د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/530f/0ce0/db85/58466578c15f7.jpg?time=1718836372)
د صباح ورځپاڼې « ترهګرو ته به زمونږ په پولو کې د بیرغ رپولو اجازه ورنکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لسګونو زرو تنو راټولو شوو هیوادوالو ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل « خوا نوم يي داعش وي او که پې کاکا یا پي وای ډي، هیڅکوم ترهګرې ډلې ته به د هیواد په پولو کې د ترهګرو سازمانونو د بیرغ رپولو ته اجازه ورنکړو. مونږ دا خاوره د تفاهمونو او یا د نورو سره د یو څه او بل څه په بدل کې نیولې نده. ددې وطن په هر ولیشت خاوره کې زمونږ د شهیدانو وینه پرته ده. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل « که چیرې ترهګرې ډلې د ترکیې سره په پولو کې د سیمو نه په شا نشي او هره سیمه خپلو اصلي خاوندانو ته پرينږدې عملیاتو ته به دوام ورکړو »
د سټار ورځپاڼې « اروپا باید خپل کړه وړه سم کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن د الجزیرې خبري پاڼې سره مرکه وکړه. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ځیني اروپايي څیرې ادعا کوي چې ترکیه د اروپا نه په تلو تلو کې د لرې کیدو پر لورې روانه ده ، داسې وویل، هو که چیرې اروپا ښي اړخه افراطي ډلو ته د فرصت ورکولو نه ډډه وکړي، ترهګرو سره د مرستې او ملاتړ نه لاس واخلي او په اروپا کې د میشتو ترکانو او ترکیې حکومت پر خلاف د بریدګرو سیاستونو نه لاس واخلي کیدای شي چې ترکیه هم روابط ورسره ښه کړي. » هغه وویل چې اروپا د دا ډول ادعاګانو سره غواړي چې په خپلو ضد انساني کړنو پرده وغوړوي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکش ایرلایین د امریکا او انګلستان د الوتنو لپاره نوي تدابیر ونیول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، امریکا او انګلستان د ترکیې نه نوموړو هیوادونو ته په مخامخ الوتنو کې په الکترونیک توکو لکه ایپد او کمپیوټر په څیر د بندیز لګولو د پریکړې نه وروسته ترکش ایرلایین نوي تدابیر ونیول. د نوو تدابیرو له مخې په الوتکه کې د الوتنې نه مخکې د مساپرو سره د الکترونیک توکو د تثبیت په صورت کې الکترونیک توکي ترینه اخیستل کیږي او د الوتکې کارګو برخې ته تسلیمږي. همداشان په ځغاست لیکه کې د الوتکې د حرکت په حال کې د مساپرو سره د الکترونیک توکو د تثبیت په صورت کې الوتکه بیرته پارک ځای ته ګرځي او تثبیت شوی الکترونیک توکی د مساپرو نه اخلي او په خاصه توګه يي محافظه کوي.
د ینې شفق ورځپاڼې ورځپاڼې « ترکیې د ټرانسپورت په برخه کې مهمې پانګه اچونې کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت، سمندري چارو او معلوماتو وزیر احمد ارسلان ترکیې د ټرانسپورت په برخه کې ډیرې مهمې پانګه اچونې کړي او پانګه اچونو ته دوام ورکوي. ترکیې پدې نږدې کې د هیواد ختیځ د لویدیځ سره او شمال د جنوب سره د ګړندي ریل سره نخلولي دي. همداشان ترکیه د ریل ګاډو په برخه کې په نړۍ کې اتم لوی او په اروپا کې شپږم لوی هیواد دی. هغه وویل چې ترکیه د اسیا او اروپا، د بالکان او قفقاسونو او منځني ختیځ ترمنځه د پل حثیت لري چې د همدې امله ترکیې ټرانسپورت برخې ته جدي پاملرنه کړې ده.
د حرییت ورځپاڼې « د امریکا د درملو د مهم شرکت مشري ترک ته وسپارل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د درملو نامتو شرکت پ فیزر د لومړي ځل لپاره د شرکت د یوې مهمې برخې مشرۍ یو تن بهرني ته وسپارله. برک ګوردوغان د یاد شوي امریکايي شرکت د روغتیا د وزیر په توګه وټاکل شو. په خبر کې راغلي دي چې نوموړي ته د شرکت د مهمې برخې مشري سپارل شوې ده . برک ګوردوغان د ۱۹۹۵ کال راهیسې پدې شرکت کې کار کوي.