د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

703001
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  « یا تسلیم شۍ  او یا  سیمې  پریږدۍ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د هیواد په ختیځ کې د ماردین په ولایت کې  په مراسمو کې  د وینا په ترڅ کې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه  غوڅ  پیغامونه  ورکړل. ولسمشر اردوغان وویل «  مونږ  د سولې او روغې جوړې بهیر  پیل کړ  خو  دوې  په مونږ  بمونه  ووارول. د پې کاکا ترهګره ډلې ددې ولایت  په ټولو لارو او سړکانو کې  کندې وکیندلې، ماینونه يي پکې  خښ کړل. ایا  زمونږ  د   کورد ، سوریاني  او عربو  ورورنو سره  دا روا‌ء  وه  چې  دوې  وکړل. د ټولو کورونه  يي ویجاړل کړل. ددینه وروسته په هیواد کې  ترهګر  په راحتۍ سره  ساه  نشي اخیستلی. د ترهګرو لپاره ارامي او راحت  حرام  دی. دا ترهګر  یا به راځي  ځان به تسلیموي  او که نه وي  ددې هیواد نه به ووځي. او په رضا  نه وځي  نو مونږ به یو یو  د هغه سوړو  نه  چې پکې پټ شوي دي  راوباسو او د هیواد نه به يي  بهر کړو. »

د وطن ورځپاڼې « د صحي او مشروع اکټورانو سره  کار وکړۍ  »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي ، د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون  د امریکا  متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن  سره چې  د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی وو  لیدنه وکړه. په خبر کې  راغلي دي چې  پدې لیدنه کې  د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  په سوریه او عراق کې  د داعش ترهګرې ډلې  پر وړاندې په مبارزې او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په پورته کیدونکو  ګډو ګامونو  خبرې وکړې. همداشان په لیدنه کې  ولسمشر اردوغان یو ځل بیا  امریکا ته  په سوریه کې  د داعش پر خلاف په مبارزه کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  څانګو پي وای ډي او وای پي جي  سره  په ګډه د حرکت نه کولو په خاطر  خبرداری ورکړ . ولسمشر اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د یادو شوو ترهګرو ډلو سره د داعش پر خلاف مبارزه کې  په سیمه کې  یو زیات شمیر نورو ستونزو ته  لار هواروي. هغه د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې باید  صحي  او مشروع  اکټورانو سره  همکاري او حرکت وکړي.

د ینې شفق ورځپاڼې  « که چیرې ۶۸ هیوادونه  داعش له منځه وړی نشي  دا د شرم  خبره ده »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو  پرون  په انقره کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  ریکس ټیلرسن سره  د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو  په خبرې غونډه کې د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې په اړه وویل « د داعش پر خلاف  په ګډه  لا اغیزمنه  مبارزه کولی شو. د داعش  پر خلاف په مبارزه کې  د بلې ترهګرې ډلې سره  په ګډه حرکت  او همکارۍ ته اړتیا نشته. که چیرې  مونږ  د ناټو سازمان  ۶۸ غړي  ۱۰ یا ۲۰ زره تنه  کسیزې داعش ترهګرې ډلې  پر خلاف مبارزه کې  پاتې راځو  او  دوې ته ماتې ورکولی نشو، داعش ته د ماتې ورکولو په خاطر  د نورو  ترهګرو نه  مرسته غواړو  او ځان  محتاج بولو پس باید  په خپلو ځانونو بیا کتنه وکړو. مونږ  په ګډه  د داعش  ترهګرې ډلې  د لمنځه وړو  هر ډول  توان او طاقت لرو. د داعش ترهګرې ډلې نه وروسته  په سوریه کې  د استقرار او سیاسي حل لارې مسله  ډیره مهمه  ده . همداشان  ترکیه غواړي چې د داعش  ترهګرې ډلې  د لمنځه وړو په مبارزه کې د امریکا سره په ګډه  همکاري وکړي. »

د صباح ورځپاڼې  «  د ترکيې پر خلاف تبلیغاتو په ترکیې د خلکو باور لا زیات کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې  د اپریل په ۱۶ مه د ترسره کیدونکي  ټولپوښتنې نه د مخه  د هیواد دننه او بهر کې  د ترکیې پر خلاف  په منفي  تبلیغاتو پیل شوی دی . خو له نیکه مرغه  چې  دې تبلیغاتو  د بدو اغیزو پر ځای  په ترکیې  د پانګه والو  باور او ډاډ لا پسې ډیر کړی دی.

په ترکیه کې د مارچ په میاشت کې  په داخلي  بازارونو باندې  باور  کچه ۵ سلنه نوره هم ډیره شوې ده . د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې په بازارونو د باور کچه تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلي ده. په خبر کې راغلي دي چې  بهرنیو پانګه والو د ترکیې د دولتي قیمت بها  سندونو  د پيریدو په خاطر  تر هر وخته ډیره  لیوالتیا ښودلې ده . د هیواد مرکزي  بانک  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي  دي چې  بهرنیو پانګه والو  د ۳۹۸ میلیونو ډالرو په ارزښت  د قیمت بها  سندونو د پیریدو سره د تیرو ۶ میاشتو راهیسې  تر ټولو زیاته پانګه اچونه شوې ده .

د سټار ورځپاڼې  «  د صبیحه ګوکچن هوايي ډګر  ظرفیت  ۶ میلیونو مساپرو ته  لوړیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د صبیحه ګوکچن هوايي  ډګر د ۲۰۰۹ کال راهیسۍ  کاله  په پرله پسې  توګه  ۷ ځله  د اروپا  تر ټولو په چټکه توګه  وده کوونکي هوايي ډګر  جایزه  ترلاسه کړې ده. د یاد شوي هوايي ډګر  د نړۍوالو الوتنو د ترمینل د ودانۍ  د لا پراخولو  پریکړه وشوه. د نوموړې پروژې  د سرته رسیدو سره به د یاد شوي هوايي ډګر  ظرفیت  په کال کې ۶ میلیونه تنه مساپرو ته  لوړ شي.

 



اړوند خبرونه