارداد ترکي شرکت  ته ورکړل شي  د نوموړو تحت البحري  په وسلو باندې د سمبالولو چارې به يي د ترکیې اسلسن او هاویل سن  په څیر ترکي شرکتونو ته ورکړل شي.

د سټار ورځپاڼې  « د نجاشي  د وفا  بدل  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، افریقا  د ډیرې سختې وچکالۍ سره  مخامخ  ده. د ترکیې  د دیني چارو وقف  د حبشتان  د پاچا نجاشي  چې  لومړنیو  مهاجرو  مسلمانانو ته يي  غیږ پرانیستې وه  لمسیانو سره  مرسته وکړه. د ترکیې د دیني چارو وقف  د ایتوپیا د افر ایالت اسایستا  په ښار کې  د ۱۵۰۰ کورنیو سره  مرستي وکړې. د ترکیې د دیني چارو وقف  د روژې مبارکې میاشتې د مرستو په چوکاټ کې یاد شوي ښار ته  ۴۰ زره ټنه  غله  په ۱۵۰۰ اړینو کورنیو وویشله.

د ترکیې د دیني چارو د ریاست د وقف د مرستندویه پروژو  مسئول  یوکسل سیزګین  وویل چې  د نړۍ په ۶۵ هیوادونو کې  په ۲۷۸ سیمو کې  مرستندویه فعالیتونه لري. سږ کال يي د روژې د مبارکې میاشتې د مرستو په چوکاټ کې  د حبشستان د پاچا نجاشي  چې  لومړنیو مهاجرو مسلمانانو ته يي  غیږ پرانیستې وه او ځای ورکړی وو لمسیانو سره  مرسته وکړه. دا په مونږ د هغوې  حق  دی.

د  خبرترک ورځپاڼې  « د هندوستان نامتو ودونه په انتالیا کې کیږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په هندوستان کې شتمن  چې  اوس خپل  ډیری ودونه د هیواد  نه بهر کوي  د ترکیې د انتالیا ښار د هغوې توجه جلب کړې ده . ډیری  هندي شتمن د خپلو ودونو لپاره  ترکیې ته ترجیح ورکوي. انتالیا  د هندوستان  شانداره  ودونو ته  پوره تیاري  لري. د هندوستان د رسم او رواجونو له مخې  د واده مصارف  د ناوې د کور لخوا ورکول کیږي. د همدې امله  ډیری  شتمن  په ودونو کې د هیڅډول  مصرف نه ډډه نکوي.

د حرییت ورځپاڼې  لیکلي دي  د ترکیې نامتو هنرمند  چاغ ایرچاغ  په موسیقۍ او هنر کې خپه  د هیواد د پولو نه  بهر کړې ده . د هیواد نامتو  هنرمند به  د نړۍ د نامتو او پيژند شوي  هنرمند  د نیویارک د ارکستر د مشر الان ګیلبرت  د وداع په کنسرت کې د ګډون په خاطر  نیویارک ته سفر کوي. هغه به د جون په ۸ مه او نهمو نیټو  د نیویارک ارکستر سره په ګډه کنسرت اجرا کړي.

د صباح ورځپاڼې  « د پوست صندوق  فلم  په شانګهای کې  پرانیستل کیږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د پوست صندوق په نامه  فلم  د شانګهای  د فلمونو په فیستیوال کې نندارې ته وړاندې کیږي.

په خبر کې راغلي دي چې  یاد شوی فلم  د سلګونو فلمونو ترمنځه ټاکل شوی دی.

فلم  د ترکیې د نامتو فلم جوړونکي  بارش کرمشیلي اوغلو لخوا جوړ شوی دی.



اړوند خبرونه