د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1bde/c41c/f61f/583bc80594d64.jpg?time=1718567723)
د صباح ورځپاڼې « د ټرامپ سره مهمه لیدنه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په چین کې د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته تیره ورځ امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړ. ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر ټرامپ سره د لومړي ځل لپاره مخامخ لیدنه کوي. ورځپاڼې لیکلي دي ولسمشر اردوغان د یوې لویې دوسیې سره واشنګټن ته سفر کړی دی. ولسمشر به د ټرامپ سره په لیدنه کې په سوریه کې د داعش پر خلاف د مبارزې په بهانه د امریکا لخوا د پې کاکا ترهګرې ډلې د څانګو پي وای ډي او وای پي جي سره د وسلو او مهماتو د مرستو په اړه خپل غبرګون او اندیښنه څرګنده کړي. همداشان پدې لیدنه کې به ترکیې ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر د سپارولو په بهیر او د رقه ښار د عملیاتو په مسلې هم خبرې وشي.
د خبرترک ورځپاڼې « هر څه د هیواد په خاطر » د سر لیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښت لخوا د کودتا نه وروسته په نړۍ کې د ترکیې په اړه د پیدا شوي منفي نظر د لمنځه وړو په خاطر یو ستر بهیر پیلیږي . د ترکیې د اقتصاد وزارت، د صادراتو مجلس سوداګریزو خونو او اسهامو بازارونو د ټولنې سره په ګډه د مارچ په ۲۷ مه د پيل کړي تبلیغاتي کمپاینونو نه د هیواد نامتو فوټبالرانو هم د ملاتړ اعلان وکړ. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د انتالیا سپورت د فوټبال لوبډلې کپټان ایتو او د ګالاتا سرای نامتو لوبغاړي پودولسکي او شنایدر پدې کمپاینونو کې مهم رول لوبوي. ددې سربیره پدې تبلیغاتي اعلانونو کې به په ترکیه کې د فعالیت کوونکو ۱۶ نړۍوالو شرکتونو مشران هم خپل نظریات وړاندې کړي. د ویلو ده د تبلیغاتي اعلان په خاطر جوړ شوی لنډ فلم « د بهرنیو دوستانو په ژبه ترکیه » د جملې سره پیلیږي. دا تبلیغاتي اعلان به په جرمني، امریکا، روسیه، انګلستان، فرانسې، ایټالیا او عربي متحده ایالتونو کې نشر شي.
د حرییت ورځپاڼې « ځايي او ملي ټکنالوژۍ ته ځانګړې توجه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې خصوصي مخابراتي شرکت ترک سل چې د ۵ جي تکنالوژۍ په خاطر د ۲۰۱۵ کال راهیسې د هاوايي د شرکت سره په ګډه کار کوي د همکارۍ د کچې د لوړولو پریکړه وکړه. دواړه شرکتونه به د نوموړې همکارۍ په چوکاټ کې ځايي تکنالوژي تولید ته زور ورته کړي. ترک سل شرکت د هاوايي شرکت سره پدې اړه تړون د ترکیې د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو د وزیر احمد ارسلان په حضور کې لاسلیک کړ.
د وطن ورځپاڼې « د بندیزونو سره سره د ترکش ایرلایین ستر بریالیتوب » سرلیک لاندې لیکلي دي امریکا متحده ایالتونو د استانبول په ګډون د نړۍ د ۸ هیوادونو د لسو هوايي ډګرونو نه په مخامخ الوتنو کې د موباییل ټیلیفون نه پرته په نورو الکترونیکو وسایلو د انتقال بندیز ولګو. د نوموړي بندیز سره اټکل شوی وو چې د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین مساپرو شمیره به راټیټه شي خو ددې پر خلاف لا زیاته شوه. ترکش ایرلایین ویلي دي چې د استانبول نه نیویارک ته يي په الوتنو کې د تیرې اپریل په میاشت کې د مساپرو شمیره ۲ عشاریه ۵ سلنه لوړه شوې ده. ترکش ایرلایین شرکت پدې اړه ځینې تدابیر نیولي وو چې دې بندیزونو پرې بده اغیزه ونکړه.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکي ډرامو مینه وال د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي » د سرلیک لانډې لیکلي دي، پدې وروستیو کلونو کې د منځني ختیځ نه نیولې تر بالکان هیوادونو تر سویلي امریکا ، هندوستان او سینګاپوره پورې د نړۍ په لویه برخه کې د ترکي ډرامو په نشرولو پيل شوی دی . ترکي ډرامو د نړۍ په لویه برخه کې په سلګونو میلیونه تنه مینه وال موندلي دي. هندوستان چې په نړۍ کې د سینما په برخه کې ځانګړې ځای لري پدې هیواد کې هم ترکي ډرامو په خپرولو پيل شوی دی.