د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/530f/0ce0/db85/58466578c15f7.jpg?time=1719225657)
د سټار ورځپاڼې « د اروپا د شورا د پارلماني اسمبلې پریکړه په رسمیت نه پیژنو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپا د شورا د پارلماني اسمبلې لخوا د ترکیې په اړه د سیاسي نظارت لاندې د نیولو د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان وویل چې په جرمني کې د ختیځ او لویدیځې جرمني د یو ځای کیدو پر مهال تر ۵۰۰ زرو تنو ډیر کسان د دولتي اداراتو نه اخراج شول، ایا د اروپا شورا پدې اړه کومه نیوکه کړې ده ؟ نه هیڅکله هم نه. په هغې سترګې پټې کړې وې. د ترکیې په اړه د اروپا د شورا د پارلماني اسمبلې پریکړه په کامله توګه سیاسي پریکړه ده. مونږ دا ډول کومه پریکړه په رسمیت نه پیژنو.
د ینې شفق ورځپاڼې « عملیات به دوام وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د عراق په شمال کې د سینجار په سیمه کې د پې کاکا او وای پي جي ترهګرو ډلو په مرکزونو او پټنځایونو درانده هوايي بریدونه وکړل . ترکیې ویلي دي چې اجازه به ورنکړي چې پې کاکا د عراق د سینجار سیمې نه قندیل ثانی او خپل دویم لوی مرکز جوړ کړي. ترکیې هوايي ځواکونو د عراق سربیره د سوریې په شمال ختیځ کې هم د پې کاکا ترهګرې ډلې او د هغوې په څانګو هوايي بریدونه وکړل. پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي . په بریدونو کې د ترهګرو مخابراتي سیستم له منځه وړل شوی دی او ګڼ شمیر پټنځایونه، د وسلو او مهماتو ډیپوګان او قراګاه ګانې د مځکې سره هوارې شوي دي. ترکیې ویلي دي چې دا د عملیاتو لومړنی پړاو دی او دوام به وکړي.
د حرییت ورځپاڼې « ترکیې ته يي وسلې راتیرولې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لوی درستیزوالۍ عراق او سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې او ددې ډلې په څانګو د هوايي بریدونو په اړه معلومات ورکړي دي. د لوی درستیزوالۍ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دا عملیات به تر وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې دوام وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پې کاکا ترهګرې ډلې او ددې ډلې د سوریې څانګو د سوریې او عراق د شمال نه ترکیې ته ترهګر، وسلې ، مهمات او چاودیدونکي توکي په قاچاقي ډول تیرول . ترهګرو د عراق د سینجار او سوریې د قره چوک د سیمو نه د ترهګرو د جلب او جذب او د ترکیې په امنیتي ځواکونو د خاینانه بریدونو د سوق او ادارې د مرکز په توګه کار اخیسته چې د ترکیې د هوايي ځواکونو لخوا له منځه یوړل شول.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې ۱۵۰ شرکتونو په قطر کې جوړ شوي د ایکسپو قطر بای ترکیه په نندارتون کې ګډون وکړ.
د ویلو ده چې پدې نندارتون کې د ترکیې د غیرې منقول اموالو نه نیولې تر فرنیچر، معلوماتي تکنالوژۍ، صنایع او یو زیات برخو کې فعالیت کوونکو شرکتونو ګډون کړی دی. په خبر کې راغلي دي چې پدې نندارتون کې د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ترکیې غیرې منقول اموال پلورل شوي دي. همداشان ترکي شرکتونو په قطر کې د یو زیات شمیر شرکتونو سره لیدنې کړي . قطر په ۲۰۲۲ کال کې د فوټبال د نړۍوال جام لپاره د تیاریو په چوکاټ کې یو زیات شمیر پروژې د لاس لاندې نیولي دي. یو زیات شمیر ترکي شرکتونو پدې هیواد کې د پام وړ ساختماني پروژې ترلاسه کړي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې په اړه د اروپايي ټولنې پریکړې د ترکیې د اسهامو په بازار د ذرې په انداره منفي اغیزه ونکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د اقتصادي ودې په خاطر د اټکلونو د کچې د لوړیدو په فرانسه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو کې د تمو سره سم د پایلو ترلاسه کیدو نه وروسته د استانبول د اسهامو په بازار کې د قیمت بهاوو سندونو بیه او ارزښت تر هر وخته ډیر لوړ شوی دی. په خبر کې راغلي دي چې د اروپا شورا پارلماني اسمبلې تیره ورځ د ترکیې په اړه یو ډیر د عدالت او انصاف نه لرې پریکړه وکړه چې دې پریکړې د اسهامو په بازار د ذرې په اندازه اغیزه ونکړه. د اروپا شورا پارلماني اسمبلې د پریکړې سره سره تیره ورځ د استانبول د اسهامو په بازار کې بیې د تیرو ۴ کلونو راهیسې د لومړي ځل لپاره پدې اندازه لوړې کچې ته ورسیدې.