د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « نړۍ ته تر ټولو ښه جواب په ټولپوښتنه کې د مثبتې رایې کارول دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اروپا کې د ترکانو پر خلاف د روان خصمانه چلند نه په یادونې سره وویل « د اپریل په ۱۶ مه په ټولپوښتنه کې د مثبتې رایې کارول یواځې په ملي کچه نه بلکې په نړۍواله کچه د ترکیې دښمنانو ته تر ټولو ښه ځواب دی. »
ولسمشر اردوغان وویل چې د اپریل ۱۶ مې د ټولپوښتنې د بریالي کیدو سره سم به د اروپايي ټولنې سره د ترکیې د غړیتوب مسله یو طرفه کړو. اروپا ته به ووایو چې بس دی ترکیې د غړیتوب په خاطر ۵۴ کاله انتظار وویست نور انتظار نه باسي. یا غړیتوب راکړۍ او یا دا مسله یو طرفه کړۍ.
د سټار ورځپاڼې « په پټنګانون کې ترینه د رسمي مراسمو سره هر کلی وشو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي دفاع وزیر فکري اشق د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس سره د لیدنې په خاطر واشنګټن ته سفر کړی دی . په خبر کې راغلي دي چې د امریکا د دفاع وزیر د ترکیې د دفاع وزیر نه په پنټاګون کې د رسمي مراسمو سره هر کلی وکړ.
وروسته دواړو وزیرانو لیدنه وکړه. د ترکیې د دفاع وزیر په لیدنه کې د امریکا لخوا د سوریې د الشیراط په هوايي هډې د توغندیو د برید نه هر کلی وکړ. همداشان د امریکا د دفاع وزیر د ګډې همکارۍ په ارزښت د ټینګار سره وویل « نړۍوال ایتلاف د ترکیې د انجیرلیک هوايي هډې نه په استفادې سره په سوریې ترسره کړي هوايي عملیات او د ترکیې د میړانه هوايي ځواکونو د فرات ډال عملیاتو په لړ کې ترسره کړي هوايي عملیات په سوریه کې داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړی دی. دا مسله د دواړو هیوادونو لخوا د قوي همکارۍ ښکارندويي کوي. دواړه هیوادونه د داعش پر خلاف عملیاتو ته ځانګری اهمیت ورکوي. »
د خبرترک ورځپاڼې « سوري کډوالو خپل هیواد ته په ستنیدو پیل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې د عزیز، جرابلس او الباب پورې سیمه د داعش ترهګرې ډلې او نورو ترهګرو نه د تصفیه کولو نه وروسته په ترکیه کې میشتو یو زیات شمیر سوري کډوالو بیرته هیواد ته په ستنیدو پيل وکړ . ورځپاڼې لیکلي دي چې د تیرو ۵ میاشتو په دننه کې د ترکیې د غازي انتب ولایت نه ۳۰ زره تنه سوري کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. ورځپاڼې لیکلي دي چې د قارقمش په سرحدي دروازه کې په زرګونو تنه سوري کډوال هیواد ته د اوښتو په خاطر په کتارونو کې ولاړ دي. سوري کډوال د ترکیې د ښې میلمه پالنې نه په مننې سره خپل هیواد ته ستنیږي. سوري کډوالو ویلي دي چې په ترکیه کې د بې وطنۍ احساس ندی کړی. ترکانو ورته د بې وطنۍ احساس ندی ورکړی.یو تن سوري کډوال محمد حسن خبري دلته خبریالانو ته وویل چې الله دې د ترکیې او ترکېې د خلکو سره ډیر زیات ښه وکړي.
هغه وویل چې ترکیې خلکو د خپلې خولې ډوډوۍ زمونږ سره شریکه کړه. دلته مو خپل بچي لوی کړل او د ترکیې د ټولو امکاناتو نه مو استفاده وکړه. پدې پوهیدم چې یوه ورځ به بیرته خپل هیواد ته ستنیږم. نن ورځ د ترکیې په برکت خپل هیواد ت ستنیږو.
د وطن ورځپاڼې « ترکیه یو ډیر قوي هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اروپا د اعمار او پراختیا د بانک د ترکیې د څانګې مسئول ویلي دي چې ټولې نړۍ د ترکیې د پیاوړتیا شاهدي وکړه. ټولې نړۍ دا ولیدل چې ترکیه په کومه اندازه قوي هیواد دی. په ترکیه کې د ټولو پرمختګونو او ناخوالو سره سره پانګه اچونه، استخدام او اقتصادي وده دوام لري. دا مسله ترکیه د نورو هیوادونو نه جلا کوي. ترکیه د نورو هیوادونو په پرتله لا قوي ښکاره کوي. ترکیې تیر کال د کودتا او ټولو ستونزو سره سره ۲ عشاریه ۹ سلنه اقتصادي پرمختګ وکړ. دا یو ډیر ښه او مهم پرمختګ دی.
همداشان د ټولو دې ستونزو سره سره نړۍوال پانګه وال اوس هم په ترکیه کې پانګه اچونو ته دوام ورکوي. د همدې امله مونږ هم په ترکیه کې پرته د ځنډه پانګه اچونو ته دوام ورکوو.
د حرییت ورځپاڼې « د ترک نابغه ستر بری » د سرلیک لیکلي لاندې لیکلي دي چې د ترکیې د ایسکي شهر ولایت اوسیدونکی لس کلن مرد حاکان شکر چې د موسیقۍ د نابغې لقت لري او د انادولو پوهنتون د ښکلو هنرونو د پنځم صنف زده کوونکی دی په جرمني کې د پیانو په نړۍواله سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه. ورځپاڼې لیکلي دي مرد شکر پدې سیالۍ کې د خپل همزولو هنرمندانو په منځ کې لومړی مقام وګټه.