د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/530f/0ce0/db85/58466578c15f7.jpg?time=1719027382)
د صباح ورځپاڼې « په استانبول کې د تورې بحیرې د اقتصادي همکاریو سرمشریزه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې جوړه شوې د تورې بحیرې د اقتصادي همکاریو د تشکیلاتو په سرمشریزه کې په وینا کې وویل« د سوداګرۍ او پانګه والۍ د دوام مهم شرط امنیت او استقرار دی. »
هغه وویل چې د تورې بحیرې د سیمې هیوادونه باید یو ګډ هدف ولري چې هغه هم د تورې بحیرې پدې حساسه سیمه کې د سولې ، ثبات او امنیت مسله ده. ټول باید دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړو. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې د ګرجستان او اوکراین سره پرته د پاسپورته د پیژند پاڼې سره د سفر کولو د دورې د پیلولو نه خبر ورکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ غواړو چې دا اسانتیا د سیمې ټولو هیوادونو ته برابره کړو. د سیمې هیوادونو انسانان د یو بل سره د لا نږدې کولو په خاطر غواړو چې پاسپورتونه له منځه یوسو. د پاسپورت او ویزې په څیر خنډونه لرې کړو.
د حرییت ورځپاڼې « د امریکا سفیر ته احتجاجي یاداشت ورکړ شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، امریکا متحده ایالتونو ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر پر مهال په واشنګټن کې د ترکیې د سفارت په مخکې په رامنځته شوو پیښو کې د امریکا د پولیسو ناوړه چلند د ترکیې سخت غبرګون پارولی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د همدې مسلې په خاطر تیره ورځ د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښت او هغه ته يي احتجاجي یاداشت ورکړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا د پولیسو د ټولو ډیپلوماتیکو اصولو ، قواعدو او تعاملاتو پر خلاف چلند د غندولو په خاطر امریکا ته هم په لفظي او هم په لیکلي بڼه احتجاجي یاداشت ورکړ شوی دی . په خبر کې راغلي دي چې د نوموړو پیښو پر مهال د امریکا پولیسو د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر دوه نږدې ساتونکي د نظارت لاندې نیولي وو او لنډه موده وروسته يي بیرته خوشي کړي وو.
د خبرترک ورځپاڼې « د مور د غضروف نه د زوی لپاره غوږ جوړ کړی شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د غازي انتب په ولایت کې په مورزادي توګه پرته د غوږه زیږیدلي ۲۲ کلن ځوان ته یو نیم کال مخکې د مور يي د اخیستل شوو غضروف نه غوږ جوړ کړی شو. د غازي انتب پوهنتون د طب فاکولتې د جراحي څانګې د ریس پروفیسور محمد معطوف د مور د غضروف نه زوی ته غوږ جوړ او د بریالي عملیات په پای کې ورته نصب کړ.
ورځپاڼې لیکلي دي په نړۍ کې دا لومړی ځل دی چې یو تن د مور د غضروف نه غوږ جوړیږي او بیا ورته نصبیږي.
د وطن ورځپاڼې « مه خفه کیږه ښاغلی پاولوپولوس » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په استانبول کې جوړه شوې د تورې بحیرې د اقتصادي همکاریو د تشکیلاتو په سرمشریزه کې د یونان ولسمشر او سربستان استازي ته د باسکتبال په نړۍوال اتلولۍ کې د ترکیې د فنرباغچه لوبډلې پر وړاندې د ماتې له امله تسلیت ووایه. په خبر کې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان د سربستان د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو نه وروسته وویل چې د ترکیې د فنرباغچه د باستکبال د لوبډلې دوه لوبغالي او کوچ د سربستان وګړي دي. د همدې امله دا زمونږ ګډ بری دی.
ولسمشر اردوغان د یونان ولسمشر ته په خطاب کې وویل چې ګران دوست پولوپولس دې هم نه خفه کیږي ځکه چې د فنرباغچه په لوبډله کې مهم لوبغالی د یونان وګړی دی. د همدې امله دا ستر بری زمونږ د ټولو ګډ بری دی.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې فنرباغچه د باسکتبال لوبډلې د یونان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اروپا اتلولي ترلاسه کړه.
د ینې شفق ورځپاڼې « ۵ زره کلن لوکس ښارګوټي وموندل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ازمیر ولایت د بورنوا ولسوالۍ د یشیل اوا په کلي کې د تاریخي کیندونو پر مهال ۵ کلن لوکس تاریخي ښارګوټی وموندل شول. پدې ښار ګوټي کې د ۲ خونو کورونه موندل شوي دي چې د هغه وخت تر ټولو لوکس کورونه بلل کیږي.