د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

714226
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  «  د اردوغان  ستر بری  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې  خلکو  د ریاستي  حکومتي  سیستم  د ۵۱ عشاریه ۴ سلنه رایو  سره  قبول کړ. ولسمشر اردوغان چې په ۲۰۱۴ کال کې  د ۵۲ سلنه رایو سره  د ترکیې د ولسمشر په توګه ټاکل شوی وو   یو ځل بیا يي  د ۵۱ عشاریه ۴ سلنه رایو پر لاسه کولو سره  خپل اعتماد تازه کړ. ولسمشر اردوغان  د ټولپوښتنې  د غیرې رسمي پایلو د اعلانیدو نه وروسته په لومړني غبرګون کې وویل « د غیرې رسمي پایلو له مخې  د ترکیې ۲۵ میلیونو تنو  د مثبت رایې په کارولو سره  د ترکیې جمهوریت اساسي قانون په ۱۸ مادو کې تعدیل  قبول کړ. ددې به هیله چې د ټولپوښتنې پایلې  هیواد او ملت ته  د خیر وسیله وګرځي. د ترکیې خلکو د نوي حکومتي سیستم په خاطر  تاریخي پریکړه وکړه . »

د سټار ورځپاڼې  « دا د ټولې ترکیې ګډ بری  دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د ټولپوښتنې د غیرې رسمي پایلو د اعلانیدو نه وروسته د عدالت او پراختیا ګوند د عمومي  مرکز  مخکې ته راټولو  شوو په لسګونو زرو تنو ته  وینا وکړه. لومړي وزیر  خپله وینا په ټولپوښتنه کې  د ستر ګډون له امله  د مننې سره  پیل وکړه. هغه وویل چې  نن د ترکیې خلکو  پدې ټولپوښتنه کې  پدې اندازه په لوړه کچه د ګډون سره  د ډیموکراسۍ نه  دفاع وکړه. پدې ټاکنو کې  هچا ماته نده خوړلې. هر چا ګټلې ده. ټولې ترکیې  په ګډه  وګټله. نن ورځ په ترکیه کې د ډیموکراسۍ په تاریخ کې نوې پاڼه پرانیستل شوه. په ګډه  د ترکیې  لپاره د کار کولو وخت  رارسیدلی دی.

د صباح ورځپاڼې  «  په ټول هیواد کې  خوښي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ټیرې ورځې د ټولپوښتنې  د پایلو د اعلانیدو نه وروسته  په ټول هیواد کې په خوښیو او جشنونو پیل وکړ. په استانبول کې په لسګونو زره تنه  د ترابیا مانۍ، قسقلي په سیمه کې د ولسمشر اردوغان د کور په مخکې، د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د مرکز په مخکې، په تقسیم سیمه کې ، په انقره کې  د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د مرکز په مخکې او قزل ای  د میدان سربیره  په ازمیر ولایت کې  راټول  شول  او خوښي څرګنده کړه. هیوادوال  د ټولپوښتنې د پایلو د اعلانیدو نه وروسته  په ټول هیواد کې میدانونو ته راووتل  او په خوښیو لاس پورې کړ.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  په اروپا کې میشتو ترکانو اروپا ته  ډير ښه سبق ورکړ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد نه بهر میشتو  کسانو نه  ۱ میلیون او ۳۲۶ زرو تنو په ټولپوښتنه کې ګډون وکړ. د نوموړو کسانو نه  ۵۹ سلنې  مثبتې او ۴۱ سنلې  منفي رای وکارولې. پدې ډول  د هیواد نه ترکانو  اروپا  ته  چې  ددې ټولپوښتنې پر خلاف يي  ستر کمپاینونه  پیل کړي وو  ډیر ښه سبق ورکړ. په هالنډ کې میشتو ترکانو  په ټولپوښتنه کې  ۷۱ سلنه  مثبتې رایې په کارولو سره  د هالنډ حکومت ته  غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. هالنډ حکومت  د ټولپوښتنې د کمپاینونو پر مهال  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر الوتکې ته په نوموړي هیواد کې د ښکته کیدو نه اجازه نوه ورکړې  او د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو وزیره  ډیپورت کړې وه  ښه ځواب ورکړ.

همداشان په جرمني کې بیا  د ۶۳ سلنه خلکو  مثبته  او پاتې ۳۷ سلنه خلکو منفي رای کارولې ده .

د حرییت ورځپاڼې «  لوړ ګډون  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ترکیه کې  خلکو  تیره  په ۱۶۷ زره او ۱۴۰ صندوقونو کې  رایې وکارولې. د ترکیې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون  د شمیرو له مخې  په ټوله ترکیه کې  ۵۸ میلیونه ۳۶۶ زره  او ۶۴۷ تنه  واجد د شرایطو  رای ورکوونکې  شتون لري چې ددوې له جمع  ۴۹ میلیونه۴۱۱ زره او ۳۷۰ تنو  د تیرې ورځې په ټولپوښتنه کې ګډون کړی وو. په ټولپوښتنه کې د ګډون کچه  ۸۵ عشاریه ۶۰ سلنه وه.



اړوند خبرونه