د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1bde/c41c/f61f/583bc80594d64.jpg?time=1719280685)
د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : په سلو ښاري پروژو کې ګډون ته تیار یو» د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې او هندوستان ترمنځه اقتصادي همکاریو ته به ساختماني سکتور نوې بڼه ورکړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هندوستان ته د سفر پر مهال تیره ورځ په پلازمینه نوې ډیلۍ کې د ترکیې او هندوستان ګډې سوداګري غونډې ته په وینا کې وویل چې د ترکیې ساختماني شرکتونه په هندوستان کې په سلو ساختماني پروژو کې ګډون ته تیار دي. د هندوستان لومړي وزیر مودي وویل چې غواړي په هیواد کې ۱۵ میلیونه کورونه جوړ کړي. هغه وویل چې د ترکیې ساختماني شرکتونونو ته به پدې بهیر کې ونډه ورکړو.
د حرییت ورځپاڼې « د ترکیې صادرات د کال په لومړنۍ ۴ میاشتو کې ۶عشاریه۷ سلنه وده کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ۲۰۱۷ کال د ترکیې د صادراتو له پلوه ښه پیل شو. د ترکیې د صادراتو د مجلس د شمیرو له مخې د ۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله صادرات ۴ سلنه لوړ شوي دي. همداشان د ۲۰۱۷ کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې هم د صادراتو کچه په عمومي ډول ۶ عشاریه ۷ سلنه لوړه شوې ده . ویل کیږي سږ کال هم تر ټولو ډیر د ترکیې د موټر جوړولو سکتور ډیره وده کړې ده . همداشان د کیمیايی توکو، زیورات، سروزرو برخې په خپل وار په دویم ، دریم او څلورم کتار کې ځای نیولی دی.
ترکیې تر ټولو ډیر صادرات جرمني ، وروسته امریکا او ورپسې متحده عربي اماراتو ته کړي دي.
د صباح ورځپاڼې « د پې کاکا ترهګرې ډلې جلب او جذب صفر شوی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د استخباراتو د یو راپور په خپرولو سره د پې کاکا ترهګرې ډلې ستره ماته ټولو ته افشا کړه. راپور کې راغلي دي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د دفاع پر ځای د تعرضي نوې کړنلارې سره د ترسره کړو عملیاتو په ترڅ کې پې کاکا ترهګرې ډلې ته ډیر ستر ګوزار ورکړی دی. د ترکیې وسله والو ځواکونو په غرونو کې د منفي شل درجې سړې هوا سره د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف د ترسره کړو عملیاتو په ترڅ کې د یادې شوې ډلې پټنځایونه او پټو څمڅو په ګډون ټولې سوړې له منځه وړي دي. د تیرو ۲۱ میاشتو راهیسې د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف د پيل شوو روانو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۲ زره ۶۳۸ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او په زرګونو تنه نور ټپیان شوي دي. د پې کاکا ترهګره ډله د ښارونو سربیره په غرونو کې هم د شپې تیرولو لپاره ځای نلري.
په راپور کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو د نوموړو عملیاتو سره د پې کاکا ترهګرې ډلې جلب او جذب ته هم ستر ګوزار ورکړی دی. په تیرو ۳ میاشتو کې یواځې ۵ تنه د پې کاکا سره یو ځای شوي دي.
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي د ترکيې د لیسې زده کوونکو نه جوړې یوې ډلې چې په امریکا متحده ایالتونو کې د روبوتونو او ټکنالوژۍ په سیالۍ کې د ګډون سره پرله پسې جایزو سره په نړۍ کې دریم مقام خپل کړی وو د نړۍ د ۶۸ نامتو پوهنتونونو لخوا ورته د تحصیلي بورس ورکولو وړاندیز شوی دی . د ویلو ده چې پدې سیالۍ کې تر ۴ زرو ډیرو ډلو ګډون کړی وو چې ترکي ډلې پکې ۳ مقام خپل کړ.
نوموړو زده کوونکو لوړې زده کړې د هیواد نه بهر د ترسره کولو پریکړه کړې ده . نوموړو زده کوونکو د نارت ویسترن پوهنتون، د انګلستان د کولمبیا د پوهنتون، د تورنتو د پوهنتون ، د سټنډفورد د پوهنتون او د وانډربیلت د پوهنتون د بورسونو وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی دی.
د سټار ورځپاڼې « د ترکش ایرلایین د امریکا لخوا په الوتکو کې په الکترونیکي توکو د بندیز په خاطر نوي تدابیر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین د امریکا او انګلستان لخوا په مخامخ الوتنو کې په مساپرو د کمپیوټر او ایپد په ګډون په الکترونیک توکو د بندیز لګولو نه وروسته په الوتکه کې مساپرو ته د کمپیوټر او ایپد سربیره د وړیا انټرنټ د ورکولو په خاطر د ترکیې د هاولسن شرکت سره په ګډه کار پیل کړی دی . یاد شوی شرکت په پام کې لري چې په نږدې راتلوونکې کې کمپیوټر او ایپد په ګډون د مساپرو غوښتنو ته ځواب ووايي.