د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1bde/c41c/f61f/583bc80594d64.jpg?time=1718865755)
د ینې شفق ورځپاڼې « په بروکسل کې غبرګې سرمشریزې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ناټو سازمان د انګلستان د مانچستر په ښار کې د ترهګریز برید چې له امله يي ۲۲ تنه مړه او ۵۹ تنه نور ټپیان شول تر سیورې لاندې سبا غونده کوي.
د ناټو د دولت او حکومت د مشرانو په غونډه کې چې سبا په بروکسل کې جوړیږي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ګډون کوي. ولسمشر اردوغان به د ناټو پدې سرمشریزه کې د ناټو په سازمان د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې د ترکیې نه لکه څرنګه چې لازم دی د ملاتړ نه کولو او پدې لاره کې د ترکیې په یواځې پريښودو سختې نیوکې وکړي. ولسمشر اردوغان به د ناټو نه ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د لا فعاله رول د په غاړه اخیستو غوښتنه وکړي.
ولسمشر اردوغان به پدې سرمشریزه کې په هغه هیوادونو چې په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې څانګې پي وای ډي سره د یو متفق په څیر چلند او د وسلو او مهماتو مرسته ورسره کوي سخته نیوکه وکړي او مبارزه کې به د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړي.
ولسمشر اردوغان به د اروپايی ټولنې او ترکیې د اړیکو په اړه د اروپا د کمیسیون ریس جین کلود جانکر او اورپا د شورا ریس دونالد توسک سره جلا غونډه وکړي.
ولسمشر اردوغان به پدې غونډه کې د اروپايي ټولنې د چارواکیو نه د ترکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو د راتلوونکي په اړه د غوڅو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړي.
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي د استانبول د اسهامو په بازار کې د قیمت بهاو سندونو بیې یو ځل بیا ریکاټ مات کړ.
د نړۍ نامتو پانګه وال او مشهور اقتصاد پوه مارک فابر ویلي دي چې په نړۍوالو مالي بازارونو کې د موجود بحران سره سره د ترکیې اقتصاد او مالي بازار په ډیر زیات ښه موقف کې قرار لري. د ترکیې د اسهامو په بازارونو کې د قیمت بهاوو سندونو لوړه بیه ددې خبرې ژوندی مثال دی.
هغه ویلي دي چې نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو نه سرمایې د ترکیې په څیر هیوادونو ته مخه کړې ده . هغه ویلي دي چې تیر کال د روسیې او برازیل د اسهامو بازارونو ستر بری ترلاسه کړی وو چې سږ بیا وار د ترکیې دی.
د خبرترک ورځپاڼې « دریم هوايي ډګر به ترکش ایرلایین شرکت لا لوړې کچې ته ورسوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین د اجراییوي شورا مشر ایلکر ای جي د استانبول دریم هوايي ډګر د جوړیدو سره به ترکش ایرلایین لا زیاته وده وکړي. ددې هوايي ډګر سره به استانبول په نړۍ کې د ترانزیت په مهمو مرکزونو بدل شي. د همدې امله د دریم هوايي ډګر د چارو د سرته رسیدو او په فعالیت د پیلیدو سره به ترکش ایرلایین لا زیاته وده او پرمختګ وکړي او موقف به يي لوړ شي.
د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د ملي تلویزیونو د فلمونو په چوکاټ کې جوړ شوي به اوبو کې کب په نامه فلم په فرانسه کې جایزه ترلاسه کړه.
په خبر کې راغلي دي چې دا فلم د تولای کوجا ترک لخوا جوړ شوی دی. یاد شوي فلم د فرانسې د نیس په ښار کې جوړ شوي د فلمونو په فیستیوال کې جایزه ترلاسه کړه. پدې فلم کې کارکوونکې نورشین دیمیر تر ټولو د ښې مرستیالې په توګه جایزه ترلاسه کړه.
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د لیسې زده کوونکې د کڼو لپاره د اشاره يي ژبې د ترجمې په خاطر یو پروګرام جوړ کړ. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې دا زده کوونکې نوال چم د مایکروسافت د شرکت لخوا د کال تر ټولو بریالۍ ښځینه پروګرام جوړونکې په توګه وټاکل شوه.
همداشان نوموړې د نړۍ تر ټولو د معتبرو پوهنتونونو نه د سټانفورد پوهنتون نه تحصیلي بورس هم ترلاسه کړ.
نوال چم به د امریکا د سټانفورد په پوهنتون کې د کمپوټر د انجینیرۍ په برخه کې زده کړې وکړي.